Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 19)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

بلېنکن: مارک فريرکس د امريکايي چارواکو د سختو هڅو په پايله کې ازاد شو

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني لېنکن په افغانستان کې د بندي امريکايي وګړي مارک فريرکس له بند ازادېدل تائيد کړي او ويلي يې دي، چې نوموړي د امريکايي چارواکو د سختو هڅو په پايله کې راخوشی شو. نوموړي ويلي، چې د مارک د خوشي کولو هڅو څو مياشتو وخت ...

Read More »

متقي: له زندان د بشير نورزي خلاصون د امريکا-افغانستان د اړيکو نوی باب دی

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، د ګوانتانامو له زندان څخه د حاجي بشير نورزي ازادېدل د امريکا او افغانستان ترمنځ په اړيکو کې نوی فصل پرانيست. نوموړي د بشير نورزي د ازادۍ په تړاو جوړو شوو مراسمو کې ويلي، له زندان د حاجي بشير ازادېدل دا پيغام ...

Read More »

د برېتانيې ملکې اليزابت دويمې د جنازې مراسم نن ترسره کېږي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (وږي په ۲۸مه) د برېتانيې د ملکې اليزابت دويمې د جنازې مراسم د يو لړ دولتي رسمي مراسمو په ترڅ کې ترسره شي. دغه مراسم چې پر ټلوېزونونو به هم ښودل کېږي، په ځايي وخت سهار مهال ۱۱بجې د لندن اړوند په ويسټ منسټر ...

Read More »

رئيسي؛ د مهسا د مړينې په اړه د څېړنو ډاډ ورکړی

د ايران ولسمشر ابراهيم رئيسي پرون يک‌شنبه د (وږي په ۲۷مه) د شکنجې له امله د مړې شوې مهسا له کورنۍ سره غږېدلی او ډاډ ورکړی چې د يادې قضيې په اړه به بشپړې څېړنې ترسره شي. رئيسي ويلي، چې نوموړی د مهسا اميني له مړينې څخه په ازبکستان کې ...

Read More »

له شلو کلونو کم عمره فوټبال ملي لوبډلې د فليپين لوبډلې ته لوبه وبايلله

د اسيا له شلو کلونو کم عمره فوټبال جام سياليو لپاره د غوراوي په روانو سياليو کې، افغانستان خپل درېيمه لوبه فليپين لوبډلې ته وبايلله. دغه لوبه بېګاه يک‌شنبه د شپې د (وږي په ۲۷مه) ترسره شوه او افغان لوبډلې د يو او صفر په مقابل کې ياده لوبه فليپين ...

Read More »

ملګري ملتونه: طالبان د خپلو اړوند کسانو د کړنو پر وړاندې مسوول دي

د ملګرو ملتونو ځينو چارواکو د افغانستان سرپرست حکومت د هغې پرېکړې په اړه غبرګون ښودلی، چې په خواله رسنيو کې پنجشېر ته د منسوبو لاس په لاس کيدونکو ويډيوګانو د څېړلو په اړه يې کړې ده. د افغانستان د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ...

Read More »

بهرنيو چارو وزارت: قزغيزستان او تاجکستان دې لانجه په خبرو غوڅه کړي

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت نن يک‌شنبه د (وږي په ۲۷مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره د تاجکستان او قرغيزستان ترمنځ په پوله کې پر روانې جګړې اندېښنه ښودلې ده. د بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، افغانستان د قرغيزستان او تاجکستان ترمنځ سرحدي ...

Read More »

چين کې د ټرافيکي پېښې له امله ۲۷ کسان مړه شوي

په چين کې نن يک‌شنبه د (وږي په ۲۷مه) د مسافر وړونکي بس د چپ کېدو په پېښه کې ۲۷تنه مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان شوي دي. دغه ټرافيکي پېښه د چين سوېل ختيځ ګويژو ولايت په يوه غرنۍ او ځنګلي سيمه کې رامنځته شوې ده. د ځايي پوليسو ...

Read More »

د روسيې ملي امنيت سلاکار چين ته د ستراتيژيکو امنيت همکاريو د اېجاد لپاره ځي

د روسيې ملي امنيت شورا خبر ورکړی چې د دې هېواد ملي امنيت شورا سلاکار نيوکولای پاتروشف به سبا دوشنبه د (وږي په ۲۸مه) د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکو امنيتي همکاريو د چينل رامنځته کولو په موخه بيجينګ ته لاړ شي. په دې اړه د روسيې د ملي ...

Read More »

خيبر پښتونخوا کې ۳زره تنه پر ډينګي ناروغۍ اخته شوي

د خيبر پښتونخوا په يو شمېر ولسواليو کې يو وار بيا د ډينګي ناروغي زياته شوې او په دې وروستيو کې پر ياده ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳زرو ته رسېدلی دی. ځايي روغتيايي چارواکو ويلي، چې په پښتونخوا کې پر ډينګي د اخته کسانو ډېری هغه يې د مردان، ...

Read More »