Home » اقتصادی (page 27)

اقتصادی

د نايجېريا د دتېلو په يوه چاڼخونه کې چاودنې لږ تر لږه سل کسان وژلي

د نايجېريا چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د ريور او اېمو ايالتونو ترمنځ پر پوله د تېلو په يوه چاڼخونه کې، د اور لګېدنې له امله چاودنه شوې او په خبره يې د مالي زيان ترڅنګ يې خلکو او د چاڼ خونې کارکوونکو ته ځاني زيان هم اړولی ...

Read More »

امريکا: اړمنو افغانانو ته سلګونه مرستندویه کڅوړې رسول شوي

په قطر کې د افغانستان لپار د مريکا مېشت سفارت خبر ورکړی، چې د امريکا نړيوال پراختيايي ادارې د چټک ملاتړ پروګرام له لارې يې په افغانستان کې اړمنو کسانو ته سلګونه مرستندويه کڅوړې رسولي دي. دې سفارت په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، تیره اونۍ د USAID ...

Read More »

ملګري ملتونه: افغانستان کې ۲.۳ ميليونه ښځې لازمو مرستو ته اړتيا لري

ملګري ملتونه وايي، دا مهال په افغانستان کې د ميندوارو ميرمنو پر وړاندې ستونزې مخ پر زياتېدو دي او له همدې کبله ده چې د زېږون او اړوند ناروغيو پرمهال ان د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي. په افغانستان کې د نوموړي سازمان د وګړو صندوق مشر الېکساندر ساشا ...

Read More »

نړيوال بانک په افغانستان کې د درېيو پروژو کارونه بيا پيلوي

روېټرز خبري اژانس د سرچينو په حواله راپور ورکړی، چې نړيوال بانک په پام کې لري څو بيا ځلي په افغانستان کې د درو هغو پروژو کارونه پيل کړي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښوونځيو ته د نجونو پر تګ د بنديز له امله ځنډولې شوې وې. د راپور ...

Read More »

د يونيسف په ملاتړ ميدان وردګ کې د اوبو رسولو شبکه پرانيستل شوه

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف خبر ورکړی چې د ميدان ورګ ولايت په هېواد مېنه کې يې د داخلي بې ځايه شوو لپاره د اوبو رسولو شبکه پرانيستې ده. يونېسف په دې اړه تازه نن چهارشنبه د (وري په ۳۱مه) خپل ټوېټر کې په دې ...

Read More »

افغانستان کې وچکالۍ کافي خوړو ته د ماشومانو لاسرسی محدود کړی

د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې يا Save The Children په افغانستان کې د وچکالۍ او له دې درکه د کرنې زيانېدو په تړاو په تازه راپور کې ويلي، چې يادې چارې په افغانستان کې لوږه زياته کړې او ېوازې څه باندې ۵ ميليونه ماشومان د کافي خوړو له نه ...

Read More »

پوتين: د روسيې اقتصاد او د روبل ارزښت د ثبات په لور روان دي

د روسيې ټاس خبري اژانس د دې هېواد ولسمشر ولاديمير پوتين په حواله راپور ورکړی، چې د نړيوالو بنديزونو د مقاومت په صورت کې د روسيې اقتصادي وضعيت د ثبات پر لور روان دی. پوتين ويلي، د روسيې اقتصاد او د دې هېواد پولي واحد «روبل» ارزښت ثبات پر اوکراين ...

Read More »

ملګري ملتونه: د اوکراين له امله به افغانستان له پام ونه غورځول شي

ملګرو ملتونو د هغو اندېښنو په تړاو چې ګواکې په اوکراين کې د روان ناورين له امله به د افغانستان او ځينو نورو هېوادونو ناورين شا ته واچول شي ډاډ ورکړی، چې د اوکراين کړکېچ له افغانستان سره د مرستو پر دوام اغېز نه شي کولی. د دې سازمان د ...

Read More »

د افغانستان بانک: اروپايي ټولنه په بانکي سکټور کې همکاريو ته لېواله ده

د افغانستان بانک پرون يک‌شنبه د (وري په ۲۸مه) د يو خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د ياد بانک مسوولانو د اروپايي ټولنې له استازو سره د متقابلو همکاريو د رامنځته کولو په موخه ليدنه کړې. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بانک اقتصادي سلاکار لطف‌الله نور ...

Read More »

ملګري ملتونه: جګړو، وچکالۍ او اقتصادي رکود افغان ښځې او ماشومان اغيزمن کړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف خبر ورکړی چې په افغانستان کې د موجوده اقتصادي ناورين له امله ښځې او ماشومان سخت اغېزمن شوي دي. د يونيسف د نړيوالو اړيکو او ملاتړ مشرې پالوما اسکوډيرو پرون يک‌شنبه د (وري په ۲۸مه) په يو لړ ټوېټونو کې ...

Read More »