د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان پرېکړه کړې چې د امريکا، جرمني او فرانسې په ګډون دې د لسو هېوادونو سفيران ژر تر ژره له ترکيې ووځي. په دې پرېکړه کې د امريکا، فرانسې، فنلنډ، نيوزيلنډ، جرمني، هالنډ، ناروې، سوېډن، کاناډا او ډينمارک هېوادونو سفيران شامل دي. اردوغان په خپلو ...
Read More »نن د ازبکستان خلک په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو لپاره راوتلي
په ازبکستان کې نن يکشنبه د (لړم په ۲مه) خلک راوتلي څو په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو له لارې نوی ولسمشر وټاکي. د ازبکستان په دې پړاو ولسمشريزو ټاکنو کې اوسني ولسمشر شوکت ميرضيايف هم نوماند او داسې اټکل کېږي چې ښايي نوموړی د ازبکستان دغه پړاو ولسمشريز ...
Read More »د پولنډ په ګڼو ښارونو کې ښځو د ماشوم ضايع حق ترلاسه کولو لپاره اعتراضونه وکړل
د پولنډ په ګڼو ښارونو کې زرګونه ښځې د محکمې هغې پرېکړې په غبرګون کې د اعتراض په توګه واټونو ته راووتې چې له مخې يې د ماشوم ضايع کول ناقانونه بلل شوي دي. که څه هم پولنډ محکمې دغه پرېکړه يو کال وړاندې کړې، خو د دغه هېواد واټونه ...
Read More »جوبايډن نږدې يو مېليارد ډالر افغان پناه غوښتونکو ته ځانګړي کړل
سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې ولسمشر جوبايډن له افغان پنا غوښتونکو سره د مرستې په موخه ۹۷۶.۱ ميليونه ډالر ځانکړي او په دې اړه يې بهرنيو چارو وزارت لارښوونه کړې چې دا اندازه پيسې د بېړنيو مرستو له صندوق څخه ولګوي. د سپينې ماڼۍ له لوري په دې اړه خپاره ...
Read More »صالح: په افغانستان کې د طالبانو د نظام بقا ناممکنه ده
مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح چې يو وار بيا يې په ټولنيزو رسنيو کې فعاليت پيل کړی وايي، په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت د بقا دوام ممکن نه دی. نوموړي نن تازه په خپل ټوېټر کې د طالبانو حکومت تروريستي بللی او ويلي يې دي، چې ...
Read More »ګوټريش: څو چې په افغانستان کې نجوني ښوونځيو او دندو ته ستنې نه شي، کرار نه کېنو
د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انتوني ګوټريش وايي، د ملګرو ملتونو سازمان ژمن دی چې په افغانستان کې د نجونو او ښځونو حقونو د اعادې او خونديتوب په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړي. نوموړي نن شنبه د (لړم په لومړۍ) خپل ټوېټر کې ليکلي، تر هغه وخته به د ...
Read More »سور صليب: د نړيوالې ټولنې له همکارۍ پرته، د افغانستان بشري ناورين نه شي کابو کېدای
د سره صليب نړيوالې کميټې خبرداری ورکړی چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي په موخه له طالبانو سره تعامل او کار وکړي، ګني له دې پرته په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوی سخت کار دی. د دې کميټې رئيس راپرټ مرديني له روېټرز خبري ...
Read More »شمالي وزيرستان کې د جګړې پرمهال پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې
په شمالي وزيرستان کې ځايي چارواکي وايي، د دې قبايلي ضلعې په مرکز ميرانشا کې د پاکستاني پوځيانو او طالبانو ترمنځ نښته سخته نښته شوې ده. د پاکستان پوځ هم ياده نښته تائيد کړې او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي، نښته هغه مهال رامنځته شوې چې په ...
Read More »پاکستان کې پر تاوتريخوالي د لاريون اوښتو له امله لاريونوال او پوليس وژل شوي
پاکستاني چارواکي خبر ورکوي چې د دغه هېواد پنجاب ايالت په مرکز لاهور کې د لاريون پرمهال د تحريک لبېک مذهبي ډلې او پوليسو ترمنځ تاوتريخوالی شوی دی. د تحريک لبېک ډله وايي، کلونه کېږي چې حکومت ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي او پلويان يې محبور شوي چې ...
Read More »ناټو: له طالبانو سره د حساب کولو په موخه سلا مشورې پيل شوي
د ناټو سازمان وايي، اوس د دې وخت راغلی څو په افغانستان کې له طالبانو سره حساب وشي چې له نړيوالو سره پر کړو ژمنو څومره ولاړ او د يادو ژمنو څومره هغه يې عملي کړي دي؟ دغه څرګندونې د ناټو سازمان سرمنشي ينس سټولټنبرګ د ناټو د دفاع وزيران ...
Read More »