Home » سیمه او نړی (page 40)

سیمه او نړی

د بريتانیا پاچا په سرطان ناروغۍ اخته شوی

د بریتانیا د سلطنتي کورنۍ ماڼۍ «باکینګهام» ویلي، چې د دوی پاچا، درېیم چارلز په سرطان ناروغۍ اخته شوی دی. باکینګهام ماڼۍ دوشنې د سلواغې ۱۶مه په یوه بیانیه کې ویلي چې درېیم چارلز په سرطان اخته دی له همدې امله به د خپلې درملنې پرمهال له خپلو عمومي دندو ...

Read More »

له سرطان سره د مبارزې نړیواله ورځ

له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ؛ په ۲۰۲۲ کال کې ۹،۷ میلیون کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی هممهاله له سرطان سره د مبارزې په نړیواله ورځ د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) وایي، چې په ۲۰۲۲  کې ۹،۷ میلیون کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي ...

Read More »

د امریکا او بریتانیا بریدونو ته د یمن د اردو غبرګون

د  یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند ویلي چې امریکا او بریتانیا په تېرو څو ساعتونو کې ۵۰ ځله د یمن ځینې سیمې خپلې موخې ګرځولې دي. نوموړي ټینګار کړی چې یاد بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.د یمن د وسله‌والو ځواکونو ویاند «یحیی سریع» د امریکا او بریتانیا د ...

Read More »

پاکستان د ثبت شویو افغانانو د اوسېدونې موده وغځوله

د پاکستان لنډمهالي حکومت پریکړه کړې چې په پاکستان کې د هغو افغانانو د اوسېدو موده تر دوو نورو میاشتو پورې وغځوي چې په قانوني توګه په یاد هېواد کې ژوند کوي. د راپورونو له مخې، د پاکستان لنډمهالي حکومت د کابینې غونډې او د یاد هېواد قومونو او قبایلو ...

Read More »

ملګرو ملتونو په غزه کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

غزه

د یونیسف چارواکو په غزه کې روان بشري ناورین ته په اشارې ویلي چې هلته د روانې حګړې له امله تر دې دمه ۱۷ زره ماشومان له خپلو کورنیو څخه لرې شوي او جدي رواني څارنې ته اړ دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اجرايوي مدیر، کاترین راسل ...

Read More »

امریکا په عراق او سوریه کې ۸۵ اهداف ویشتلي

د امریکا مرکزي قوماندانۍ «سنتکام» وایي چې په سوریه او عراق کې یې د ایران پلوه قدس سپاه او ورسره تړلو ډلو ۸۵ اهداف په نښه کړي دي.سنتکام په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا بریدونه تېره شپه د سلواغې ۱۳مه شوي دي.د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ په اعلامیه ...

Read More »

په یوه شپه او ورځ کې ۶۰۰ اوکرایني عسکر وژل شوي

په یوه شپه او ورځ کې ۶۰۰ اکرایني عسکر ووژل شول

د روسیې دفاع وزارت وایي چې د اوکرایني ځواکونو تازه بریدونه یې په شا تمبولي او په دې جګړه کې ۶۰۰ اوکرایني پوځیان وژل شوي دي.  د روسیې د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې، چې دا عملیات پرون جمعه د سلواغې ۱۳مه شوي او په دونتسک سیمه کې اوکراین ...

Read More »

لاهه محکمې د روسیې پر وړاندې د اوکراین تورونه رد کړل

د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) د اوکراین لخوا ‘د نړیوالو قوانینو د سرغړونې او د روسیې لخوا د ترهګرۍ د تمویل’ تورونه بې اساسه بللي دي.  د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې رییس «جوان دونوګ‌هو» ویلي چې په دې برخه کې یې د اوکراین ډېری شکایتونه بې‌‌بنسټه بللي او ...

Read More »

مجاهد: په افغانستان کې د القاعدې د مرکزونو په اړه د امنیت شورا راپور ناسم دی

د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د القاعدې د مرکزونو د شتون په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا راپور له حقیقته لرې بللی دی.  مجاهد نن پنجشنبه د سلواغې ۱۲مه په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی: “ا.ا دغه تور په کلکه ردوي.” نوموړی زیاتوي چې ...

Read More »

مجاهد: د کابل غونډه د دوحې د پیلېدونکې غونډې لپاره ګټوره وه

د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد له سیمه‌ییزو هېوادونو غواړي چې په اقتصادي برخه کې د دوی لاسته راوړنې په پام کې ونیسي او په افغانستان کې د ثبات پر تامین تمرکز وکړي.  د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد د سیمه‌ییز ابتکار غونډه د نورو غونډو په ځانګړې توګه د ...

Read More »