پاکستاني خبريال طاهرخان د پاکستان په حکومت کې د يوې سرچينې په حواله ويلي، چې د پاکستان لپاره له افغانستان سره د ډبرو سکرو په برخه سوداګري مهمه ده او ټاکل شوې پاکستانی پلاوی کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د افغانستان سرپرست حکومت له مسوولانو سره پرې ...
Read More »پاکستانی پلاوی پر ډبرو سکرو او سوداګرۍ د خبرو لپاره کابل ته راځي
ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (چنګاښ په ۲۷مه) د پاکستان د سوداګرۍ وزارت يو پلاوی کابل ته راشي او دغلته به د سرپرست حکومت چارواکو سره پاکستان ته د ډبرو سکرو پر صادراتو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا پر لارو چارو خبرې وکړي. د افغانستان ...
Read More »متقي: پر ټرانزيټي مرکز د افغانستان له بدلېدو سره به په سيمه کې سوداګري پراخه شي
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان سره په ايران کې د افغان کډوالو پر وضعيت، زندانيانو، نشهيي توکو، سرحدي مسایلو، دوه اړخیزه سوداګرۍ او پر متقابلو همکاریو غږېدلی. امينيان په افغانستان کې د امنیت او ثبات ټينګښت د سیمې په ګټه ...
Read More »ای اېم اېف راضي شوی چې پاکستان ته څه د پاسه يو مېليارد ډالري پور ورکړي
د پيسو نړيوال وجهي صندوق يا IMF پرون چهارشنبه د (چنګاښ په ۲۲مه) په يوه بيان کې خبر ورکړی، چې پاکستان ته د يوه اندازه پور په ورکولو راضي شوی دی. نوموړي صندوق په دې اړه خپله اعلاميه کې ويلی، چې د پاکستان له حکومتي پلاوي سره د مذاکراتو په ...
Read More »حکومت معلولو کسانو ته د امتيازاتو د اجرا کولو پروسه پيل کړې
د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت مسوولان خبر ورکوي، چې په ټولو ولايتونو کې د معلولانو د تشخيص پروسې له بشپړېدو وروسته يې، يادو معلوليت لرونکو کسانو ته د مالي امتياز اجرا کولو پروسه پيل کړې ده. د نوموړي وزارت مرستيال عبدالحکيم حقاني نن سېشنبه د ...
Read More »چين: د امريکا غير مسوولانه لاسوهنه په افغانستان کې د اقتصادي بېثباتۍ لامل شوې
چينايي چارواکو يو وار بيا پر امريکا تور پورې کړی چې ګواکې د افغانستان په اړه د نوموړي هېواد ناسم سياستونه د دې لامل شوي، څو په افغانستان کې اقتصادي ناورين سخت او دوام وکړي. په کابل کې د چين سفير وانګ يوو پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۱۳مه) افغاني ...
Read More »کانونو وزارت: پاکستان ته د ډبرو سکرو صادرول يو فرصت دی
وروسته له هغې چې د پاکستان لومړي وزير شهباز شريف خپل حکومت ته له افغانستان څخه د ډبرو سکرو د واردولو په برخه کې د جديت لارښوونه وکړ، ورسره د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت پاکستان ته د ډبرو سکرو په زياته پيمانه صادرول يو عمده فرصت ياد کړ. ...
Read More »په سرېلانکا کې تېل خلاص شوي عادي ژوند درېدو ته نږدې شوی
د سرېلانکا ډيلي ميرر ورځپاڼې پرون دوشنبه د (چنګاښ په ۶مه) راپور ورکړی، چې په دې هېواد کې تېل خلاص شوي دي او د خلکو عادي ژوند ښايي په ټپه ودرېږي. د ورځپاڼې د راپور له مخې، دامهال د سرېلانکا د تېلو په ذخيره کې ټولټال ۱۱سوه ټنه پټرول او ...
Read More »برېتانيې کرونا ته د ورته وباوو مخنيوي لپاره د صندوق جوړولو وړانديز کړی
د برېتانيې لومړي وزير بوريس جانسن د يوه داسې ځانګړي مالي صندوق د جوړولو وړانديز کړی، چې وکولی شي په نړۍ کې کرونا ته د ورته راتلونکو وباوو په مخنيوي بېړنی عملی وکړي. نوموړي د لويو اقتصادي هېوادونو په G7 غونډه کې د دې وړانديز ترڅنګ، له دې مالي منځګړي ...
Read More »اوچا د زلزې له امله د پکتيکا وېجاړو شوو ځايونو په رغولو کې همکاري کوي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا مسوولان وايي، په پکتيکا کې د وروستۍ زلزلې له امله زيانمنو شوو کورنيو ته به يې د مرستو رسول دوام ومومي. دا څرګندونې په افغانستان کې د اوچا رئیس ایزابل موسارد کارلسن پرون يکشنبه د (چنګاښ په ۵مه) د ...
Read More »