د امریکا پخوانی ولسمشر «جیمي کارټر» په سل کلنۍ پرون (یکشنبې، د مرغومي ۹مه) په جورجیا ایالت کې مړ شوی دی. کارټر د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۱ کال ترمنځ د امریکا نهه دېرشم ولسمشر ټاکل شوی و او په ۲۰۰۲ کال کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه. ...
Read More »جنوبي کوریا کې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوه
په جنوبي کوریا کې چارواکي وایي چې نن (یکشنبې، مرغومي ۹مه) یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې ۱۸۱ تنه پکې سپاره وو، تر غورځېدو وروسته لږ تر لږه ۸۵ کسان پکې وژل شوي دي. د امریکا غږ د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې دا الوتکه د تایلند پایتخت بنګکاک څخه ...
Read More »پوتین له خپل اذربایجاني سیال بښنه وغوښته
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل اذربایجاني سیال، الهام علي یف څخه د اذربایجان د هوايي شرکت د الوتکې د نسکورېدو له امله بښنه غوښتې ده. د اذربایجان هوايي شرکت یوه الوتکه چې ۶۷ مسافر په کې سپاره وو، د جمعې په ورځ له باکو څخه روسیې ته الوتنه ...
Read More »عمران خان: د افغان کډوالو په ایستلو سره به پاکستان کې ترهګري کمه نه شي
د پاکستان پخواني لومړی وزیر عمران خان وايي، پر افغانستان د هوايي بریدونو او له پاکستان څخه د کډوالو په جبري ایستلو سره پاکستان کې ترهګري کمه نه، بلکې لا زیاته شوې ده. عمران خان پرون (جمعه) په اډیالي زندان کې له خبریالانو او مدافع وکیلانو سره په خبرو کې ...
Read More »بنګله دېش له هند غوښتي چې شیخ حسینه ورته وسپاري
د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت له هندي چارواکو غوښتي چې، د یاد هیواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شیخ حسینه بېرته ور وسپاري.رسنیو د بنګله دېش د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار له قوله راپور ورکړی چې، بنګله دېش هند ته رسمي غوښتنلیک استولی چې تبعید شوې لومړۍ وزیره شیخ ...
Read More »غزه کې د وژل شویو ملکي وګړو شمیر ۴۵ زره ۲۲۷ ته لوړ شو
د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په غزه کې په تېرو ۱۴ میاشتو کې د جګړو پرمهال د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۵زره ۲۲۷ ته ورسېد. د یاد وزارت څخه د خپرو شویو مالوماتو پر بنسټ په دې موده کې د روانې جګړې له کبله ۱۰۷زره ۵۷۳ نور ...
Read More »د روسیې او بشارالاسد ترمنځ د پناه غوښتنې پر سر ناندرۍ
ځینو رسنیو د روسي چارواکو له قوله خبر ورکړی، چې روسیې د سوریې پخواني ولسمشر بشارالاسد ته په دغه هېواد کې د پناه ورکولو لپاره ځینې شرایطونه وړاندې کړي دي. د چارواکو د مالوماتو له مخې په دې شرایطو کې راغلي چې، بشارالاسد به په سیاسي فعالیتونو کې برخه نه ...
Read More »په ویټنام کې د اور لګېدنې پرمهال ۱۱ کسان مړه شوي
د ویټنام امنیتي چارواکي وایې، چې د دغه هیواد په پلازمېنې(هانوې)کې په یوه کافه خونه کې د اور لګېدنې پر مهال یوولس کسانو خپل ژوند بایللی دی. د امنیتي چارواکو په وینا چې دا پیښه تېره شپه(چهارشنبه،۲۸د لېندۍ)په یوه کافه خونه کې رامنځته شوې ده. د پولیسو د مالوماتو له ...
Read More »غزه کې د اسراییلو په بریدونو کې ۲۰ ملکي وګړي وژل شوي
په غزه کې روغتیایي چارواکو خبر ورکړی چې، د غزې په بېلابېلو سیمو کې پر ملکي وګړو د اسراییلي ځواکونو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه شل تنه وژل شوي دي. چارواکو ویلي چې په یادو بریدونو کې لسګونه نور کسان ټپیان شوي هم دي چې په کې ښځې ...
Read More »پاکستان کې ماین چاودنې درې پوځيان وژلي او درې نور یې ټپیان کړي
د پاکستان امنیتي چارواکو ویلي چې په خیبرپښتونخوا کې د یو ماین چاودنې پرمهال شپږ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د دغه هیواد د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه راغلي چې، ماین چاودنه(سه شنبه،۲۷د لېندۍ)د خیبرپښتونخوا په «دېره اسماعیل خان»سیمه کې رامنځته شوې چې، پرمهال یې ...
Read More »