Home » Tag Archives: افغانستان (page 3)

Tag Archives: افغانستان

روسیه: د افغانستان اوسنۍ ستونزې د امریکا او ناټو د شل کلن حضور پایله ده

د روسیې استازي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ټینګار کړی چې د افغانستان اوسنۍ ستونزې په دغه هېواد کې د امریکا او ناټو د شل کلن حضور له امله دي. په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ...

Read More »

قطر د افغانستان په اړه د نړیوالو غونډو کوربه توب کوي

په جینوا کې د قطر دایمي استازي مرستیاله وایي، چې هېواد یې د بشري حقونو د تامین او د افغانانو د عزتمند ژوند برابرولو او د بحرانونو د مخنیوي په برخه کې د پراخو تعاملاتو او همغږۍ په موخه د نړیوالو غونډو کوربه توب ته ژمن دی. د قطر د ...

Read More »

بریټانیا له افغانستان سره څه باندې یو میلیون ډالر مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) د افغانستان له خلکو سره د بریټانیا دولت د ۱.۳میلیون ډالرو مرستې خبر ورکړی دی.  اوچا پنجشنبه د کب۱۰مه د په اېکس پاڼه لیکلي چې یادې مرستې د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سپارل شوې دي.  د ملګرو ملتونو ...

Read More »

بلینکن : امریکا په بېلابېلو برخو کې د افغانو ښځو او نجونو ملاتړ کوي

امریکایي چارواکي وايي چې متحده ایالات به په اقتصادی او ښوونیز برخو کې به د افغان مېرمنو ملاتړ وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن د «ښځو د ځواکمن اقتصاد ایتلاف په غونډه» کې ویلي چې متحده ایالات د ښځو د زدکړو محرومیت په اړه اندیښمن دي او ...

Read More »

د هوا پېژندنې ادارې په ۲۵ولایتونو کې د واورې او باران د اورښت اټکل کړی

د ا.ا د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې اعلان کړی چې نن او سبا (د کب۸ او ۹ مه) په ۲۵ ولایتونو کې د شدیدو اورښتونو اټکل شته. د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو پر بنسټ، دا اورښت د سالنګونو په ګډون په کابل، پروان، هرات، فراه، ...

Read More »

د افغانستان په اړه د امنیت شورا بیانیې ته د ا.ا غبرګون

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد د ملګروملتونو د امنیت شورا د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د امنیت شورا په پرونۍ غونډه کې تکراري او بې ارزښته مسایل مطرح شوي دي. مجاهد له رویداد خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي، نړۍ ته پکار ده چې مهم مسایل ...

Read More »

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې پراخېدو ته اندېښنه ښودلې

د خوړو نړیوال پرګرام وايي چې څلور میلیونه شېدې خوړونکي ماشومان او امېندوارې مېرمنې مناسبو خوړو ته د نه لاسرسي له امله په خوارځواکۍ اخته دي. دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان نه پوهېږي چې د بل څاښت ډوډۍ به له کومه پیدا کوي. د ...

Read More »

ملګري ملتونه سبا د افغانستان په اړه ناسته کوي

ملګرو ملتونو اعلان کړی، ټاکل شوې چې د یاد سازمان امنیت شورا سبا دوشنبه د کب ۷مه د افغانستان په اړه ناسته وکړي.  د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د خپلو پروګرامونو په لړلیک کې لیکلي  چې دا غونډه به د امریکا پر وخت سبا له غرمې مخکې په «ځانګړي» ...

Read More »

افغانستان کې د ښځو او نجونو په اغېزمن ګډون د ملګرو ملتونو ټینګار

ملګري ملتونه وایي چې افغان مېرمنې او نجونې باید د ژوند په ټولو برخو کې په اغېزمنه او بشپړه توګه ګډون ولري. ملګرو ملتونو په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې انتونیو ګوترش، د تېرې اوونۍ د دوحې په غونډه کې یو ځل بیا د افغان نجونو او ښځو د زدکړو ...

Read More »

چین: د دوحې غونډې له ا.ا سره د خبرو اترو زمینه برابره نه کړای شوه

د افغانستان په چارو کې د چين ځانګړي استازي «يو شيائو یونګ» په دوحه کې د هېوادونو د ځانګړو استازو د دویمې ناستې په اړه ویلي، چې دې ناستې د ا.ا له چارواکو سره د خبرو اترو هغسې زمینه برابره نه کړه چې په وینا یې څنګه چې چین او ...

Read More »