Home » اقتصادی (page 41)

اقتصادی

اردوغان: افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ترکيې لومړيتوب دی

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان وايي، دامهال افغانستان جدي بشري مرستو ته اړتيا لري او په خبره يې افغانانو ته د بشري مرستو رسول د ترکيې په لومړيتوبونو کې ځای لري. نوموړي دا څرګندونې پرون جمعه د (لېندۍ په ۱۹مه) په استامبول کې د اسلامي همکاريو سازمان د غونډې ...

Read More »

نړيوال بانک: افغانستان ته به په نږدې راتلونکي کې ۲۸۰ ميليونه ډالر ولېږدول شي

نړيوال بانک خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به افغانستان ته د ۲۸۰ ميليونه ډالرو په اندازه د دغه هېواد د کنګل شوې شتنۍ برخه انتقال شي. د ياد بانک په خبره، دا پيسې به په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونیسف او ...

Read More »

کړکېچ نړيواله ډله: که له افغانستان سره مرسته ونه شي، سږ ژمی به يو مېليون خلک په کې له يخنۍ مړه شي

د کړکېچ نړيواله ډله د يوې ترسره کړې څېړنې د پايلو پر بنسټ وايي، که له افغانستان سره اړينې مرستې او همکارۍ ونه شي نو د دې امکان شته چې د سږني ژمي پرمهال د يخنۍ په ترڅ کې يو ميليونه افغانان ژوند وبايلي. دې ادارې پر نړيوالې ټولنې غږ ...

Read More »

ازبکستان: په افغانستان کې موجوده وضعيت نه اېجابوي چې نړيوال فشارونه دې پرې زيات شي

د ازبکستان چارواکو په افغانستان کې د موجوده بشري وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي چې د ياد بشري وضعيت پايلې مناسبې نه دي او بيه به يې درنه وي. د دغه هېواد بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف ويلي، دامهال په افغانستان کې بشري وضعيت دا نه ...

Read More »

صالح: د طالبانو له لاسه د افغانستان نږدې ټول خصوصي بانکونه سقوط شوي

مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح يو ځل بيا اسلامي امارت د بانکونو له مالکانو سره پر زور زياتي تورنوي او وايي، د همدې زور زياتي له کبله د افغانستان نږدې ټول خصوصي بانکونه سقوط شوي دي. نوموړي نن سې‌شنبه د (لېندۍ په ۱۶مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، طالبانو په پټه ...

Read More »

چين افغانستان ته د کرونا يو ميليون ډوز واکسين مرسته لېږي

له افغانستان سره د بشري مرستو د دوام په ترڅ کې ټاکل شوې په نږدې ورځو کې د چين له لوري له افغانستان سره د کرونا واکسين د مرستې بله جوپه هم کابل ته را ورسېږي. په چين کې د افغانستان سفير جاوېد احمد قايم وايي، نن دوشنبه د (لېندۍ ...

Read More »

ملا برادر: د سوداګرو پر وړاندې پرتې ستونزې به ژر لرې شي

د اسلامي امارت د رئيس‌الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر نن يک‌شنبه د (لېندۍ په ۱۴مه) د خصوصي سکټور له استازو سره ليدلي او په ياده لېدنه کې د سوداګرو له لوري د سوداګرۍ پر وړاندې پرتې ستونزې بيان شوي. په لېدنه کې د خصوصي سکټور له لوري په بانکي ...

Read More »

طالبان له يوې بهرنۍ کمپنۍ سره د قرارداد له لارې د چرسو کرل قانوني کوي

کورنيو چارو وزارت خبر ورکړی چې د دغه وزارت يو شمېر چارواکو د Cpharm په نوم د پروسيس بهرنۍ کمپنۍ له مسوولانو سره ليدلي او او زياتوي چې په پام کې ده يادې کمپنۍ ته د چرکو د پروسيس قرارداد ورکړل شي. د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي ...

Read More »

امريکا: د افغانستان بانکي نظام د سقوط مخنيوي لپاره له مګرو ملتونو سره ګډ کار کوو

وروسته له هغې چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خراب اقتصادي وضعيت له امله د دغه هېواد د بانکي نظام سقوط په اړه خبرداری ورکړ، تازه يې په غبرګون کې د امريکا متحده ايالاتو ويلي چې له ياد سازمان سره د يوې داسې حل لارې پر پيدا کولو ګډ ...

Read More »

عمران خان: په افغانستان کې د بشري وضعيت کابو کولو لپاره د امريکا او پاکستان ګډې همکارۍ ته اړتيا ده

د پاکستان لومړی وزير عمران خان وايي، دامهال په افغانستان کې بشري وضعيت ناسم لور ته روان دی او اړتيا ده چې د کابو کولو په موخه يې په بېړه اقدام وشي. نوموړي پاکستان ته د امريکا د کانګرېس بهرنيو چارو او د اسيا لپاره يې د فرعي کمېټو د ...

Read More »