پرون شنبه ناوخت د (لړم په ۲۲مه) د کابل ښار ۱۸مې امنيتي خوزې اړوند په دشتي برچي سيمه کې د ملکي وګړو د سوارلۍ پر موټر چاودنه وشوه. عيني شاهدان وايي، چاودنه د چسپکي ماين په وسيله پر ټونس موټر شوې او په ترڅ کې يې د ټونس سوارلۍ وژل ...
Read More »د بلوچستان په کووټه کې تازه چاودنې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوړولې
د پاکستان بلوچستان ايالت په مرکز کووټه کې تازه چاودنه شوې او د چارواکو په خبره په دې چاودنه کې شپږو کسانو ته چې عام وګړي دي، مرګ ژوبله اوښتې ده. ځايي چارواکو ويلي چې چاودنه نن شنبه له غرمې وروسته د کووټې نوي کلي اړوند سيمه کې شوې ده. ...
Read More »باجوړ کې پر پاکستاني پوليسو چاودنه شوې او درنه مرګ ژوبله يې اړولې
د باجوړ ايجنسۍ ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په ياده ايجنسۍ کې نن شنبه د (لړم په ۲۲مه) د راغګان بند د ساتنې پر پوليسو بمي چاودنه شوې او مرګ ژوبله يې ور اړولې ده. چارواکو رسنيو ته ويلي، چاودنه د ريموټ کنټرول بم په وسيله شوې چې په ترڅ ...
Read More »WFP: پر خوراځواکۍ اخته افغان ماشومان له درملنې وروسته د لوږې له امله بيا پر خوارځواکۍ اخته شوي
سي اېن اېن ټلوېزيون په افغانستان کې د لوږې په اړه په خپل يوه تازه راپور کې د خوړو نړيوال سازمان يا WFP د رئيس په حواله ويلي، په افغانستان کې لوږه پر يوې فاجعې د بدلېدو په حال کې ده. د خوړو نړيوال سازمان رئيس ډيوېډ بيزلي چې تازه ...
Read More »امريکا: هوثيان دې په يمن کې د امريکا سفارت خالي او کارکوونکي دې يې خوشي کړي
تېره اونۍ هوثي وسلهوال د يمن پلازمېنې صنعا ښار ته له داخلېدو سره سم، په دې ښار کې د امريکا سفارت ودانۍ ته ننوتل او د دغه سفارت يو شمېر کارکوونکي يې يرغمل کړل. د امريکا بهرنيو چارو وزارت بيا له يادو وسلهوالو غوښتي چې ژر تر ژره د امريکا ...
Read More »کرکټ نړيواله شورا: افغانستان دې د نجونو کرکټ دوام لپاره عملي ګامونه واخلي
د کرکټ نړيواله شورا يا ICC وايي، په افغانستان کې له وروستيو تحوولاتو وروسته د ياد هېواد له لوري د نجونو کرکټ په برخه کې عملي اقدام ته په تمه ده. د کرکټ نړيوالې شورا رئيس جف الارډايس پرون د (لړم په ۲۱مه) فرانس پرېس خبري اژانس ته ويلي، د ...
Read More »قطر به د تازه هوکړې له مخې په افغانستان کې د امريکا ګټې خوندي کوي
قطر او امريکا تازه په خپلو کې دوې هوکړې لاسليک کړې چې يوه هغه يې قطر پر دې کلف کوي، څو په افغانستان کې د امريکا له ګټو ساتنه وکړي. د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن په دې اړه ويلي، په ياده هوکړه کې قطر منلې ده چې هېواد ...
Read More »معيد يوسف: د افغانستان او هند استخباراتو په ګډه تحريک طالبان پاکستان ته امکانات ورکول
د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف ادعا کوي چې د افغانستان او هند استخباراتو په ګډه د ډيورنډ له کرښې پورې غاړه فعالي تحريک طالبان پاکستان يا TTP ته امکانات ورکول. نوموړي له ډان پاکستانۍ ورځپاڼې سره په تازه مرکه کې ويلي، په وزيرستان کې د ضرب عضب له ...
Read More »قرېشي: هېڅوک نه غواړي چې افغانستان بيا کورنۍ جګړې ته دننه شي
د ټرويکا پلس غونډه چې ټاکل شوې د ګاونډي هېوادونو استازي به په کې د افغانستان وضعيت په اړه بحث وکړي، نن پنجشنبه د (لړم په ۲۰) په اسلاماباد کې پيل شوه. د يادې غونډې د پرانيستې پرمهال د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمد قرېشي وويل، په افغانستان کې ...
Read More »د ملګرو ملتونو امنيت شورا په ميانمار کې ژر تر ژره د تاوتريخوالي درولو غوښتنه کړې
د ملګرو ملتونو امنيت شورا پرون ناوخته د (لړم په ۱۹مه) د يوې خپرې کړې اعلاميې له لارې په ميانمار کې پر روان وضعيت اندېښنه څرګنده کړې او د دغه هېواد پر پوځ او مخالف لوري يې د تاوتريخوالي درولو غږ کړی دی. د ملګرو ملتونو امنيت شورا په اعلاميه ...
Read More »