Home » اقتصادی (page 29)

اقتصادی

متقي: د يوې لارې او کمربند پروژې له لارې سيمه‌ييز پيوستون کې ونډې اخلو

په چين کې د افغانستان په تړاو د ګاونډيو هېوادونو غونډې په څنډه کې نن چهارشنبه د (وري په ۱۰مه) د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخيزه ناسته کړې. د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي په دې اړه خپل ټوېټر کې د بهرنيو چارو سرپرست ...

Read More »

” د افغانستان په صادراتو کې ۷۳ ميليونه زياتوالی راغلی”

د احصايې او مالوماتو ملي اداره وايي، په تېر ۱۴۰۰ لمريز کال کې بهر ته د افغانستان صادراتو په کچه کې د پام وړ زياتوالی راغلی دی. د يادې ادارې مرستيال حسيب‌الله موحد نن چهارشنبه د (وري په ۱۰مه) په کابل کې خبري کنفرانس ته ويلي، په تېر ۱۴۰۰ لمريز ...

Read More »

برادر: که لويې ملي پروژې تطبيق شي، په بهرنيو مرستو تکيه کمېدای شي

د رئيس‌الوزرا لومړی مرستيال عبدالغني برادر وايي، اوسني امنيتي وضعيت ته په پام سره اړتيا ده چې په افغانستان کې لويې ملي پروژې تطبيق شي. نوموړي نن چهارشنبه د (وري په ۱۰مه) په بلخ کې د قوشتېپې د اوبو لوی کانال د پرانيستې مراسمو ته وويل، افغانستان د نورو هېوادونو ...

Read More »

برېتانيې له افغانستان سره ۲۸۶ ميليونه پونډ مرستې اعلان کړی

ټاکل شوې چې سبا پنج‌شنبه د برېتانيې، جرمني او ملګرو ملتونو په کوربه‌توب افغانستان ته بشري مرستو د جلبولو په موخه غونډه ترسره شي؛ خو د يادې غونډې له ترسره کېدو يوه ورځ وړاندې، برېتانيې له افغانستان سره د ۲۸۶ ميليونه پونډ مرسته چې ۳۷۴ ميليون ډالر کېږي، اعلان کړه. ...

Read More »

نړيوال بانک د نجونو ښوونځيو بندولو له امله د افغانستان ځينې پروژې کنګل کړې

له شپږم ټولګي د لوړو ټولګيو ښځينه زده‌کوونکو پر مخ د ښوونځيو بندولو په تړاو د نړيوالو غبرګونونو په ترڅ کې، تازه نړيوال بانک د افغانستان هغه پروژې کنګل کړې چې د افغانستان لپاره د بيا رغونې صندوق له لوري تمويلېدې. د دې پروژو ټول‌ټال ارزښت ۶سوه ميليونه ډالر ښودل ...

Read More »

راتلونکې پنج‌شنبه افغانستان ته د مرستو جلبولو په موخه د جېنوا غونډه ترسره کېږي

ټاکل شوې چې دوې ورځې وروسته افغانستان ته د بشري مرستو د جلبولو په موخه د برېتانيې، جرمني او ملګرو ملتونو په کوربه‌توب د جېنوا غونډه ترسره شي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر يا اوچا نن سې‌شنبه د (وري په ۹مه) ويلي، ټاکل ...

Read More »

راتلونکو څو ورځو کې د قوشتېپې د اوبو کانال کيندنې عملي کارونه پيلېږي

چارواکو خبر ورکړی چې په نږدې راتلونکې کې به د هېواد په شمال کې د قوشتېپې د اوبو کانال عملي چارې پيل او تر بشپړېدو وروسته به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي. د چارواکو په خبره، د کانال دې لويې پروژې په تطبيق سره به په شمال کې ميليونونه جرېبه ...

Read More »

قرېشي: د افغانستان وضعيت په اړه بې تفاوتي سيمه اغيزمنولی شي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي وضعيت له امله رامنځته شوي بشري بحران ته په اشارې سره وايي، د افغانستان اقتصادي او بشري وضعيت ته د نړيوالو له لوري نه پاملرنه د دې سبب کېږي، چې سيمه هم اغيزمنه شي. نوموړي پرون ...

Read More »

جوبايډن پر روسيې د قتصادي بنديزو زياتولو په موخه بلجيم ته رسېدلی

د امريکا ولسمشر جوبايډن پرون چهارشنبه ناوخته د (وري په ۳مه) د بلجيم پلازمېنې بروکسېل ته رسېدلی او دغلته ته به د ناټو له غړيو هېوادونو سره پر روسيې د نورو اضافي اقتصادي بنديزونو وضعه کولو په اړه سلا مشورې وکړي. بلجيم ته د سفر پرمهال بايډن ويلي، هڅه به ...

Read More »

ترکيې د عصمت‌الله خالوزي شتمني چې له داعش سره په همکاري تورن دی، کنګل کړه

ترکيې حکومت د عصمت‌الله خالوزي شتمني چې د امريکا متحده ايالاتو له لوري په ۲۰۲۱ زېږديز کال کې د داعش له خراسان څانګې سره پر مالي همکارۍ تورن شوی، کنګل کړه. د نوموړي د شتمنۍ کنګل کېدو حکم چې ولسمشر طيب اردوغان ورکړی، پرون چهارشنبه د (وري په ۳مه) د ...

Read More »