Home » سیمه او نړی (page 70)

سیمه او نړی

عربي اماراتو کې د سيلابونو راوتو له امله ۷ تنه مړه شوي

د عربي امارتو چارواکو ويللي، د دې هېواد په ختيځ کې د سختو نا موسمي بارانونو له امله سيلابونه را وتلي، چې د مالي زيانونو ترڅنګ يې ځاني زيانونه هم اړولي دي. د دې هېواد د کورنيو چارو وزارت د مرکزي عملياتو مشر علي ال تونېجي ويلي، چې د يادو ...

Read More »

“د پاکستان يو تازه پلاوی له ټي‌ټي‌پي سره د خبرو لپاره کابل ته رسېدلی”

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی، چې پاکستان ته د دې هېواد د ديني عالمانو د پلاوي له ورستنېدو سره سم، له پاکستان څخه يو ۱۷ کسيز بل پلاوی د ټي‌ټي‌پي له مشرانو سره د مذاکراتو په موخه کابل ته رسېدلی دی.  ورځپاڼې په راپور کې ويلي، چې د دې ...

Read More »

د امريکا ولسمشر جوبايډن پر کرونا اخته شوی

د امريکا سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې د ولسمشر جوبايډن د کرونا ټيسټ پايله مثبته ختلې او په دې توګه نوموړی د کووېډ۱۹ پر ناروغۍ اخته شوی دی. جوبايډن د سپينې ماڼۍ له دې خبر سره سم ويلي، که څه هم نوموړی د کرونا علايم نه لري خو د نورو ...

Read More »

بلېنکن؛ لاوروف ته د دوو امريکايي زندانيانو د خلاصون وړانديز کړی

د امريکا بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن پرون جمعه د (زمري په ۷مه) په واشنګټن کې خبري کنفرانس ته ويلي، چې د روسيې بهرنيو چارو وزير سرګې لاوروف ته يې په روسيې کې د دوو امريکايي زندانيانو د خلاصون وړانديز کړی دی. نوموړي زياته کړې، چې له خپل روسي سيال ...

Read More »

که له ماليې څخه د شاکيرا تېښته ثابته شي، پر ۸ کلونو بند محکومېدای شي

د کولمبيا پر مشهورې سندرغاړې شاکيرا چې دا مهال په هسپانيې کې اوسي، تور دی چې د خپلې شتمنۍ او ترلاسه کړو پيسو د ماليې تصفيه يې نه ده کړې. شاکيرا ويلي، چې تر ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو پورې تر لاسه کړې پيسې يې د نړيوالو سفرونو، کانسرتونو او دغه ...

Read More »

په نړيواله کچه ۴سوه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري

د روغتيا نړيوالو سازمان يا WHO د خپلو تازه موندنو له مخې خبر ورکړی، چې لا هم په نړيواله کچه سلګونه ميليونه کسان اړينو روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دې سازمان نن شنبه د (زمري په ۸مه) ويلي، چې اوس هم په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۴ ميليونه کسان ...

Read More »

د سعودي او فرانسې مشران نن د انرژۍ رامنځته شوې تشې پر ډکولو غږېږي

د سعودي عربستان وليعهد محمد بن سلمان نن پنج‌شنبه د (زمري په ۶مه) اروپايي هېوادونو ته د سفر په لړ کې له يونان څخه فرانسې ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې، محمد بن سلمان او د فرانسې ولسمشر ايمانوېل مکرون به د انرژۍ د هغې تشې پر ډکولو خبرې ...

Read More »

شمالي وزيرستان کې د هدفي وژنو خلاف پرلت کوونکي لويې لارې بندوي

په شمالي وزيرستان کې د سلګونه ځايي اوسېدونکو له لوري په دې سيمه کې د هدفي وژنو خلاف پرلت روان دی، خو تر اوسه يې ځايي مسوولانو غوښتنو ته ځواب نه دی ورکړی. په دې پرلت کې قومي مشرانو پرېکړه کړې، چې سر له نن پنج‌شنبې د (زمري په ۶مه) ...

Read More »

عراق کې لاريون کوونکو د پارلمان وداني قضه کړې

په عراق کې د سياسي اختلافونو په دوام سره، د دې هېواد د مذهبي مشر مقتدا الصدر پلويانو په پلازمېنه بغداد کې پراخ لاريونونه پيل کړي دي. په دې ترڅ کې بېګا شپه د (زمري په ۵مه) ياد لاريوونکي زرغونې امنيتي ساحې ته چرته چې د بهرنيو هېوادونو د سفارتونو ...

Read More »

ټي‌ټي‌پي کابل کې د مذاکراتو پرمهال د پاکستاني علماوو غوښتنې رد کړې

د پاکستان ايکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې په کابل کې د تحريک طالبان پاکستان يا TTP او د پاکستان ديني عالمانو ترمنځ له مذاکراتو د باخبره سرچينو په حواله ويلي، چې د پاکستان د تمې خلاف د دې هېواد ديني عالمانو پلاوي د ټي‌ټي‌پي ډلې مشران نه دي قانع کړي او په ...

Read More »