Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 92)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

د اسلامي همکاريو سازمان د افغانستان لپاره د مرستې ځانګړی صندوق پرانيست

ټاکل شوې چې نن سې‌شنبه د (وري په ۲مه) د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د اسلامي همکاريو سازمان غړو هېوادونو بهرنيو چارو وزيران غونډه وکړي. په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د اسلامي هېوادونو د اړوند مسايلو ترڅنګ به، د افغانستان پر اوسني اقتصادي او بشري وضعيت هم بحث ...

Read More »

نبيل: د مشروعيت په اړه د مشورو لپاره مهم طالب چارواکي هبت‌الله ته ورغلي

د ملي امنيت پخواني رئيس رحمت‌الله نبيل ادعا کړې چې ځيني مهم طالب چارواکي د نړيوال مشروعيت د ترلاسه کولو په موخه د روانو هڅو په ترڅ کې، د سلا مشورو په موخه د طالبانو له مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سره د ليدنې په موخه کندهار ته تللي. نوموړي پرون ...

Read More »

اشرف غني: د تېرو تجربو تکرار افغانستان د نيابتي جګړې پر ميدان بدلولی شي

مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني بېګاه شپه ناوخته د (وري په لومړۍ) د نوروز په مناسبت غږيز پيغام خپور کړ او په کې يې د افغانستان پر اوسني وضعيت بحث کړی. غني ويلي، که افغانان د تېرو ۴۰ کلونو ناسمې پرېکړې بيا تکرار کړي، نو لرې نه ده چې په ...

Read More »

روسيه؛ افغانستان ته بيا د مايع ګاز صادرول پيلوي

روېترز خبري اژانس راپور ورکړی چې روسيه په پام کې لري، څو افغانستان ته يو وار بيا د مايع ګازو صادرات پيل کړي. په راپور کې د ريفنېټېف ايکون انټرنېټ پاڼې له قوله ويل شوي، په روانې مارچ کې به د ۱۰نيم زره ټنو په اندازه مايع ګاز د روسيې ...

Read More »

حکومت؛ په افغانستان کې د داعش فعاليت په اړه د امريکا ادعاوې رد کړې

د اسخباراتو عمومي رياست د امريکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال کينټ مکېنزي هغه څرګندونې رد کړې چې څو ورځې وړاندې يې په افغانستان کې د داعش ډلې د فعاليتونو او دغه راز د يادې ډلې د احتمالي پياوړتيا په اړه کړې وې. د اسختباراتو عمومي رياست تازه په يو ...

Read More »

ملګري ملتونه: اوکراين کې د جګړې له پيل څخه ۸۴۷تنه ملکيان وژل شوي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو برخې د اوکراين جګړې په اړه په يوه تازه راپور کې ويلي، چې د يادې جګړې له پيل څخه د روانې مارچ تر ۱۸مې په پراخه پيمانه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه سازمان د راپور له مخې، پر اوکراين د ...

Read More »

عمران خان: د ښځو حقونو د ودې او پراختيا لپاره له طالبانو سره تعامل ته اړتيا ده

د پاکستان لومړي وزير عمران خان په خپله تازه مقاله کې يو وار بيا د نړۍ او هېوادونو له لوري له طالبانو سره پر تعامل کولو ټينګار کړی دی. نوموړي د اسلامي همکاريو سازمان تېرې ۴۸مې ناستې ته اشارې چې په اسلام‌اباد کې ترسره شوه ويلي، چې په افغانستان کې ...

Read More »

پاينده: امريکا په افغانستان کې له ډيموکراسۍ او بشري حقونو سره وفا ونه کړه

د ماليې پخواني سرپرست وزير خالد پاينده له واشنګټن پوسټ سره په مرکه کې چې تازه خپره شوې، په افغانستان کې له ډيموکراسۍ او بشري حقونو سره د امريکا متحده ايالاتو پر چلند نيوکه کړې. نوموړي ويلي، په داسې حال کې چې امريکا؛ افغانستان ته د سپټمبر ۱۱مې په اړه ...

Read More »

ملګرو ملتونو د نجونو ښوونځيو د پرانيستل کېدو له پرېکړې هرکلی وکړ

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش په يوه تازه بيان کې د سرپرست حکومت له هغې پرېکړې هرکلی کړی، چې له مخې يې ښايي راتلونکې اوونۍ په ټول افغانستان کې د نجونو پر مخ هم ښوونځي پرانيستل شي. نوموړي ويلي، په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو ...

Read More »

عتيق‌الله صديقي د عبدالحميد خراساني پر ځای د پنجشېر امنيت امر شو

وروسته له هغې چې د پنجشېر مخکيني امنيت امر عبدالحميد خراساني په خواله رسنيو کې والي قدرت‌الله پر فساد او دخلکو پر ربړولو تورن کړ، اوس داسې راپورونه ورکړل شوي چې د نوموړي پر ځای عتيق‌الله صديقي د پنجشېر امنيت امر په توګه ګمارل شوی دی. د راپورونو له مخې، ...

Read More »