د اوکرین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي، پرون جمعه ادعا کړې چې د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین د هغه د سرسخت سیاسي مخالف «الکسي ناوالني» د مړینې مسوول دی. زلنسکي زیاته کړې چې دی ډاډه دی چې یاد کس په مړینه کې پوتین لاس لري. ناوالني په ۲۰۲۱ کال په روسیه کې ...
Read More »د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه د ستانکزي وروستیو څرګندونو ته پاکستان غبرګون ښودلی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، د ډیورنډ کرښې په اړه د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال، شیرمحمد عباس ستانکزي څرګندونو ته غبرګون ښودلی او هغه یې بېاساسه بللې دي. ستانکزي په کابل کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې نیمايي افغانستان له ډیورنډ هاخوا دی ...
Read More »د پروسږ کال په پرتله د پنبې حاصلات زیات شوي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې په هېواد کې د پروسږ کال په پرتله د پنبې تولیدات ۴۱.۳۹ سلنه زیات شوي دي. د یاد وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي چې په روان کال کې ۱۲۲زره او ۴۵۵مټریک ټنه پنبه په هېواد کې تولید شوې ده. ...
Read More »د اذربایجان سفیر کابل ته راغلی
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د اذربایجان سفیر، الهام محمدوف کابل ته راغلی او د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره یې کتلي دي. د ا.ا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي نن سهار (پنجشنبه د سلواغې ۲۶) په ټولنیزه شبکه ...
Read More »افغانستان ته د تاجکستان د برېښنا صادرات ۱۷ سلنه زیاتېږي
د تاجکستان د برېښنا شرکت مسوولین وایي چې په روان ۲۰۲۴ کې به افغانستان د دوی د برېښنا صادرات ۱۷ سلنه زیات شي. د تاجکستان د برېښنا دولتي شرکت پرون چهارشنبه د سلواغې ۲۵مه رسنیو ته ویلي چې دغه هېواد غواړي په روان ۲۰۲۴ کال کې افغانستان ته د برېښنا ...
Read More »په هېواد کې د نجونو د جبري ودونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو په هېواد کې د جبري ودونو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې بېوزلي او بېکاري، پر زدهکړه او ښوونه روزنه بندیزونه په تېرو دوو کلونو کې د دا ډول ودونو د ډېرېدو لامل شوي دي. کارپوهان په دې ...
Read More »پوتین د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د بایډن ملاتړ وکړ
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي، د امریکا د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایډن د ده د خوښې وړ انتخاب دی. د روسيې ولسمشر دغه څرګندونې نن (پنجشنبه د سلواغې ٢٦مه) په مسکو کې د ‘راتلونکې تکنالوژۍ ټولنې’ د غونډې په څنډه کې له ...
Read More »افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا لوبډلې ته درېیمه لوبه هم وبایلله
افغان ملي لوبډلې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په وروستۍ لوبه کې بیا د سریلانکا لوبډلې پر وړاندې په ۷ ویکټو ماتې وخوړه. دا لوبه د چهارشنبې په ورځ د سلواغې په ۲۵مه د سریلانکا په کوربه توب وشوه. د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دې لوبه ...
Read More »بایډن نتانیاهو په غزه کې د اوربند پر وړاندې اصلي خنډ ګڼي
د امریکا ولسمشر، جو بایډن د اسراییلو لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو په غزه کې د اوربند د ټینګښت پر وړاندې لوی خنډ ګڼي. اېن بي سي نیوز د خپلو باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی چې بایډن په دې وروستیو کې په غزه کې د اسراییلو د پوځي چلند د ...
Read More »خوست کې يو ډله ييز قبر موندل شوى
د خوست سیمه ییزو مسوولینو په دغه ولایت کې د یو ډله ییز قبر د موندلو خبر ورکړی دی.د خوست ښاروال، بسم الله بلال وايي، چې په دغه ډله ييز قبر کې شاوخوا سل جسدونه موندل شوي، چې ښايي د شوروي اتحاد له ملاتړ برخمنو حکومتونو په وخت کې پاتې ...
Read More »