Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 48)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

پاکستان کې د بارانونو له امله شاوخوا ۷۷ کسان مړه شوي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې په وروستيو ورځو کې د دې هېواد يو شمېر سيمې د سختو بارانونو د اورېدو شاهدې وې. د پاکستان د چاپېريال ساتنې وزيرې شيري رحمان پرون چهارشنبه د (چنګاښ په ۱۵مه) خبريالانو ته ويلي، چې د يادو سختو اورښتو په ترڅ کې لږ تر لږه ...

Read More »

کال کې د داعش ډلې دوه غړي وژل شوي او ۴ نيول شوي دي

د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په خپل ټوېټر کې بېګاه شپه ناوخته د (چنګاښ په ۱۶مه) خبر ورکړی، چې د کابل ښار په (سه صدوپانزده) فامیلي سيمه کې امنيتي ځواکونو د داعش ډلې پر يوه پټنځي عمليات کړي دي. نوموړي داعش خوارج بللي او زياته کړې يې ده په ...

Read More »

حکومت د افغانستان له خاورې پر ازبکستان د توغنديو لګېدل تائيد کړل

د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد بېکاه شپه د (چنګاښ په ۱۵مه) په خپل ټوېټر کې تائيد کړې، چې د افغانستان له خاورې توغول شوي ځيني توغندي د ازبکستان په خاوره کې لګېدلي دي. د نوموړي په ټکو، دا کار د ځينو «شريرو» کړيو له لوري په دې موخه شوی، ...

Read More »

يونيسف: د زلزلې له امله زيانمن ۱۹۰ زره افغان ماشومان بېړنۍ مرستې ته اړتيا لري

د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف وايي، چې په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له امله لسګونه زره ماشوم هم اغېزمن شوي دي. دې صندوق نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۱۵مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، دامهال د هغو ماشومانو شمېر ۱۹۰زره ...

Read More »

ازبکستان د افغانستان له خاورې په خپله خاوره کې د راکېټونو لګېدو ادعا کړې

د ازبکستان بهرنيو چارو وزارت ادعا کړې، چې د افغانستان له خاورې څخه ازبکستان په خاوره کې ۵ راکېټونه لګېدلي دي. نوموړي وزارت پرون سې‌شنبه د (چنګاښ په ۱۴مه) ويلي، چې دا راکېټونه پرون ناوخته مازدېګر مهال د افغانستان له خاورې توغول شوي دي. د ازبکستان د بهرنيو چارو وزارت ...

Read More »

ملا هبت‌الله: حکومت ديني او عصري زده‌کړو ته ځانګړې پاملرنه کوي

د اسلامي امارت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده نن چهارشنبه د (چنګاښ په ۱۵مه) د لوی اختر په مناسبت خپل پيغام کې د نورو مسايلو ترڅنګ د ښوونې او روزنې موضوع ته هم اشارې کړې او ويلي يې دي، چې حکومت ديني او عصري زده‌کړو ته پاملرنه کوي. نوموړي که څه ...

Read More »

اليکساندر لوکاشينکا پر بېلاروس د اوکراين د بريد ادعا کړې

د بېلاروس ولسمشر اليکساندر لوکاشينکا ادعا کړې چې اوکرايني ځواکونو د بېلاروس پر خاوره څو متعدد توغندي توغولي دي او په خبره يې، په دې توګه اوکراين پر بېلاروس د توغنديو بريد کړی دی. لوکاشينکا زياته کړې، چې اوکراين څو ورځې وړاندې د بېلاروس پر خاوره يو شمېر توغندي توغولي؛ ...

Read More »

کرزي: د ديني عالمانو ترسره شوې غونډه د ولس استازولي نه شي کولی

پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ديني عالمانو ترسره شوې غونډې ته په غبرګون کې ويلي، چې ياده غونډه د ط.البانو خپلمنځي ناسته وه او نه شي کولی چې د ټول ولس استازولي وکړي. نوموړي له العربيه ټلوېزیون سره په تازه مرکه کې، چې پرون سې‌شنبه د (چنګاښ ...

Read More »

عبدالحکيم نورزی: ټول‌شموله حکومت د افغانستان د بربادۍ په مانا دی

په مخکيني حکومت کې د ملي امنيت شورا مرستيال عبدالحکيم نورزی وايي، تجربو ښودلې چې په افغانستان کې ټول‌شموله حکومت پايله نه ده ورکړې او په خبره يې اوس يې د رامنځته کېدو اړتيا نه احساسېږي. نوموړي د بهرنيو چارو وزارت له سرپرست اميرخان متقي سره د ليدنې پرمهال ويلي، ...

Read More »

چين: د امريکا غير مسوولانه لاسوهنه په افغانستان کې د اقتصادي بې‌ثباتۍ لامل شوې

چينايي چارواکو يو وار بيا پر امريکا تور پورې کړی چې ګواکې د افغانستان په اړه د نوموړي هېواد ناسم سياستونه د دې لامل شوي، څو په افغانستان کې اقتصادي ناورين سخت او دوام وکړي. په کابل کې د چين سفير وانګ يوو پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) افغاني ...

Read More »