ټاکل شوې چې شپږیزه د روان میلادي کال سپټمبر میاشتې په ۱۳مه او تر څنګ یې د هند غوره لیګ یا ای پي ال د همدې میاشت په ۱۹مه نیټه پیل شي.
محمد نبي عیسی خیل، راشد خان او مجیب ځدران د ملي لوبډلې هغه تکړه لوبغاړي دي چې د ای پي ال په دې پړاو لوبو کې لوبېږي.
اوس دوی اړ دي چې یا IPL لوبو ته ورشي او شپږیزې څخه تېر شي او یا هم شپږیزې لېګ ته د ای پي ال په پرتله غوره والی ورکړي وروسته بیا ای پي ال ته ورشي.
که څه هم کرکټ بورډ او یادو لوبغاړو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د کرکټ مبصرین بیا په دې اړه بېلابېل نظرونه لري.
ځېني یې په دې اند دي چې تر شپږېزې ای پل ال ته باید لوبغاړي غوره والی ورکړي تر څو په وینا یې دوی نوې تجربي ترلاسه کړي او نویو لوبغاړو ته هم په شپږیزه کې چانس ورکړل شي.
خو ځېنې نور بیا وایي، دوی دې لومړی خپل کورني لیګ ته غوره والی ورکړي او د دې لیګ تر بشپړیدو وروسته دې بیا ای پي ال ته ورشي ځکه شپږیزه دومره ډير وخت نه نېسي.