Home » Tag Archives: رويداد خبري اژانس (page 136)

Tag Archives: رويداد خبري اژانس

د مالېزيا په سواحلو کې د کډوالو يوې کيښتۍ ډوبېدو له امله ۱۰ تنه مړه او ۲۵ نادرکه دي

د اندونيزيايي کډوالو يوه کښتي پرون چهارشنبه ناوخته د (لېندۍ په ۲۴مه) د ماليزيا په سواحلو کې اوبو ډوبه کړې، چې په ترڅ کې يې ګڼ کسان مړه شوي دي. په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي، د کډوالو په ياده کيښتۍ کې ټول‌ټال ۵۰تنه سپاره ول چې ...

Read More »

طالبان: په افغانستان کې د ګډ حکومت جوړولو هڅې روانې دي

د طالبانو لوړپوړو چاروکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې د يوه داسې حکومت د جوړولو لپاره يې هڅې جاري ساتلي، چې په کې د دغه هېواد ټول اقشار خپل ونډه احساس کړي. دا خبرې د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي پرون ناوخته په کابل کې د ايران له سفير ...

Read More »

پوتين: د چين او روسيې ترمنځ د همکاريو نوی موډل رامنځته شوی

د روسيې او چين ولسمشرانو نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) په انلاين ډول په خپلو کې سره ولېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د همکاريو پر زياتوالي خبرې وکړې. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين له خپل چينايي سيال شي‌جينګ پينګ سره په خبرو کې ياده کړه، چې د ...

Read More »

چينايي چارواکي: له افغاستان سره به د چين بېړنۍ بشري مرستې دوام ولري

چينايي چارواکو خبر ورکړی چې په افغانستان کې بشري وضعيت په کتو به، د چين له لوري افغانستان سره بېړنۍ بشري مرستې د راتلونکي لپاره هم دوام ولري. د چين بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ وينګبېنګ نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) ويلي، چين او افغانستان په سيمه کې د ...

Read More »

عربي اماراتو له امريکا د وسلو اخيستو ۲۳ ميليارد ډالري هوکړې پر سر خبرې وځنډولې

په واشنګټن کې د عربي اماراتو سفارت خبر ورکړی چې له امريکا سره يې د هغې ۲۳.۳۷ ميليارد ډالري هوکړې پر سر خبرې ځنډولي دي، چې له مخې يې امريکا د F-35 پرمختللو جيټ الوتکو په شمول دفاعي مهمات پر عربي اماراتو پلوري. اسوشيېټيډ پرېس د عربي اماراتو سفارت له ...

Read More »

ملګري ملتونه: د واک له نيولو وروسته طالبانو ناقانونه وژنې کړې

ملګرو ملتونو ويلي، داسې راپورونه يې ترلاسه کړي چې ښيي طالبانو په افغانستان کې د واک له نيولو وروسته يو شمېر افغانان په ناقانونه توګه وژلي دي. د ملګرو ملتونو بشري حقونو عالي کمېشنرۍ مرستيالې نېدا ال نشېف دا څرګندونې پرون سې‌شبنه ناوخت د (لېندۍ په ۲۳مه) د يادې کمېشنرۍ ...

Read More »

امريکا له افغانستان سره د ۴۷۴ ميليونه ډالرو په اندازه بشري مرسته اعلان کړه

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي توماس وسټ خبر ورکړی چې هېواد يې له افغانانو د بشري مرستو په لړ کې، د ۴۷۴ ميليونه ډالرو په اندازه نوره مرسته هم کوي. نوموړي دا خبر په خپل ټوېټر کې ورکړی او ويلي يې دي، چې د امريکا متحده ايالات د ...

Read More »

هايټي کې چاودنې شاوخوا ۶۲ تنه وژلي او لسګونه نور يې ټپيان کړي

په هايټي هېواد کې د تېلو يوه ټانکر د چاودنې له امله ۶۲ تنه وژل شوي او لسګونه نور چې کره شمېره يې نه دی ښودل شوی ټپيان شوي دي. فرانس پرېس اژانس د هايټي چارواکو له قوله ويلي، ياده چاودنه پرون سې‌شنبه ناوخته د (لېندۍ په ۲۳مه) د دغه ...

Read More »

بښنې نړيوال سازمان: جنګي جنايتونه او وژنې د افغانستان تېر حکومت د ړنګېدو لامل وو

د بښنې نړيوال سازمان يا Amnesty international د افغانستان په اړه په تازه راپور کې چې نن چهارشنبه د (لېندۍ په ۲۴مه) يې خپور کړی، د افغانستان تېر نظام د ړنګېدو لاملونه په ګوته کړي دي. دې سازمان ويلي، د افغان او امريکايي ځواکونو له لوري په متواتره توګه جنګي ...

Read More »

د پاکستان په راولپنډۍ کې پر پوليسو وسله‌وال بريد شوی

پاکستاني چارواکو ويلي چې د پاکستان په ستر ښار راولپنډۍ کې پر پوليسو وسله‌وال بريد شوی او په ترڅ کې يې يو تن پوليس وژل شوی دی. د راولپنډۍ پوليسو هم بريد تائيد کړی او ويلي يې دي، ياد بريد پرون دوشنبه ناوخته د (لېندۍ په ۲۲مه) هغه مهال شوی ...

Read More »