Home » Author Archives: Shakiba Naderi (page 70)

Author Archives: Shakiba Naderi

ترکیي له داعش ډلې سره د اړیکې په تور ۴۸ کسان ونیول

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت له داعش ډلې سره د اړیکې په تور د ۴۸ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی. د ترکیې د کورنیو چارو وزیر، علي یرلیکایا په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي: “د ترکیې امنیتي ځواکونو له داعش ډلې سره د اړیکې په تور او  په ...

Read More »

د کابل له پلچرخي زندانه څه باندې ۴۰۰ بندیان خوشي شول

د کوچني اختر په مناسبت د ا.ا د رهبر د فرمان له مخې، د کابل له پلچرخي زندان څخه د ۴۰ ښځو او ۲۸ ماشومانو په ګډون ۴۰۶ زندانیان خوشې شوي دي. د ا.ا د زندانونو د تنظیم ادارې معین عبدالله همدرد په یاد زندان کې جوړ شوو مراسمو ته ...

Read More »

زهرا بلوچ: پاکستان له ټي ټي پي سره د مذاکرې لپاره کوم پروګرام نه لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ا.ا کورنیو چارو د مرسیتال د څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې دا هېواد به د پاکستاني تا.لبانو له تحریک سره هېڅ مذاکره ونه کړي. د ا.ا د کورنیو چارو لومړي مرستال، محمد نبي عمري ویلي وو چې د پاکستان حکومت دې په ...

Read More »

نړیوال بانک له افغانستان سره ۱۶ میلیون ډالر مرسته کوي

نړیوال بانک اعلان کړی چې د ښځو د کوچنیو سوداګریو د ملاتړ او بوختیا لپاره له افغانستان سره ۱۶ میلیونه ډالره مرسته کوي. دغه بانک په یوه اعلامیه کې لیکلي چې دا مرستې د افغانستان د تاب اوري اماني صندوق (ای ار ټي اېف) له خوا تر سره کېږي او ...

Read More »

د پاکستان له زندانونو څخه ۵۴ افغان کډوال خوشي شول

د پاکستان د سند ایالت له زندانونو څخه ۵۴ افغان کډوال خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي. په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلي مشر، سید عبدالجبار تخاري وایي چې په خوشي شویو کسانو کې یوولس ماشومان هم شامل دي. تخاري زیاتوي چې د پاکستان په سند ایالت کې ...

Read More »

د اسراییلو په برید کې د بهرنیو  مرستندویانو وژل کېدو بایډن غوسه کړی

د «نړیوال مرکزي پخلنځي» مرستندویه موسسې د کارکوونکو پر موټر باندې د اسراییلو له هوايي برید څخه دوې ورځې وروسته، د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي چې دی پر دې پېښه «غوسه او زړه مات شوی» دی. بایډن پرون (سې شنبه، د حمل ۱۴ مه) په یوه خبري کنفرانس کې ...

Read More »

ا.ا: موږ په افغانستان کې د نړیوالې ټولنې لویې پروژې پلي کول غواړو

ا.ا د سیمې او نړۍ له هېوادونو غواړي چې په افغانستان کې سترې پراختیايي پروژې پلې کړي. باختر خبري اژانس راپور ورکړی چې د ریاست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د بهرنيو هېوادونو له سفيرانو او استازو سره په کتنه کې ویلي چې د سيمې او نړۍ هېوادونه بايد ...

Read More »

امریکا: د ایران پر قونسلګرۍ برید کې موږ لاس نه درلود

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې هېواد یې په دمشق کې د ایران پر قونسلګرۍ په برید کې لاس نه درلود. له همدې امله د ایران د بهرنیو چارو د وزیر هغه څرګندونې، چې له امریکا سره باید حساب وشي، «بې اساسه» دي. د سپینې ماڼۍ د ...

Read More »

د ریښتر په کچه ۷.۴ درجې ځمکلړزې د تایوان ځینې سیمې ولړزولې

د تایوان حکومت د یاد هېواد په ختیځ کې د ریښتر  ۷.۴ درجې یوې ځمکلړزې خبر ورکړی دی. د راپورو له مخې، دا ځمکلړزه نن سهار (چهارشنبې، د وري۱۵مه) ختیځ تایوان لړزولی او په دوام یې جاپاني او تایواني چارواکو د سونامي خبرداری هم ورکړی دی. تر دې مهاله د ...

Read More »

ا.ا د ملکي او نظامي کارکوونکو له تنخوا د تقاعد ګرځول منع اعلان کړل

د ا.ا مشر د یوه فرمان په صادرولو سره د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد ګرځول بند کړي دي. دا فرمان د هیبت الله اخندزاده لخوا مالیې وزارت ته صادر شوی او پکې ویل شوي چې د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو څخه د تقاعد ...

Read More »