Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 47)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

د داوود خان د کودتا او په افغانستان کې د جمهوريت د اېجاد ۴۹ کاله پوره شول

نن يک‌شنبه د چنګاښ ۲۶مه په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د جمهوري نظام د رامنخته کېدو او دغه راز د پخواني واکمن سردار محمد داوود خان له لوري د کودتا له ۴۹مې کليزې سره برابره ده. سردار محمد داوود خان ټيک ۴۹ کاله وړاندې د يوې کودتا له ...

Read More »

پر ازبکستان او تاجکستان د راکيټي بريدونو عاملان په کندوز کې نيول شوي

سرپرست حکومت خبر ورکړی چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د (چنګاښ په ۲۵مه) د کندوز په امام صېب ولسوالۍ کې د داعش ډلې پر يوه مرکز عمليات کړي. د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد نن يک‌شنبه په خپل ټوېټر کې په دې اړه لېکلي، چې د يادو علماتو په لړ کې ...

Read More »

سرېلانکا کې پوځ ته د لاريون کوونکو پر وړاندې د زور کارولو امر شوی

د سرېلانکا پوځ پرېکړه کړې چې په دې هېواد کې د عامه شتمنيو او د عامو خلکو د ژوند خونديتوب په موخه به د لاريون کوونکو پر وړاندې له زور کار اخلي. دغه پرېکړه نن پنج‌شنبه وروسته له هغې شوې، چې لاريون کوونکو په پلازمېنه کولمبو کې د لومړي وزير ...

Read More »

مجاهد: ځينې کړۍ د عالمانو په نښه کولو سره د بدګومانۍ د رامنځته کولو هڅه کوي

د ديني عالم سردار ولي ثاقب وژل کيدو ته په غبرګون کې د سرپرست حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد وايي، چې ځينې کړۍ په دې هڅه کې دي څو د ديني عالمانو په نښه کولو سره، مسلمانان پر يوه او بل بدګومانه کړي او بې اتفاقۍ ته لار پرانيزي. نوموړي نن ...

Read More »

ای اېم اېف راضي شوی چې پاکستان ته څه د پاسه يو مېليارد ډالري پور ورکړي

د پيسو نړيوال وجهي صندوق يا IMF پرون چهارشنبه د (چنګاښ په ۲۲مه) په يوه بيان کې خبر ورکړی، چې پاکستان ته د يوه اندازه پور په ورکولو راضي شوی دی. نوموړي صندوق په دې اړه خپله اعلاميه کې ويلی، چې د پاکستان له حکومتي پلاوي سره د مذاکراتو په ...

Read More »

امريکا: په افغانستان کې د ط.البانو خلاف د وسله‌والې جګړې ملاتړ نه کوي

د امريکا متحده ايالاتو يو وار بيا ټينګار کړی چې په افغانستان کې د هېڅ کومې داسې ډلې ملاتړ نه کوي، چې دغلته يې د ط.البانو په مشرۍ د سرپرست حکومت پر خلاف وسله‌ اخيستې وي. دا څرګندونې د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس فارن ډيسک په نوم ...

Read More »

نړيوال اقتصادي فورم: د افغانستان په ټولنيزو چارو کې د ښځو او نارينه‌وو ونډه برابره نه ده

نړيوال اقتصادي فورم يا WEF په خپل تازه راپور کې چې پرون چهارشنبه د (چنګاښ په ۲۲مه) يې خپور کړی ويلي، چې د افغانستان په ټولنيزو چارو کې لا هم د ميرمنو او نارينه‌وو ونډه برابره نه ده. په راپورو کې چې د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال د جنډر د ...

Read More »

“له افغانستان د امريکا متحد او د ناټو غير رسمي غړي موقف اخيستل د انديښنې وړ نه دي”

د افغانستان سرپرست حکومت د امريکا ولسمشر جوبايډن د هغې غوښتنې په غبرګون چې له افغانستان څخه يې د نږدې متحد او د ناټو غير رسمي غړي موقف اخيستو په اړه کړې، غبرګون ښودلی. د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، افغانستان د يادې پرېکړې ...

Read More »

حکومت په پنجشېر کې د عامو خلکو د ځورولو راپورونه رد کړل

سرپرست حکومت د ځينو رسنيو له لوري هغه خپاره شوي راپورونه رد کړل، چې په کې د امنيتي ځواکونو په پنجشېر ولايت کې د عامو ملکي افغانانو د ځورولو ادعا شوې وه. د حکومت مرستيال وياند بلال کريمي په دې اړه يو لړ ټوېټونو کې نن پنج‌شنبه د (چنګاښ په ...

Read More »

امربالمعروف وزارت: د نجونو له زده‌کړو سره هېڅ ستونزه نه لرو

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت مسوولان وايي، د ښځو او نجونو په اړه د زده‌کړو په شمول هر هغه څه ته چې په شريعت کې اجازه ورکړل شوې وي، دغه وزارت هم مني. د نوموړي وزارت وياند عاکف مهاجر چې نن پنج‌شنبه د (چنګاښ په ۱۶مه) يې خبري ...

Read More »