د پخواني ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله نن شنبه د (غبرګولي په ۲۱مه) له څه باندې يو مياشتني سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شو. نوموړی چې د کابل په هوايي ډګر کې يې خبريانولانو ته خبرې کولې وويل، چې ياد سفر يې شخصي و او د خپلې ...
Read More »امريکا د اريانا افغان شرکت په وسيله له کابل ځيني افغانان اوباسي
د امريکا NBC ټلوېزيو راپور ورکړی چې دې هېواد په غېر مستقيمه توګه موافقه کړې، څو په کابل کې بند پاتې هغه افغانان د اريانا افغان هوايي شرکت په وسيله قطر ته ولېږدوي چې امريکا ته د تګ قانوني پړاوونه يې طی کړي دي. په راپور کې ويل شوې، چې ...
Read More »د القاعده له اختطار وروسته، هند کې پر غونډو او اعتراضونو بنديز ولګېد
القاعده شبکې پرون چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) هند ته ګواښ وکړ، چې د دې هېواد په ځينو ښارونو کې به لوی بريدونه ترسره کړي. يادې ډلې په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې دغه کار د واکمن BJP ګوند له لوري حضرت محمد (ص) ته د سپکاوي ...
Read More »چارواکي: له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ټاپي پروژې د تطبيق کارونه پيلېږي
د سرپرست حکومت چارواکو خبر ورکړی چې ټاکل شوې په راتلونکو څو مياشتو کې له ترکمنستان څخه افغانستان ته د ټاپي پروژې د تطبيق عملي کارونه پيل شي. دوی زياته کړې، چې په دې باب په کابل کې د ترکمنستان سفير خواجه عوضوف او د ټاپي پروژې اجرائيوي رئيس محمد ...
Read More »د برېتانيې د سيوري حکومت بهرنيو چارو وزير کابل ته په ناڅاپي سفر راغلی
ګارډين ورځپاڼې راپور ورکړی چې د برېتانيې د سيوري حکومت بهرنيو چارو وزير (The shadow foreign secretary) ډيوېډ لمي پرون چهارشنبه ناوخته د (غبرګولي په ۱۹مه) په يوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی دی. د برېتانيې د سيوري حکومت د نوموړي هېواد په پارلمان کې د حکومت سياسي ...
Read More »ايراني او هندي چارواکو په افغانستان کې د ټولګډونه دولت پر رامنځته کولو خبرې کړي
د ايران بهرنيو چارو وزير حسين امير عبداللهيان پرون چهارشنبه د (غبرګولي په ۲۰مه) نوي ډهلي ته د سفر په ترڅ کې له خپل هنددي سيال جي شنکر سره ليدلي دي. د هند بهرنيو چارو وزارت په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، چې په دې ليدنه کې د ...
Read More »افغان لوبډله نن له زيمبابوې لوبډلې سره د کرکټ درېيمه يو ورځنۍ لوبه کوي
ټاکل شوې چې نن پنجشنبه د (غبرګولي ۲۰مه) د افغانستان کرکټ ملي لوبډله له زيمبابوې لوبډلې سره د نړيوال جام سوپر ليګ غوراوي سياليو يو ورځنۍ لوبلړۍ وروستې لوبه ترسره کړي. افغان لوبډلې د يادې لوبلړۍ دوې لوبې له زيمبابوې ګټلې او نننۍ هغه يې وروستۍ لوبه ده. د کرکټ ...
Read More »د افغانستان فوټبال ملي لوبډله نن د هانکانګ له لوبډلې سره لوبه کوي
ټاکل شوې چې نن چهارشنبه د (غبرګولي په ۱۸مه) د افغانستان فوټبال ملي لوبډله د اسيا ملتونو جام ته د غوراوي سياليو په ترڅ کې خپله لومړنۍ لوبه د هانکانګ له لوبډلې سره ترسره کړي. دا لوبې د اسيا ملتونو جام ته د لارموندنې په موخه ترسره کېږي او په ...
Read More »امريکا: نړيوال غواړي وګوري چې ط.البان خپلو ژمنو ته څومره وفادار دي؟
امريکايي چارواکو تازه د افغانستان په تړاو ويلي، اوسمهال نړيوال غواړي پر دې پوه شي چې ط.البان د خپلو کړو ژمنو په تړاو څه ډول چلند کوي. د افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو ځانګړي استازي توماس ويسټ پرون دوشنبه ماښام د (غبرګولي په ۱۷مه) په يو لړ ټوېټونو کې ...
Read More »جرمني: د ط.البانو موجوده تګلارو افغانان له ستونزو سره مخ کړي
د جرمني بهرنيو چارو وزيرې انالينا بېربوک وايي، په افغانستان کې ط.البان په ناسمه لار روان دي او زياتوي چې د دوی دا کار د عامو افغانانو په ګټه نه دی. نوموړې نن سېشنبه د (غبرګولي په ۱۷مه) په اسلاماباد کې د پاکستان له بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ...
Read More »