Home » سیمه او نړی (page 10)

سیمه او نړی

ایراني پوله ساتو پر افغان کډوالو ډزې کړې

د بشري حقونو سازمان «حال وش» په دې وروستیو کې د ایران پر پوله د لسګونو افغان کډوالو د وژل کېدو په اړه راپور خپور کړی دی. د دغه راپور له مخې، یکشنبې، د تلې ۲۲مه «شاوخوا ۲۶۰ افغان کډوال د ایران د نظامي ځواکونو د ډزو له امله مړه ...

Read More »

د عراق له زندانونو درې افغان کډوال خوشي شول

د ا.ا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د عراق له زندانونو درې افغانان خوشې او خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دا کسان په عراق کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په شپږ میاشتې زندان محکوم شوي وو. د راپورونو له مخې، دا درې ...

Read More »

ایټالیا د لومړي ځل لپاره البانیا ته د کډوالو یوه ډله واستوله

رویټرز خبر ورکړی چې ایټالیا د لومړي ځل لپاره البانیا ته د پناه غوښتونکو یوه ډله استولې ده. دا اقدام په ۲۰۲۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون برخه ده. البانیا موافقه کړې چې د دغه هېواد په شمال کې په دوو پناه ځایونو کې هر ...

Read More »

د حزب‌الله له لوري پر اسراييلو د بريد له امله څه باندې ۷۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د اسراییل پر یوه پوځي هډه د حزب‌الله د بې‌‌پيلوټه الوتکو د یوه برید له امله څلور اسراییلي عسکر وژل شوي او ۶۷ نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې، اسراییلي پوځ نن (دوشنبې، د تلې ۲۳مه) ویلي چې برید د تل‌ابیب په شمالي سیمه کې د بنیامینه ښار ...

Read More »

منظور پښتین: د ډیورنډ پر کرښه له پاسپورټ او ویزې پرته باید ازاد تګ راتګ او سوداګري وشي

په خیبر کې د «پښتنو قامي عدالت» په نوم لویه جرګه بېګا ناوخته د یوه پرېکړه‌لیک په اعلانولو سره پای ته ورسېده. ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین د پښتنو قامي جرګې پرېکړې او غوښتنې اعلان کړې. جرګې د پاکستان پوځ او پاکستاني تا.ل.بانو ته دوې میاشتې وخت ورکړی ...

Read More »

د پښتنو قامي جرګه به د نن ورځې ترپایه خپلې پرېکړې او غوښتنې اعلان کړي

ټاکل شوې چې د خیبر درې اړوند«رېګي للمه»سیمه کې د پښتنو قامي جرګې شاوخوا ۸۰ کمېټې خپلې پرېکړې د همدې ورځې تر پایه اعلان کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین جرګې ته د وینا پرمهال ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې یې د جرګې د پریکړو په اړه ...

Read More »

امریکا په عربي متحده اماراتو د ۱.۲ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې پلوري

متحده ایالاتو جمعه (د تلې ۲۰مه) په عربي متحده اماراتو د توغندیو څو سیسټیمونو لپاره د مهماتو د پلورلو منظوریدو اعلان کړی چې ټول ۱.۲ میلیارده ډالر ارزښت لري. د دفاعي امنیتي همکارۍ ادارې په اعلامیې کې ویل شوي چې په دې معامله کې به په عربي متحده اماراتو د ...

Read More »

د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران د یو پولیس په وژلو تورن شوی

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد پخوانی صدراعظم عمران خان محکمې د عبدالحیمد په نامه د هغه افسر پولیس په وژلو تورن کړی، چې له تاوتریخوالي ډکو لاریونونو کې وژل شوی و. محکمې عمران خان تورن کړی چې خپل پلویان هڅوي، څو د هغه د خلاصون په موخه ...

Read More »

ډنمارک: د سپټمبر له ۱۸مې وروسته تمديد شوي افغان پاسپورټونه په رسميت نه ‌پېژني

د ډنمارک د کډوالو چارو ادارې پرېکړه کړې او ویلي یې دي، د هغه افغانانو پاسپورټونه به نور په رسمیت ونه پېژني چې د روان ۲۰۲۴م کال دسپټمبر میاشتې له ۱۸مې وروسته تمدید شوي دي. یادې ادارې دغه راز غوښتنه کړې هغه افغان کډوال چې دغه پاسپورټونه لري او ډنمارک ...

Read More »

یو افغان په امریکا کې د ترهګریز برید د پلان په تور نیول شوی

امریکايي رسنیو خبر ورکړی، چې ناصر احمد توحیدي ۲۷ کلن افغان تبعه په اوکلاهاما کې اوسیږي، د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په ورځ (نومبر ۵) د ترهګریز برید د پلانولو په تور نیول شوی دی. اېن بي سي خبري چینل (سې شنبې، د تلې ۱۷مه) په خپل یو راپور کې ...

Read More »