د ملګرو ملتونو مرستندويه پلاوي يا يوناما نن چهارشنبه د (لړم په ۱۱مه) د افغان خبريالانو په حق کې له بشري حقونو د سرغړونو په اړه د سلګونه قضيو له ثبتولو خبر ورکړی. يوناما په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د اګسټ له نيمايي ...
Read More »امريکا د هاګ محکمې له لوري په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړلو مخالفت وکړ
د جرمونو نړيوالې محکمې له لوري په افغانستان کې د تېرو کلونو پرمهال د ترسره شوو جنګي جرمونو د څېړلو پرېکړې له اعلان وروسته، امريکا تازه په دې اړه غبرګون ښودلی او د دې پرېکړې مخالفت يې کړی دی. دې محکمې ويلي، چې د قاضيانو په غوښتنه يې غواړي په ...
Read More »ملګري ملتونه: په افغانستان کې د نشهيي توکو کښت ۳۲ سلنه زيات شوی دی
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال په پرتله د نشهيي توکو کښت مقايسوي راپور خپور کړی او په کې يې ويلي، چې دغلته د تېر کال په پرتله په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې د نشهيي توکو د کښت کچه ۳۲ سلنه زياته شوې ده. په ...
Read More »افغان لوبډلې په خپله څلورمه لوبه کې د سرېلانکا له لوبډلې ماتې وخوړه
د کرکټ شل اووريز نړيوال جام د سياليو په دوام سره نن سېشنبه د (لړم په ۱۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سرېلانکا لوبډلې پر وړاندې ميدان ته ښکته شوه. افغان لوبډلې د لوبې پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اوورونو کې ...
Read More »امريکا: افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې په اړه له طالبانو سره خبرې شوي
د امريکا بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په دوحې کې د طالب او امريکايي چارواکو ترمنځ پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوي دي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس خبريالانو ته ويلي، چې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويسټ له طالب چارواکو سره په دوحې ...
Read More »بلوچستان کې د عملياتو پرمهال ۲ پاکستاني پوځيان وژل شوي
د پاکستان پوځ ويلي، چې پرون دوشنبه د (لږم په ۹مه) يې دوه پوځيان په بلوچستان کې د چاڼيزو عملياتو پرمهال په وسلهواله نښته کې وژل شوي دي. د پاکستان د پوځ د مالوماتو له مخې، ياد عمليات د بلوچستان په هرنايي شاهرګۍ سيمه کې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو پر ...
Read More »مولداوا له خپلې خاورې روسي ډيپلوماټان شړلي
مولداوايي چارواکو پرون دوشنبه ناوخته د (لړم په ۹مه) په دې هېواد کې د روسي توغندي له لګېدو وروسته، له خپلې خاورې څخه روسي ډيپلوماټان شړلي دي. د روسي ځواکونو توغول شوی توغندی د اوکرايني ځواکونو له لوري د پرځولو هڅو په ترڅ کې، د مولداوا شمال لوري ته په ...
Read More »د جرمونو نړيواله محکمه په افغانستان کې ترسره شوي جنګي جرمونه څېړي
د جرمونو نړيوالې محکمې يا ICC امر کړی، چې په افغانستان کې د ترسره شوو جرمونو په اړه څېړنې پيل او پايله دې يې علني شي. د يادې محکمې قاضيانو د دې امر له صادرولو سره سم ويلي، چې دا مهال په افغانستان کې واکمن سرپرست حکومت د ادعا شوو ...
Read More »سبا د کرکټ ملي لوبډله له سرېلانکا لوبډلې سره لوبه کوي
ټاکل شوې چې د کرکټ نړيوال ۲۰اووريز جام د روانو سياليو په دوام سره سبا سېشنبه د (لړم په ۱۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د سرېلانکا له لوبډلې سره لوبه وکړي. دا لوبه به د اسټراليا په برسبين ښار کې ترسره شي. له سبانۍ لوبې وړاندې افغان لوبډله برسبين ...
Read More »معترضې ميرمنې: حکومت دې ښځو ته د کار او زدهکړو حق ورکړي
کابل کې نن دوشنبه د (لړم په ۱۰مه) يو شمېر ښځو د حکومت له لوري د دوی پر کار او زدهکړو د لګول شوي محدوديت پر وړاندې اعتراض وکړ. دا ميرمنې د کابل په شهرنو پارک کې راټولې وې او له ځان سره يې خپل تحصلي اسنا هم د اعتراض ...
Read More »