د اسرائيلو بهرنيو چارو وزير يار لاپېډ بحرېن ته په رسمي سفر رسېدلی او ټاکل شوې چې د بحرېن له چارواکو سره به د دواړه اړخېزه اړيکو د پيل او دوام په اړه خبرې وکړي. دا لومړی ځل دی چې د اسرائيلو لوړپوړی چارواکی بحرېن ته رسمي سفر کوي. د ...
Read More »امريکا او قطر د حزبالله مالي ملاتړ کوونکو پر وړاندې د ګډو اقداماتو اعلان وکړ
د امريکا متحده ايالاتو پرون چهارشنبه د (تلې په ۷مه) اعلان وکړ چې له قطر سره په ګډه يې په لبنان کې د فعالې حزبالله ډلې د مالي شبکو پر وړاندې اقدامات پيل کړې دي. د امريکا خزانې وزارت په دې اړه يوه بيان کې ويلي، چې په دې اقداماتو ...
Read More »افغان ډاکټرې سليمې رحمان د ملګرو ملتونو جايزه وګټله
د افغانستان ځوانو مېرمنو له ډلې دا ځل سليمې رحمان د ملګرو ملتونو د نانسن په نوم د کډوالۍ جايزه وګټله. نوموړې ته چې دا مهال په پاکستان کې د کډوالۍ شپې ورځې تېروي، دا جايره د درملنې په برخه کې له پاکستاني وګړو او افغان کډوالو سره د بې ...
Read More »جي۲۰ هېوادونه په فوقالعاده غونډه کې د افغانستان پر وضعيت بحث کوي
ټاکل شوې چې د نړۍ ۲۰ ستر صنعتي هېوادونه يا G20 په خپله راتلونکې غونډه کې د بحث ډېر تمرکز پر افغانستان وکړي. دا څرګندونې د اېټاليا لومړي وزير ماريو دراګي پرون خبريالاناو ته د يوه خبري کنفرانس پرمهال په روم کې کړې دي. نوموړي ويلي چې نړيوالې ټولنې ته ...
Read More »متقي: د افغان سوداګرو ستونزې به ژر له سياسي لارو حل شي
د ط. البانو سرپرست بهرنيو چارو وزير امير خان متقي وايي، هڅه کوي چې له هېوادونو سره د سوداګرۍ اسانولو او په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې ژر له سياسي لارو حل کړي. نوموړي دا څرکندونې نن چهارشنبه د (تلي په ۷مه) د سوداګرۍ، پانګونې او د کانونو ...
Read More »تېرو درېيو کلونو کې پاکستان ۲۶ ميليارده ډالر اضافي پوروړی شوی
پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د تېرو درېيو کلونو پرمهال يې هېواد د ۲۶ ميليارده ډالرو په اندازه د نړيوالو مالي بنسټونو او هېوادونو له لوري اضافي پوروړی شوی دی. دې چارواکو د پاکستان پارلمان يا قومي اسمبلۍ ته د خپلو پورونو په اړه مالومات وکړي چې له مخې يې، ...
Read More »انضمامالحق پر نوموړي د زړه حملې راپورونه رد کړل
د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې پخواني کپټان انضمامالحق هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د زړه حمله پرې راغلې او له همدې ناروغۍ سخت ځورېږي. نوموړي په يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، يوازې د معدې درد يې وخت ناوخت ځوروي او له همدې امله پرون سېشنبه د (تلې په ...
Read More »مېلي: د يوه کال په موده کې القاعده له افغانستان څخه امريکا ته خطر پېښولی شي
د امريکا د پوځ لوی درستز جنرال مارک ميلي وايي، دا احتمال شته چې د القاعده ډله د يوه کال او حتا له دې هم په لنډه موده کې له افغانستان څخه امريکا ته ګواښ پېښ کړي. نوموړي دا څرګندونې پرون سېشنبه د (تلې په ۶مه) د امريکا سنا مجلس ...
Read More »د بشري حقونو د څار سازمان: په افغانستان کې دې پر ښځو لګېدلي بنديزونه او هدفي وژنې وڅېړل شي
د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وړانديز کړی چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د ط البانو له لوري پر ښځو وضعه شوي بنديزونه او دغه راز دې د هدفي وژنو پېښې وڅېړي. روېټرز خبري اژانس د دغه سازمان عمومي منشي ميرمن اګنېس کالامارډ په حواله ويلي، په ...
Read More »عمران خان: په افغانستان کې ناامني ايران او پاکستان ته سر خوږی دی
د پاکستان لومړی وزير عمران وايي، په افغانستان کې د جګړې له کبله روان وضعيت د اندېښنې وړ دی او ويلي يې دي چې دا وضعيت د پاکستان او ايران لپاره هم ستونزې را ولاړولی شي. نوموړي دا څرګندونې پرون يکشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) د ايران له منتخب ولسمشر ...
Read More »