Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 23)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

ملګري ملتونه: د طالبانو يو کلنه واکمني د بشري حقونو له نقض ډکه ده

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي شورا په افغانستان کې د اوسني بشري وضعيت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده، چې په دې هېواد کې د بشري حقونو نقض په بې‌سارې توګه دوام لري. د بشري حقونو په برخه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ...

Read More »

“امريکا د افغانستان ۳نيم مېليارد ډالر شتمني د سويس بانکونو ته لېږدوي”

رویداد خبري آژانس

د ترکيې ټي‌ارټي ټلوېزيون د سرچينو له قوله ويلي، امريکا په پام کې لري چې د افغانستان کنګل کړای شوې شتمنۍ ۳.۵ مېليارد ډالر ازاد او د افغانستان بانک په واک کې يې ورکړي. په راپور کې د سرچينو په حواله ويل شوي، امريکا په دې هڅه کې ده څو ...

Read More »

سبا د کابل-کندهار لويې لارې د بيا رغولو چارې پيلېږي

د ټولګټو وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې سر له سبا سې‌شنبې د (وږي په ۲۲مه) به د کابل-کندهار لويې لارې د بېرته رغولو چارې پيل شي. د دې وزارت وياند حميدالله مصباح نن دوشنبه په خپله ټوېټر کې ليکلي، چې دغه چارې به له غزني څخه تر زابل پورې پيل ...

Read More »

له خارکيف د روسي ځواکونو په وتلو سره، اوکرايني ځواکونو عمليات پراخ کړي

وروسته له هغې چې روسيې د اوکراين ختيځ لوی ښار خارکيف له ځينو سيمو څخه د خپلو ځواکونو د وتلو اعلان وکړ، ورسره سم اوکرايني ځواکونو د روسي ځواکونو خلاف خپل عمليات پراخ کړل. د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي که څه هم د عملياتو د پراختيا په اړه څه نه ...

Read More »

بايډن: له افغانستان څخه پر وتلو سربېره پر امريکا د بل بريد د مخنيوي پر ژمنه ولاړ يوو

د امريکا ولسمشر جو بايډن پرون يک‌شنبه ناوخته د (وږي په ۱۱مه) په نړۍ کې د ترهګرۍ پر څارلو او د هغې د ځالو پر له منځه وړلو ټينګار کړی دی. بايډن دا څرګندونې په پنټاګون کې د سپټمبر ۱۱مې د بريد ۲۱مې کليزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ...

Read More »

سرېلانکا د کرکټ اسيا جام سياليو اتلولي خپله وګټله

پرون ماښام د (وږي په ۲۱مه) د کرکټ اسيا جام سياليو پايلونه ترسره شوه او د پايلوبې په دې لوبه کې، د پاکستان او سرېلانکا لوبډلې سره مخ شوې. سرېلانکايۍ لوبډلې د لوبې لومړۍ پاڼۍ په توب وهنې سره پيل کړه او د ټاکلو شلو اوورونو په لوبولو سره يې ...

Read More »

پي‌ټي‌اېم: په زندان کې د علي وزير روغتيايي وضعيت ته پاملرنه نه کېږي

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي وايي، د پاکستان حکومت په زندان کې د بندي علي وزير روغتيايي وضعيت ته پاملرنه نه کوي او نوموړی په زندان کې له سخت روغتيايي وضعيت کړېږي. علي وزير د تېرې شنبې په ماښام د کراچۍ جناح روغتون ته د ناسم روغتيايي وضعيت له امله ...

Read More »

بهرنيو چارو وزارت: پاکستان کې له نيول شوو افغانانو ځينې بېرته خوشي شوي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت چارواکي وايي، چې د پاکستان په سند ايالت کې د شاوخوا ۳سوه نيول شوو افغانانو له ډلې يو شمېر يې په اسلام‌اباد کې د افغانستان سفارت په هڅو بېرته ازاد شوي دي. د دې وزارت د وياند مرستيال حافظ احمد ضياء په دې اړه خپاره ...

Read More »

پکتيا کې د نجونو ښوونځي بيا تړل شوي او زده‌کوونکو يې له امله لاريون کړی

که څه هم په پکتيا کې د قومي مشرانو په غوښتنه له شپږم ټولګي د نجونو پورته ښوونځيو پرانيستل له هرکلي سره مخ شول، خو له لږ دوام وروسته دغه ښوونځي بيا د نجونو پرمخ تړل شوي. نن شنبه د (وږي په ۱۹مه) په ګردېز ښار کې له شپږم ټولګي ...

Read More »

بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندې ننګونې مخ په زياتېدو دي

رویداد خبري آژانس

د بښنې نړيوالو سازمان يا Amnesty international  يو وار بيا په افغانستان کې د رسنيو او خبريالانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې دغلته خبريالانو لا هم د دندې پرمهال له ستونزو سره مخ کېږي. دې سازمان ويلي، په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته ...

Read More »