Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 68)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

برادر: پانګوال د افغانستان په هره برخه کې چې وغواړي، پانګونه کولی شي

د رئيس‌الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر عربي متحده اماراتو ته د سفر پرمهال، په دې هېواد کې له مېشت افغان سوداګرو سره لېدلي او په افغانستان کې يې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې ورسره کړي دي. نوموړي د يادې لېدنې پرمهال ويلي، په افغانستان کې د اسلامي ...

Read More »

اروپايي ټولنه: د دولتي بنسټونو ملغا د بشري حقونو او پخلاينې په اړه ناسم پيغام لري

د اسلامي امارت پرېکړه پر بنسټ له دولتي تشکيلاتو د يو شمېر بنسټونو د لغوه کولو په اړه د غبرګونو په ترڅ کې، اروپايي ټولنې هم دا پرېکړه ناسمه بللې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسون نن چهارشنبه د (غويي په ۲۸مه) په دې اړه ...

Read More »

ايران او تاجکستان د ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې پر سولې ټينګار کړی

د ايران د پوځ لوی درستز محمد باقري تاجکستان ته د خپل سفر په دويمه ورځ، نن چهارشنبه د (غويي په ۲۸مه) د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره لېدلي او د افغانستان وضعيت په اړه يې ورسره بحث کړی. باقري ويلي، افغانستان د تاجکستان او ايران د ...

Read More »

امريکا رسما په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ساتنې مسووليت واخيست

د امريکا بهرنيو چارو وزارت په رسمي توګه اعلان کړه چې په واشنګټن او دوو نورو ښارونو کې يې د افغانستان د سفارت او کونسلګيريو د ساتنې مسووليت اخيستی دی. د امريکا بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ويلي، دامهال د امريکا دولت د افغانستان سفارت او کونسلګيريو ودانيو ...

Read More »

روسيه: د جګړې په ترڅ کې ۲۶۵ اوکرايني سرتېري تسليم شوي

د روسيې دفاع وزارت خبر ورکړی چې د اوکراين په ماريوپول ښار کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې او په ترڅ کې يې روسي ځواکونه د پرمختګ په کولو توانېدلي دي. د روسيې دفاع وزارت ادعا کړې چې د يادې جګړې په ترڅ کې ۲۶۵ تنه ...

Read More »

د ISI مخکينی مشر له ټي‌ټي‌پي سره د مذاکراتو په موخه کابل ته رسېدلی

په داسې حال کې چې په کابل کې د پاکستان حکومت او د تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو په اړه راپورونه خپار شوي، اوس تازه ويل شوي چې د پاکستان استخباراتي شبکې يا ISI مخيکنی رئيس جنرال فېض حميد هم کابل ته رسېدلی دی. پاکستاني خبريالانو ويلي، په کابل ...

Read More »

يونيسف: له يو ميليون ډېر افغان ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف په افغانستان کې د ماشومانو وضعيت اندېښمنوونکی بللی او ويلي يې دي، چې دغلته د مرګ له ګواښ سره د مخ شوو ماشومانو شمېر زيات شوی دی. دې صندوق پرون سې‌شنبه ناوخته د (غويي په ۲۷مه) خپل ټوېټر کې ويلي، ...

Read More »

اتمر: د دولتي ادارو لغوه کول د باور جوړونې هڅې زيانمنوي

د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون، د ملي شورا دواړو خونو د دارالانشاء، د ملي پخلاينې عالي شورا او د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون د لغوه کولو پرېکړې د مطرحو سياسونو غبرګونه راپورته کړي او دا پرېکړه يې چولټ ناسمه بللې. د ...

Read More »

د جمعي امنيت تړون غړي: په افغانستان کې موجوده ناامني منځنۍ اسيا ته خطر دی

ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې جمعي امنيتي تړون سازمان غړو هېوادونو په افغانستان کې د ناامنۍ څپه د منځنۍ اسيا او په ځانګړې توګه د يادو تړون غړو هېودونو لپاره د خطر زنګ دی. د دې تړون غړو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې ټينګار شوی، چې له افغانستان ...

Read More »

اردوغان په ناټو کې د فنلنډ او سوېډن د غړيتوب په اړه مخالفت ښودلی

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان يو وار بيا په ناټو سازمان کې د فنلنډ او سوېډن غړيتوب په اړه مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي چې ياد هېوادونه د اوس لپاره د دې سازمان غړي نه شي کېدای. نوموړي پرون دوشنبه د (غويي په ۲۶مه) په انقرې کې ...

Read More »