د ارمنيا او اذربايجان ځواکونو يو وار بيا د دواړو هېواونو ترمنځ ګډې پولې ته څېرمه نښته کړې او دواړو لوريو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده. د اذربايجان دفاع وزارت ويلي، په ياده جګړه يې ۸ تنه سرتېري وژل شوي او لس تنه نور ټپيان شوي دي. د ...
Read More »نوي ډهلي کې د هوا ککړتيا له امله ښوونځي وتړل شول
د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د هوا سختې ککړتيا له امله حکومت پرېکړه کړې چې تر يوې مودې پورې دې په دغه ښار کې ښوونځي وتړل شي. د هند د هوا کيفيت د مديريت کولو کمېسيون ويلي، دامهال په نوي ډهلي کې هوا ډېره ککړه شوې او اړتيا ...
Read More »د کرکټ نړيوالې شورا په افغانستان کې د نجونو کرکټ ارزونې په موخه ځانګړی هيئت ټاکلی
د کرکټ نړيوالې شورا ICC په افغانستان کې د نجونو او هلکانو د کرکټ وضعيت ارزونې په موخه ځانګړی هيئت ټاکلی او دنده يې ورسپارلې څو په دې اړه خپل مالومات بشپړ کړي. د ایسيسي له لوري په ټاکل شوي هيئت کې چې مشري يې عمران خواجه کوي لاوسن نايډيو، ...
Read More »ملګرو ملتونو امنيت شورا نن د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه کوي
ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (لړم په ۲۶مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا د افغانستان په اړه ځانګړې غونډه ترسره کړي او په کې به د افغانستان موجوده وضعيت د يادې شورا د غړيو هېوادونو له لوري و ارزول شي. د غونډې په سر کې به د افغانستان لپاره ...
Read More »جنوبي وزيرستان کې د قومي مشرانو او ديني عالمانو پر غونډه د لاسي بم بريد شوی
د جنوبي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، چې نن سېشنبه د (لړم په ۲۵مه) دغلته د قومي مشرانو او ديني عالمانو پر يوه ګډه غونډه د لاسي بم بريد شوی دی. د دوی په خبره دغه بريد غرمه مهال د جنوبي وزيرستان په مرکز واڼه کې د قومي مشر جميل وزير ...
Read More »امريکا له اېتوپيا څخه خپلو وګړو ته په بېړه د وتلو لارښوونه کړې
په اېتوپيا کې د جګړې زياتوالي او دغه راز په ياده جګړه د ټېګري وسلهوالو له پرمختګ سره سم، امريکا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې وضعيت خراب دی او په بېړه دې له دغه هېواد څخه ووځي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېد پرايس په يوه خبرپاڼه کې ...
Read More »نظامالدين قيصاري په ايران کې د جعلي اسنادو جوړونې په تور نيول شوی
ايراني چارواکو خبر ورکړی چې د افغانستان تېر نظام يو چارواکی نظامالدين قيصاري يې افغان وګړو ته د جعلي اسنادو د جوړولو په تور نيولی دی. د ايران د وګړو او کډوالو چارو وزارت د دارالانشاء مسوول مهدي محمودي رسنيو ته ويلي، قيصاري د دې ترڅنګ چې افغان وګړو ته ...
Read More »امريکا: په افغانستان کې د ګډو ګټو په تړاو له روسيې سره خبرې شوي
امريکايي چارواکي وايي، په افغانستان کې د امريکا او روسيې ګډو ګټو په موخه يې د روسيې له چارواکو سره خبرې او سلا مشورې کړې دي. د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس ويسټ وايي، د يادو خبرو لپاره يې پرون دوشنبه ناوخته د (لړم په ۲۴مه) په مسکو ...
Read More »ننګرهار کې پر ۱۳سوه جرېبه ځمکه بڼونه جوړېږي
د ننګرهار ولايت چارواکي وايي، د دغه ولايت په ۱۴ ولسواليو کې يې د نويو بڼو د جوړولو چارې پيل کړې چې په نږدې راتلونکي کې به يې کارونه بشپړ شي. د کرنې رئيس عبدالستار وايي چې دا بڼوبه په کوټ، اچين، خوږياڼو، روداتو، چپرهار، درهنور، بټي کوت، لعلپورې، مومندرې، ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو په دوام سره تازه دوه وژل شوي
د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، په ياده سيمه کې د ځوانانو او قومي مشرانو هدفي وژنې لا هم دوام لري او زياتوي چې پرون سېشنبه د (لړم په ۲۴مه) په دوو بېلابېلو پېښو کې دوه کسان د نامالومو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي. د يادو دوو کسانو وژل ...
Read More »