Home » Tag Archives: رويدادا خبري اژانس

Tag Archives: رويدادا خبري اژانس

د رسنيو د ازدۍ په نړيوال اېتلاف کې د افغانستان غړيتوب سلب شو

رویداد خبري آژانس

د رسنيو د ازادۍ نړيوال اېتلاف يا Media freedom coalition د افغانسان غړيتوب له منځه وړی او ويلي يې دي، چې دامهال په افغانستان کې د رسنيو ازادي محدوده شوې ده. دې اېتلاف پرون جمعه ناوخته د (لړم په ۲۷مه) خپله خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې اوس‌مهال په افغانستان ...

Read More »

شديدې زلزلې د بدخشان ځيني برخې لړزولي

نن دوشنبه د (لړم په ۱۶مه) شديدې زلزلې د بدخشان ولايت ځينې برخې لړزولي دي. د يادې زلزلې شدت د ريختر په اندازه ۵.۴ درجې ښودل شوی دی. د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس معزالدين احمدي ويلي، چې د يادې زلزلې له امله له شغنان ولسوالۍ څخه د زيانونو ...

Read More »

ايران کې د اورګاډي چپه کېدو له امله ۱۳ تنه وژل شوي

د ايران په ختيځ کې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) يو مسافر وړونکی اورګاډی له کرښې اوښتی او چپه شوی دی. چارواکو ويلي چې دغه پېښه د ايران خراسان ولايت د سوېلي طبس ولسوالۍ په تم‌ځای کې رامنځته شوې ده. ایراني رسنيو د دې هېواد د چارواکو په حواله ...

Read More »

د TTP بريدونو له وېرې پاکستاني پوځيانو د دندو پرېښودل پيل کړي

په پښتونخوا کې ځينو سرچينو رسنيو ته ويلي، چې په وروستيو مياشتو کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري پر پاکستاني پوځيانو او پوليسو د بريدونو له زياتېدو سره، د دغه هېواد د پوځيانو او پوليسو له لوري د خپلو دندو د پرېښودو پېښې زياتې شوي دي. سرچينې زياته کړې ...

Read More »

بايډن: افغانستان د واحد دولت تر ادارې لاندې د يووالي وړتيا نه لري

د امريکا ولسمشر جوبايډن يو وار بيا د افغانستان په اړه پاروونکې څرګندونې کړې او ويلي يې دي، چې افغانستان د يوه واحد دولت تر چتر لاندې د يووالي وړتيا نه لري. نوموړي دا څرګندونې پرون چهارشنبه د (مرغومي په ۲۹مه) د خپل حکومت د کال پوره کېدو په مناسب ...

Read More »

اوچا: تېر کال ډېرې بشري مرستې د افغانستان پر داخلي بې ځایه شويو وېشل شوي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ کوونکې ادارې يا اوچا په خپل کلني راپور کې ويلي، چې تېر کال په افغانستان کې د بشري مرستو ډېر برخه پر دخلي بې ځايه شويو کورنيو وېشلي دي. دې ادارې زياته کړې چې په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د افغان حکومت ...

Read More »

سېګار: د افغان ميرمنو په اړه وروستي راپورونه اندېښمنوونکي دي

د افغانستان بيا رغونې لپاره د امريکا ځانګړې څارونکې اداره يا سېګار وايي، په افغانستان کې دامهال ميرمنې د طالبانو له لوري له محدوديتونو سره مخ دي او پر ښځو دغه محدوديتونه نور هم د زياتېدو په حال کې دي. سېګار د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان په حواله ...

Read More »

ستانکزی: نور بايد جګړه بنده او پر ځای يې د داخلي ستونزو پر حل کار وشي

د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزی وايي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغانستان له يوې بلې جګړې وژغورل شي او داخلي ستونزو ته د حل لارو پر پيدا کولو فکر وشي. نوموړي چې نن دوشنبه‌ د (مرغومي په ۶مه) يې په لوګر کې پر ...

Read More »

د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان لپاره د بشري مرستو صندوق جوړوي

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه کې چې پرون يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۸مه) تر ناوخت يې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌باد کې دوام درلود، پرېکړه شوې چې د افغانستان لپاره دې د بشري مرستو رسولو په موخه يو مالي صندوق رامنځته شي. د ياد سازمان د ...

Read More »

اندونيزيا کې له پياوړې زلزلې وروسته د سونامي راپورته کېدو خبرداری ورکړل شوی

د اندونيزيا سوېلي برخې نن سه‌شنبه د (لېندۍ په ۲۳مه) سهار مهال پياوړې زلزلې ولړزولې. د امريکا د ځمک‌پېژندنې ادارې د يادې زلزلې شدت ۷.۳ درجې ښودلی دی. دې ادارې په فلورس سمندرګي کې ۱۸.۵ کيلومټرۍ په ژوروالی د يادې زلزلې مرکز ياد کړی دی. د زلزلې پياوړتيا له امله ...

Read More »