اوکرايني چارواکو خبر ورکړی، چې له روسيې سره د جګړې ختمولو په موخه يې د خپلو هڅو په لړ کې له ځينو هېوادونو سره د منځګړيتوب کولو په موخه خبرې پيل کړي دي. د اوکراين د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې امنيه جبار له الجزېرې ټلوېزيون سره په مرکه کې ويلي، ...
Read More »افراسياب خټک: پاکستان د خپلې ترهګرۍ پلوه پاليسۍ ښکار شوی
د پښتونخوا مطرح سياستوال افراسياب خټک وايي، په داسې حال کې چې پاکستان په سيمه کې د افراطيت، ترهګرۍ او په ځانکړې توګه طالب پلوه پاليسي پر مخ وړي، له امله يې په تېر ۲۰۲۱ کال کې د نورو کلونو په پرتله زيات د ترهګرۍ ښکار شوی دی. نوموړي په ...
Read More »ملګري ملتونه: روغتيايي خدمتونو ته د ښځو او نجونو لاسرسي هڅې دوام لري
ملګري ملتونه وايي، روغتيايي دوامداره خدمتونو ته د ښځو او نجونو د لاسرسي يقيني کولو هڅې يې دوام لري او زياتوي چې دافغانستان په لرې پرتو سيمو کې ياد هدف ته د رسېدو په موخه يې ګرځنده ډلې هم ګمارلي دي. د ملګرو ملتونو د وګړو صند يا (UNFPA) په ...
Read More »اوکراين: روسي ځواکونو اوربند مات کړی او جګړه يې پيل کړې
وروسته له هغې چې روسيې پرون شنبه د (کب په ۱۴مه) د اوکراين په ماريوپول او ولنووا دوو ښارونو کې خلکو ته د بشري مرستو رسولو او له دې سيمو څخه د خلکو ايستلو په موخه اوربند اعلان کړ، له نافذېدو لږ وروسته يې اوکراين د روسي ځواکونو له لوري ...
Read More »روسيې د ملکي خلکو تخليې لپاره د اوکراين په دوو ښارونو کې اوربند اعلان کړ
روسي رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد پوځ د اوکراين په سوېل ختيځ مارېوپول او ختيځ لونووخا ښارونو کې جګړه درولې او اوربند يې اعلان کړی دی. د رسنيو د راپور له مخې، دغه اوربند په دې موخه شوی څو له يادو سيمو څخه په خوندي توګه د ملکيانو ...
Read More »د چارونکي شنونکي باقر محسني ته نږدې کسانو د نوموړي نیول کېدل تائيد کړي
يو شمېر رسنيو راپور ورکړی چې د سياسي چارو شنونکی سېد باقر محسنی نيول شوی دی؛ خو تر اوسه د اسلامي امارت هېڅ چارواکي د نوموړي نيول کېدل نه دي تائيد کړي. د يادو خپرو شوو راپورونو له مخې، محسني ته نږدې کسانو ويلي چې نوموړی پرون جمعه د (کب ...
Read More »سراجالدين حقاني: د قدرت په سولهييز لېږد سره مو د نظامي بنسټونه پر ځای پاتې کېدل غوښتل
د کورنيو چارو سرپرست وزير سراجالدين حقاني نن شنبه د (کب په ۱۴مه) په کابل کې د پوليسو له ملي اکاډمۍ څخه د ديارلسمې دورې منسوبينو په فراغت غونډه کې ګډون کړی و او د لومړي ځل لپاره يې خپله څېره د رسنيو پر وړاندې څرګنده کړه. نوموړي د فراغت ...
Read More »د قطر بهرنيو چارو وزير له ګوټريش سره د افغانستان بشري وضعيت په اړه غږېدلی
د خپرو شوو راپورونو له مخې د قطر بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوټريش سره د افغانستان موجوده بشري وضعيت په اړه خبرې کړي دي. په دې ټليفوني خبرو کې دواړو لوريو د افغانستان بشري او اقتصادي وضعيت په اړه نظرونه سره تبادله ...
Read More »نايجيريا له افغانستان سره ۱ ميليون ډالر مرسته اعلان کړې
له افغانستان سره د بشري مرستو په لړ کې نايجيريا هم د يو ميليون ډالري مرستې اعلان کړی. دغه مالي مرسته د اسلامي همکاريو سازمان له لوري په اسلامي پراختيايي بانک کې د افغانستان لپاره جوړو شوي صندوق ته سپارل شوې. د اسلامي همکاريو سازمان پرون جمعه د (کب په ...
Read More »پېښور کې پر يوه جومات د چاودنې له امله د وژل شوو شمېر ۵۶ تنو ته پورته شو
په پېښور کې ځايي چارواکي وايي، چې پرون جمعه د (کب په ۱۳مه) د جمعې لمانځه پرمهال پر خلکو د چاودنې په پېښه کې، د وژل شوو کسانو شمېر ۵۶ تنو ته پورته شوی. دوی زياته کړې، چې ياده چاودنه د قصه خوانۍ په بازار کې د اهل تشیع پر ...
Read More »