د پکتيا د صنعت او سوداګرۍ رياست مسوولين وايي، چې تېر کال يې بېلابېلو بهرنيو هېوادونو ته د ۱۵۰ ميلیونو ۳۴۵ زرو او ۵۳۵ ډالرو په ارزښت صادرات ترسره کړي دي. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رئيس وویل، چې د خرلاچي “پټان” بندر له لارې بهرنیو هېوادو ته ...
Read More »پکتیا کې دوه سترې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د ګردېز ښاروالۍ له لوري د ۱۵.۵ ميليونو افغانيو په لګښت دوه ټولګټې پروژې له بشپړېدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو د پرانیستلو پرمهال د ګردېز ښاروال وويل، چې د ښاروالۍ پراختيايي بوديجې په لګښت مرکز ګردېز کې کرماشي دوه سړک د ۵۵۵ مترو په اوږدوالي ...
Read More »قزاقستان اړمنو افغانانو ته زرګونه ټنه خوراکي مواد استولي
قزاقستان د افغانستان اړمنو خلکو ته زرګونه ټنه خوراکي مواد استولي. د قزاقستان د صدراعظم مطبوعاتي دفتر ویلي چې تر ۵۴۰۰ ټنو زیاتې بشري مرستې د اورګاډي پټلۍ له لارې افغانستان ته رسېدلي او د قزاقستان پلاوي همدارنګه کابل ته د دارو درمل محمولې هم له ځانه سره وړې دي. ...
Read More »فراه کې د بېلابېلو الوتونکو او څارویو د تولید او روزنې کمپونه جوړ شوي
په فراه کې د قطر هېواد د الغرافه خیریه بنسټ له لوري پر ۸۰۰ جریبه ځمکه د څاړې (توغدارې) مرغانو په ګډون د بېلابېلو الوتونکو او څارویو د تولید او روزنې کمپونه جوړ کړي دي. په یوه کمپ کې د څاړو د روزنې او تولید د برخې ډاکټر عبدالکریم احسان ...
Read More »پاکستان کې د تېلو بیې نورې هم لوړې شوي
د پاکستان مالیې وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد کې یې د پېترول بیه لس روپۍ نوره هم لوړه کړې ده. له دې سره پاکستان کې د یوه لیټر پېټرول بیه د ۲۸۲ روپیو ریکارډ کچې ته ختلې. د پاکستان مرکزي حکومت یوازې روان کال تر دې دمه د پېترول ...
Read More »د پکتیکا په دریو ولسوالیو کې په لومړي ځل مخابراتي خدمات پيل شول
د پکتیکا د مخابراتو او ټکنالوجۍ ریاست وايي، د دغه ولايت په ډيله، نکه او زيړوک ولسوالیو کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي شبكي غږيز او انټرنيټي خدمات پیل کړل. د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس وايي، چې لا هم د دې ولايت شپږ ولسوالۍ له مخابراتي خدمتونو بېبرخې ...
Read More »هلمند کې نږدې ۲۳۶ میلیونو افغانیو په ارزښت ۱۷ پراختیايي پروژې پیلېږي
د لښکرګاه ښاروالۍ مسوولینو په دغه ولایت کې د ۱۷ پراختیايي پروژو د پيلېدو خبر ورکړی دی. د لښکرګاه ښاروال عبدالله روحاني وايي، چې د دغه ښار په ۸ ناحیو کې د ۲۳۵ میلیونه ۸۱۴ زره ۴۰۹ افغانیو په لګښت ۱۷ پراختیایي پروژې د ښاروالۍ له لوري پیلېږي. هغه زیاته ...
Read More »کاناډا د بېلاروس پر یو شمېر لویو بانکونو بندیزونه ولګول
کاناډا د بېلاروس پر ملي بانک او د دغه هېواد پر اتو نورو لویو بانکونو بندیزونه ولګول. دوی د دغو بندیزونو لامل د اوکراین په جګړه کې د بېلاروس له خوا د روسیې ملاتړ ښودلی دی. که څه هم خپله بېلاروس اوکراین ته پوځیان نه دي لېږلي، خو د بېلاروس ...
Read More »د ځمکنیو توتانو کرکیله او حاصلات په هېواد کې زیات شوي دي
چارواکي وايي، چې په ۱۴۰۱ کال کې د هېواد په کچه د ځمکني توتانو حاصل ۳۳۷ مټریک ټنو ته رسېدلی دی. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي چې، بلخ د ۱۲۵ مټریک ټنو تولید او ۲۵ هکټاره کرکیلي سیمې په درلودلو سره تر ټولو ډېر تولید لري. سرچینې زیاته کړې چې کابل، هرات، تخار، دایکنډي، خوست، ننګرهار، او نیمروز هغه ولایتونه دي، چې په کې ډېر ځمکني توتان کرل کېږي. د کرنې وزارت د شمېرو له مخې تېر کال په ۱۱۸ هکټار ځمکه کې ځمکني توتان کرل شوي وو، چې حاصلات یې ۳۳۷ مټریک ټنو ته رسېدل. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي، په پام کې لري، چې د هېواد په کچه د ځمکني توتانو د کرکیلې سیمه پراخه کړي.
Read More »د بریټانیا اقتصاد په اړه د پیسو نړیوال صندوق وړاندوینه
د پیسو نړیوال صندوق وړاندوېینه کړې چې په روان میلادي کال کې به د بریتانیا اقتصادي وده د نړۍ له ټولو لویو اقتصادونو بدتره وي. د دغه نړیوال بنسټ د اټکل له مخې، د بریتانیا اقتصادي وضعیت به د جي ۲۰ ډلې د ټولو ۱۹ غړو پرتله ډېر ناوړه وي. ...
Read More »