د بلوچستان په پنجګور ولسوالۍ کې د ۵تنو ځايي اوسېدونکو مړي موندل شوي دي. په سيمه کې چارواکو هم ياده پېښه تائيد کړې او ويلي يې دي چې ياد کسان په ډزو وېشتل شوي. د چارواکو په خبره د موندل شويو جسدونو په اړه د عدلي طب موندنې ښيي چې ...
Read More »د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ يو مياشتنی اوربند نن پای ته رسېږي
ټاکل شوې نن د ډيسمبر په ۹مه د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان يا TTP ترمنځ شوی يو مياشتنی اوربند پای ته ورسېږي. د دواړو لوريو ترمنځ دا اوربند د تېر نومبر په ۸مه اعلام شوی و چې د همدې مياشتې له ۹مې نافذ شو. خو د پاکستان په ...
Read More »بايډن پوتين ته: که روسيه د اوکراين خلاف پوځي اقدام وکړي، سخت بنديزونه به پرې وضعه شي
د امريکا ولسمشر جوبايډن او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين پرون سېشنبه ناوخته د (لېندۍ په ۱۶مه) په انلاين ډول سره ولېدل او پر يو لړ مهمو مسايلو يې بحث وکړ. سپينې د يادو دوه ساعته خبرو په تړاو ويلي، د بحث يو له عمده ټکو د اوکراين مسئله وه. ...
Read More »ملا هبتالله: چارواکي دې له هېواد د افغانانو د وتنې مخنيوي په موخه د دوی ستونزې واوري
د طالبانو مشر ملا هبتالله له افغانستان څخه د ځوانانو وتلو په اړه اندېښنه ښودلې او د يادې لړۍ د مخنيوي په موخه يې په ټولو ولايتو کې واليانو، ديني عالمانو او نورو ولايتي چارواکو ته لارښوونې کړي دي. د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد پرون ماښام د (لېندۍ په ...
Read More »صالح: د طالبانو له لاسه د افغانستان نږدې ټول خصوصي بانکونه سقوط شوي
مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح يو ځل بيا اسلامي امارت د بانکونو له مالکانو سره پر زور زياتي تورنوي او وايي، د همدې زور زياتي له کبله د افغانستان نږدې ټول خصوصي بانکونه سقوط شوي دي. نوموړي نن سېشنبه د (لېندۍ په ۱۶مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، طالبانو په پټه ...
Read More »کراچۍ کې پاکستاني پوليسو د جنوبي وزيرستان يو ځوان په ډزو وژلی
د پښتونخوا او قبايلي سيمو فعالان ادعا کوي چې د پاکستان سند ايالت په مرکز کراچۍ کې پاکستاني پوليسو د جنوبي وزیرستان يو تنکی ځوان په ډزو وژلی دی. د وژل شوي ځوان نوم ارسلان مسيد ښودل او د فعالانو په خبره نوموړی په ښوونځي کې د ۱۲م ټولګي زدهکوونکی ...
Read More »د افغانستان استازولۍ په اړه د ملګرو ملتونو د پرېکړې پر وړاندې د طالبانو غبرګون
اسلامي امارت د ملګرو ملتونو د هغې پرېکړې پر وړاندې غبرګون ښودلی چې له مخې يې ياد سازمان ته د استازي په توګه د تېر حکومت له لوري ټاکل شوی غلام اسحاقزی يو وار بيا د افغانستان د استازي په توګه تائيد کړی دی. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار ...
Read More »امريکا په چين کې د المپيک له سياليو سره سياسي بايکاټ اعلان کړ
د امريکا متحده ايالاتو اعلان کړی چې د سږني ژمي پرمهال په بېجينګ کې د ۲۰۲۲ زېږديز کال ترسره کېدونکو المپيک سياليو لپاره کوم رسمي او يا هم سياسي پلاوی نه ورلېږي. دغه اعلان پرون دوشنبه د (لېندۍ په ۱۵مه) ناوخته د سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکې کړی او په ...
Read More »پوتين: په افغانستان کې د حالاتو بدلون په اړه اندېښمن يوو
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين يو وار بيا په افغانستان کې د روان وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې ويلي يې دي چې دغه وضعيت د سيمې هېوادونو لپاره د سر درد په توګه مطرح دی. نوموړي د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې د دغه هېواد له لومړي وزير نريندرا ...
Read More »ملاله يوسفزۍ: امريکا او ملګري ملتونه دې د افغان ميرمنو د زدهکړو او کار حق خوندي کړي
د نوبل جايزې ګټونکې او د ميرمنو د حقونو فعاله ملالۍ يوسفزي وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم نجونې او ښځې له زدهکړو او کار کولو منعه شوي دي. نوموړې د امريکا بهرنيو چارو له وزير انټوني بلنکن سره د لېدنې پرمهال ...
Read More »