Home » اقتصادی (page 5)

اقتصادی

د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د لوږې پراخېدو ته اندېښنه ښودلې

د خوړو نړیوال پرګرام وايي چې څلور میلیونه شېدې خوړونکي ماشومان او امېندوارې مېرمنې مناسبو خوړو ته د نه لاسرسي له امله په خوارځواکۍ اخته دي. دې ادارې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۶ میلیونه کسان نه پوهېږي چې د بل څاښت ډوډۍ به له کومه پیدا کوي. د ...

Read More »

یونیسف: په افغانستان کې تنفسي ناروغۍ زیاتې شوي دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره پېښې ثبت شوې دي. یونیسف د دې ناروغۍ د زیاتوالي لامل سړه او ککړه هوا بولي او زیاتوي چې د دې ناروغۍ د ټولو پېښو ۶۲ ...

Read More »

بلخ کې د رېل پټلۍ د بیارغونې کار پیل شو

په بلخ کې د ا.ا ځایي مسوولانو په یاد ولایت کې د رېل پټلۍ د ویجاړو شوو برخو د بیارغونې د پیل خبر ورکړی دی. د بلخ د رېل پټلۍ رییس، محمدشفیق محمود، ویلي چې په دې پروژه شپږ میلیونه، ۳۰۰ زره امریکایي ډالر لګښت راځي او قرارداد یې له ...

Read More »

نورستان کې د غر ښویېدل؛ ۲۵۰ کورونه له خطر سره مخامخ دي

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، په نورستان کې د غر ښویېدو له امله ۲۵۰ کورونه لا هم د نړېدو له ګواښ سره مخ دي. اوچا نن چهارشنبه، د کب ۲مه په اېکس پاڼه لیکلي چې په دې پېښه کې ۲۱ تنه مړه شوي، ۱۸ ...

Read More »

تخنیکي ستونزې؛ افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا ۵۰سلنه کم شوې 

د افغانستان د برښنا شرکت اعلان کړی چې افغانستان ته د ازبکستان وارداتي برښنا د تخنیکي ستونزو له امله ۵۰ سلنه کمه شوې ده. یاد شرکت په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پرون دوشنې د سلواغې ۳۰مه وارداتي برښنا کمه شوې ده. د برښنا شرکت ویلي چې له همدې امله ...

Read More »

ګوترش: د نجونو د زدکړو پر وړاندې خنډ باید له منځه یوړل شي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونيو ګوترش ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د نجونو د زدکړو پر وړاندې خنډ او پر کار بندیز باید لغوه شي.  ګوترش دا څرګندونې سې شنبې د کب لومړۍ نېټه په خپله اېکس پاڼه مطرح کړې دي. هغه زیاته کړې چې ښځې او نجونې ...

Read More »

سویس د افغانستان له خلکو سره نږدې دوه میلیونه ډالر مرسته وکړه

رویداد خبري اژانس

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) اعلان کړی چې سویس هېواد له افغانستان سره ۹.۱ میلیون امریکایي ډالر مرسته کړې ده. اوچا نن یکشنبې په خپله اېکس پاڼه د دغه خبر په خپرولو سره له سویس هېواد څخه مننه کړې ده. اوچا ویلي چې دا مرسته ...

Read More »

دوولس هېوادونو د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې

رویداد خبري اژانس

د دوولس هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان د کار او زده‌کړو په برخه کې پر ښځو او نجونو لګېدلو محدودیتونو ته اندېښنه ښودلې او له ا.ا یې غوښتي چې په دې اړه پخپلو پرېکړو بیا سره کتنه وکړي.  د البانیا، اندور، بلجیم، کاناډا، فرانسه، المان، بلغاریا، کوسوو، لیختن ...

Read More »

د پروسږ کال په پرتله د پنبې حاصلات زیات شوي

رویداد خبري اژانس

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې په هېواد کې د پروسږ کال په پرتله د پنبې تولیدات  ۴۱.۳۹ سلنه زیات شوي دي. د یاد وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې په روان کال کې ۱۲۲زره او ۴۵۵مټریک ټنه پنبه په هېواد کې تولید شوې ده. ...

Read More »

هرات کې زلزله‌ځپلو ته له ۵۰۰ زیات کورونه وسپارل شول

دویداد خبري اژانس

په هرات کې د ا.ا ځایي مسوولین وایي چې په یاد ولایت کې زلزله‌ځپلو ته ۵۴۷ کورونه ورسپارل شوي دي. د هرات د والي ویاند، نثار احمد الیاس په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کورونه پرون دوشنبه د سلواغې۲۳مه زلزله‌ځپلو ته سپارل شوي دي. د هغه په وینا، یاد ...

Read More »