Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 49)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

شمالي وزيرستان کې ځانمرګي بريد ۹ پاکستاني پوځيان ژوبل کړي

په شمالي وزيرستان کې ځايي چارواکو خبر ورکړی چې پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) مازدېګر مهال د پاکستاني پوځيانو د موټرو پر يوه کاروان ځانمرګی بريد شوی دی. چارواکو زياته کړې، چې ځانمرګي بريدګر خپل چاودېدونکي توکي په موټرسايکل کې ځای پر ځای کړي ول او د شمالي وزيرستان ...

Read More »

رينا اميري: پر ط.البانو لګېدلي بنديزونه د دوی د عمل نتيجه ده

د افغانستان د بشري حقونو او ښځو په چارو کې د امريکا ځانکړې استازې رينا اميري وايي، دا مهال افغان ميرمنې د ط.البانو له لوري له جنسيتي تبعيض سره مخ دي او په خبره يې داسې توپيري چلند ورسره کېږي، چې په هېڅ اسلامي هېواد کې ورسره نه دی شوی. ...

Read More »

د امريکا په شيکاګو کې د ازادۍ پر جشن د بريد له امله ۲۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د امريکا په شيکاګو ايالت کې پرون دوشنبه ناوخته د (چنګاښ په ۱۳مه) د ازادۍ جشن نمانځنې پرمهال د وسله‌وال بريدګر له لوري پر خلکو ډزې شوي. پوليسو ويلي چې ډزې د رابرټ يي کريمو په نوم يوه ۲۲کلن هلک کړي او په ترڅ کې يې ۳ تنه وژل شوي ...

Read More »

د کاراکالپاکستان په نااراميو کې ۱۸کسان وژل شوي او ۲۴۰ ټپيان دي

د ازبکستان چارواکو تائيد کړې چې په کاراکالپاکستان (قاراقالپاکستان) کې د امنيتي ځواکونو پر شمول عامو خلکو ته هم د روانو ناارامنيو په ترڅ کې زيان اوښتی دی. د ازبکستان د لويې څارنوالۍ وياند ابرار ممات‌اوف نن دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) د نوموړي هېواد ۲۴ ټلوېزيون ته ويلي، چې ...

Read More »

اسټراليا يو وار بيا په افغانستان کې پر جنګي جرمونو اعراف کړی

د اسټراليا نوي دفاع وزير ريچارډ مايلز يو وار بيا اعتراف کړی، چې ځواکونه يې په افغانستان کې د ماموريت پرمهال پر جنګي جرمونو مرتکب شوي او د عاملانو محاکمه کېدل به يې دوام ولري. نوموړي يوه خبري کنفرانس ته په خبرو کې دغه جنګي جرمونه خورا د شرم وړ ...

Read More »

ډنمارک کې وسله‌وال کس درې تنه وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي

د ډنمارک پلازمېنې کوپنهاګن په يوه سودګريز مرکز کې يوه کس چې وسله‌ ورسره وه پر خلکو ډزې کړي. د ډزو په ترڅ کې ۳ تنه وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان شوي دي. په کوپنهاګن کې د پوليسو مشر سويرين توماسن ويلي، چې بريد د يوه ۲۲ کلن ...

Read More »

اروپايي ټولنې له افغان ماشومانو سره ۴۰ ميليون يورو مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې په افغانستان کې ماشومانو ته دګوزڼ ضد واکسين د تطبيق او ځينو نورو برخو کې د ماشومانو ملاتړ په موخه د ۴۰ ميليون يورو مرستې اعلان کړی دی. د ماشومانو لپاره دملګرو ملتونو وجهي صندو يا يونيسف نن يک‌شنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) ويلي، چې د اروپايي ټولنې ...

Read More »

قطر د افغان نجونو پر مخ د ښوونځيو د تړلو پر دوام اندېښنه ښودلې

قطري چارواکو په افغانستان کې د بشري ناورين د دوام ترڅنګ، په دې هېواد کې له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو د تړلو پر دوام هم اندېښنه ښودلې ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په عالي شورا کې د قطر د استازولۍ سرپرستې جوهره السويدي يادې شورا ته ...

Read More »

عبدالکريم خرم: تورخم او سپين بولدک کې د افغانانو سپکاوی دوام لري

د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزير او پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې کس عبدالکريم خرم وايي، چې په تورخم او سپين بولدک کې پښتونخوا او پاکستان ته د اوښتو پرمهال افغانان له بېلابېل ډول سپکاويو سره مخ کېږي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې نن يک‌شنبه د (چنګاښ ...

Read More »

پاکستان کې د بس چپه کېدو له امله ۱۹تنه مړه شوي

د پاکستان جيو نيوز ټلوېزيو نن يک‌شنبه د (چنګاښ په ۱۲مه) راپور ورکړی، چې د بلوچستان ايالت په شيراني ولسوالۍ کې مسافر وړونکی بس کندې ته لوېدلی او په کې ۳۱ سوارليو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپور له مخې، بس له راولپنډۍ څخه د کووټې پر لور روان ...

Read More »