د هېواد په شمال کې د سالنګ لویه لاره به له نن څخه تر نامعلومې نېټې پورې بنده وي. د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د دې کار علت د دې لویې لارې په اوږدو کې د بیارغونې د چارو پیل ښودلی دی. د دې ادارې رییس عبدالحلیم آغا ...
Read More »چین کې د ایفون پر کارونې بندیز د اپل د ونډو بیه راغورځولې
په چین کې د حکومتي مامورانو له هغې پرېکړې وروسته چې ایفون به نور نه کاروي، د امریکايي اپل شرکت ونډې د دویمې پرلپسې ورځې لپاره رالوېدلې ده. یوازې په تېرو دوو ورځو کې د دغه شرکت ارزښت د ونډو په بازار کې په سلو کې شپږ رالوېدلی، په دې ...
Read More »پکتیکا کې د ۱۱ کیلو متره سړک د بیارغونې چارې پيل شوې
د پکتیکا ولایت د ټولکټو چارو ریاست وايي، چې له مرکز ښرنې تر مټاخان ولسوالۍ پورې د ١١ کیلو متره سړک د داغګيرۍ چارې پیل شوې. د یاد سړک د پرانېستيلو پرمهال د پکتیکا والي ویلي، چې د ټولګټو چارو ریاست په مالي ملاتړ له مرکز ښرنې نه تر مټاخان ...
Read More »بلخ کې د پنبې حاصلات زیات شوي
د بلخ د کرنې ریاست چارواکي وايي، چې سږ کال په دغه ولایت کې د پنبې حاصلات لس سلنه زیات شوي دي. دوي زیاتوي، روان کال تر ۳۰ زره هکټاره کرنیزه ځمکه باندې پنبه کرل شوې چې اټکل کیږي له ۳۷ تر ۴۰ زرو مټریک ټنو پورې د پنبې حاصلات ...
Read More »د ملیاردونو ډالرو په ارزښت د اووه لویو کانونو د استخراج او پروسس قراردادونه لاسلیک شول
د کانونو او پټرولیم وزارت او ګټونکو شرکتونو ترمنځ د ۶.۵ میلیارد ډالرو په پانګونې سره د ۷ لویو کانونو قراردادونه لاسلیک شول.په دغو قراردادونو کې د هرات ولایت د غوریانو ولسوالۍ د اوسپنې کان څلور بلاکونه شامل دي، چې وطن درخشان شرکت ته چې آذاران صنعتي سازه ایراني شرکت ...
Read More »د سالنګ لویه لار به د بیارغونې لپاره د ترافیکو پر مخ په بشپړ ډول وتړل شي
ټاکل شوې د سالنګ لویه د بیارغونې لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شي. د ټول ګټو چارو وزارت ویلي دا لار به د روانې سنبلې/ وږې میاشتې له ۱۹مې نېټې د تونل منځ کې د کانکریټ اچولو تر بشپړیدو بنده وي. سالنګ د افغانستان له نورو ...
Read More »۱۳ ټانکره بېکیفیته تېل له فراه بېرته ایران ته وګرځول شول
د فراه ولایت په شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۳ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران هېواد ته ګرځول شوي دي. د دغه ولایت د شیخ ابونصر فراهي د سټنډرډ ملي ادارې آمر عطاءالله ابرار اغا رسنیو ته ویلي، چې یادې ادارې د شیخ ابونصر فراهي بندر کې ۱۳ ټانکره ...
Read More »سوداګر: پاکستان سره دې د ترانزیټي اموالو د امنیت په تړاو خبرې وشي
په پاکستان کې د افغانستان د صادراتي انځرو د ترانزیټي محمولې د سوځېدو ویډیو له خپرېدو وروسته یو شمېر سوداګر د پاکستان له لارې د سوداګریزو توکو د ترانزېټ په اړه اندېښنه څرګندوي. دغه سوداګر له سرپرست حکومت غواړي چې له پاکستاني لوري سره د ترانزېټي محصولاتو د امنیت ساتنې ...
Read More »ایران ته ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ولیږدول شول
د سټنډرډ ملي ادارې ایران ته د ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېلو له مسترد کولو خبر ورکړی دی. یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې نن يې د فراه په ۷۸میل بندر کې ۴۵ ټانکره بې کیفیته تېل (ډیزل او پطرول) چې د دې ادارې له سټنډرډونو سره یې مطابقت نه درلود بېرته ایران ته مسترد کړي دي. د یادونې وړ ده، چې یادې ادارې پرون هم د یاد ولایت د شیخ ابونصر فراهي بندر له لارې هم ۱۶ ټانکره بې کیفیته تېل ایران ته مسترد کړي وو.
Read More »د افغانۍ ارزښت د ساتلو په موخه نن ۱۴ میلیونه ډالر لیلامیږي
د افغانستان بانک نن یکشنبې ۱۴ میلیونه ډالره د لیلام په ډول پلوري. د باختر اژانس د راپورله مخې، دغه بانک دغه اقدام د افغانۍ د ارزښت د لاپیاوړتیا په هدف کوي. تېره اونۍ هم د افغانستان بانک ۱۴ میلیونه ډالره لیلام کړي وو. په داسې حال کې، چې د ...
Read More »