د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې کپټان فرشاد نور د یوه کال قراداد له مخې بحرین له ال حاله تیم سره یوځای شو. د افغانستان د فوتبال فدراسیون د فېسبوک پاڼې له مخې نور به له دغه ټیم سره د بحرین د غوره لیګونو په سیالیو کې برخه اخلي. ...
Read More »حنیف اتمر؛ د ترکیې لخوا د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو هرکلی کړی
دافغانستان د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر ویلي چې افغان دولت د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د ترکیې له لوري په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ساتلو هرکلی کوي. حنیف اتمر له ټيارټي سره په تازه مرکه کې ویلي چې دوی د ترکیې له ...
Read More »د اروپا فوټبال جام په لوبو کې تېره شپه سویس ترکیې ته ماته ورکړه
د اروپا د فوټبال جام په سیالیو کې تېره شپه سویس ترکیې ته ماته ورکړه او ایټالیا له وېلزه وګټله. ایټالیا او وېلز دواړه د ۱۶ ټیمونو پړاو یا پري کوارټرفاینل ته هم وتلي دي. د باکو په المپيک سټډيوم کې د سویس ټيم درې پر یو ترکیه له مخې ...
Read More »ګران هېواد:پاکستان دې طالبان بامفهومه خبرو ته وهڅوي
دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي تمه لري چې پاکستان به طالبان با مفهومه خبرو ته وهڅوي. د یاد وزارت ویاند ګران هېواد نن یکشنبه (د غبرګولي ۳۱مه) رسنیو ته په لېږلي ویډیويي پیغام کې ویلي، چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري او په دې څوک سترګې نه شي پټولی. ...
Read More »د افغان حکومت یو پلاوی راتلونکې اونۍ قطر ته ځي
ټاکل شوې چې د افغان حکومت یو پلاوی په راتلونکې اونۍ کې قطر ته لاړ شي. د افغان سولې بهیر ته نږدې سرچینو رسنیو ته ویلي چې په ټپه ولاړ مذاکرات د ټولو اړخونو د اندېښنې وړ دي نو له همدې امله افغان حکومت یو تازه پلاوی دوحې ته لېږي ...
Read More »روغتیا وزارت: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۹۲ کسان مړه شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ویروس ۱ زر او ۳۸۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر یادې ناروغۍ اخته ۹۲ کسان مړه شوي او ۴۹۷ نور بیا ...
Read More »د اروپا د فوټبال جام سیالۍ؛ فرانسه، جرمني او اسپانیا نن خپلو سیالانو سره لوبېږي
د اروپا د فوټبال په دوام به نن شنبه (د غبرګولي ۲۹مه نېته) درې لوبې ترسره شي. په لومړۍ لوبه کې به د فرانسې ملي لوبډله له کوربه هېواد هنګري سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي. دویمه لوبه د جرمني په مونشن ښار کې د پرتګال او جرمني لوبډلو ...
Read More »انتونیو ګوترش د دویم ځل لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکل شو
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ پرون جمعه (د غبرګولي ۲۸مه نېټه) انتونیو ګوترش د دویم ځل لپاره د دغه سازمان د عمومي منشي په توګه وټاکه. انتونیوګوترش به د پنځو نورو کلونو لپاره هم د دغه نړیوال سازمان چې ۱۹۳ غړي لري، مشري کوي. د همدې میلادي میاشتې په پيل ...
Read More »راپور: لا هم د پاکستان په لویو ښارونو کې د طالبانو لپاره مالي مرستې ټولېږي
امریکا غږ انګلیسي برخې په یوه راپور کې ویلي چې په بلوچستان، وزیرستان، پېښور او د پاکستان په ځينو لویو ښارونو کې کې لا هم په جوماتونو، فابریکو او شرکتونو کې د طالبانو لپاره چندې او مالي مرستې ټولېږي او فرضي کرښې ته څېرمه دوی ته مالي امکانات برابرېږي. په ...
Read More »د نورستان والي:افغان ځواکونو په وانټ وایګل ولسوالۍ کې ۲۰ قومي مشران نیولي
د نورستان ولایت ځایي چارواکي وایي، افغان امنیتي ځواکونو په وانټ وایګل ولسوالۍ کې هغه شل قومي مشران او سپینږیري نیولي، چې امنیتي ځواکونو پر ضد یې منفي تبلیغات کول او د ولسوالیو په سقوط کې یې لاس درلود. د نورستان والي حافظ عبدالقیوم رسنیو ته ویلي، چې یاد کسان ...
Read More »
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس