ملګرو ملتونو د يوه تازه راپور له مخې خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې خلکو د بانکي پورونو د بېرته ورکولو، د نغدو پيسو لرلو او دغه راز په بانکونو کې د پيسو اېښودو توان له لاسه ورکړی او دې چارې د افغانستان بانکي نظام د سقوط له خطر سره ...
Read More »هالنډ: بېلاروس د افغان کډوالو په وسيله د اروپا پر پولو د فشار راوړلو هڅه کوي
د هالنډ لومړي وزير توش موراويسکي يو ځل بيا پر بېلاروس تور پورې کړی چې غواړي پر اروپا او په ځانګړې توګه پر هالنډ د فشار زياتولو په موخه له کډوالو د وسيلې په توګه استفاده وکړي. نوموړي پرون په لېتوانيا کې د دغه هېواد له لومړي وزير انګريډا سيمونيته ...
Read More »اسلاماباد کې درې افغانان چې جرمني ته په جعلي اسنادو روان وو، نيول شوي
پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې پرون يکشنبه د (لړم په ۳۰مه) يې د دوو ميرمنو په ګډون درې تنه هغه افغانان وګړي نيولي چې غوښتل يې جرمني ته په جعلي اسنادو لاړ شي. د يادو نيول شويو کسانو نومونونه شېبه امين، نېدا خروټې او باعېث خروټی ښوودل شوي دي. چاروکو ...
Read More »طالبانو د افغانستان پر رسنيو تازه بنديزونه وضعه کړل
د اسلامي امارت د امر بالمعروف او نهی عنیالمنکر وزارت د رسنيو په اړه په يوه تازه اقدام کې د افغانستان پر رسنيو د يوه ۷ مادهييز پرېکړهليک په ترڅ کې يو لړ بنديزونه وضعه کړل. په دې بنديزونو کې ويل شوي چې رسنۍ دې داسې فلمونه او ډرامې نه ...
Read More »د سعودي عربستان پر څو ښارونو د هوثي وسلهوالو د هوايي بريد ادعا
په يمن کې فعالې هوثي وسلهوالې ډلې ادعا کړې چې د شنبې په ورځ د (لړم په ۲۹مه) يې د بېپېلوټه الوتکو پر مټ د سعودي عربستان پلازمېنې رياض په ګډون پر څو ښارونو ۱۳ راکېټونه ويشتلي دي. د دې ډلې وياند يحی ساري پرون د يوه خبري کنفرانس پرمهال ...
Read More »اسټين: په افغانستان کې له ترهګرۍ سره پر مبارزې تمرکز کوو
د امريکا دفاع وزير لوېډ اسټين وايي، په اوس کې يې هم د افغانستان په شمول په ټولو نړۍ کې تمرکز له ترهګرۍ سره پر مبارزې دی. نوموړي چې پرون شنبه د (لړم په ۲۹مه) يې په بحرېن کې يوې امنيتي غونډې ته خبرې کولې وويل، د افغانستان په شمول ...
Read More »ټيټيپي پاکستان ته په درېيم هېواد کې د سياسي دفتر د پرانيستو شرط وړاندې کړی
د پاکستان ايکسپرېس ټرېبين ورځپاڼې خبر ورکړی چې پاکستان حکومت د سولې مذاکراتو په بدل کې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له لوري په وړاندې شويو شرطونو کې، يو هم د يادې ډلې له لوري په درېيم هېواد کې د سياسي دفتر پرانيستل دي. ايکسپرېس ټرېبيون په خپل راپور ...
Read More »هند کې د سېلابونو راوتو له امله ۳۰ تنه مړه او ورک شوي
هندي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلي اندرا پردېش ايالت کې د زياتو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته يې ځاني زيان هم اړولی دی. د راپورونو له مخې د تېر جمعې په ورځ په ياد ايالت کې دوه بسونه چې سوارلۍ په کې وې، ...
Read More »وانګ يي: د افغانستان وچه مېوې پېرل د چين په لومړيتوبونو کې دی
په کابل کې د چين سفير وانګ يي وايي، په چين کې د افغانستان وچې مېوې او په ځانګړې توګه ځڼغوځيو ته د خلکو لېوالتيا خورا ډېره ده. نوموړی زياتوي چې دې لېوالتيا په پام سره، د افغانستان وچې مېوې او په ځانګړې ډول د ځڼغوځيو پېرل د چين لپاره ...
Read More »لوکاشينکا: هو، بېلاروسي ځواکونو له کډوالو سره مرسته کړې څو اروپا ته يې واوړي
د بېلاروس ولسمشر الېکسانډر لوکاشينکا ومنله چې ځواکونو يې اروپا ته له اوښتونکو کډوالو سره مرسته کړې څو د دغه هېواد پولې په اسانۍ سره طی او پولنډ ته په دننه کېدو سره اروپا ته واړوي. نوموړي له بيبيسي سره په خپله تازه مرکه کې ويلي، واضېح ده چې کډوال ...
Read More »