Home » Author Archives: Shakiba Naderi (page 62)

Author Archives: Shakiba Naderi

بلینکن په رفح کې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د اسراییلو پلان ناسم وباله

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن ویلي چې اسراییل په رفح کې د شاوخوا ۱٫۴ میلیونو فلسطینیانو د ساتنې لپاره «د باور وړ پلان» نه لري. بلینکن ویلي چې په رفح ښار برید هلته د حماس له پای ته رسولو پرته ملکي خلکو ته د سخت زیان رسولو ...

Read More »

ایران: د افغانستان د خلکو ګټې، امنیت او پرمختګ باید د نړیوالو سازمانونو لومړیتوب وي

د یوناما مشرې او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، روزا اوتنبایوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال «علي باقري کني» سره کتلي او د افغانستان په وروستیو بدلونونو او د دوحې د راتلونکې غونډې په اړه یې خبرې کړې دي. د ایران د ...

Read More »

توماس ویسټ: موږ په افغانستان کې د سیلاب ځپلو لپاره بیړنۍ مرستې چمتو کوو

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، توماس ویسټ وايي، امریکا او شریکان یې په افغانستان کې د سېلاب ځپلو لپاره د خوراکي توکو او اوبو په ګډون بېړنۍ مرستې چمتو کوي. نوموړي نن سهار (دوشنبه د غویي۲۴مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې متحده ایالات په بغلان او د افغانستان ...

Read More »

بغلان کې د سیلابونو له امله د قربانیانو شمېر ۳۱۵ ته رسېدلی

د ا. ا د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی، چې په بغلان کې د سېلابونو د قربانیانو شمېر ۳۱۵ کسانو ته لوړ شوی او اوس هم د مالي او ځاني زیانونو د زیاتوالي احتمال شته. د ا.ا د کډوالو چارو وزارت دا شمېرې نن (یکشنبه، د غویي۲۳مه) خپرې کړې دي. ...

Read More »

له ایران او پاکستان څخه څه باندې دوه زره افغان کډوال راستانه شوي

د ا.ا د کډوالو چارو وزارت وايي، له ایران او پاکستان څخه دوه زره ۱۰۸ افغان کډوال په خپله خوښه او په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي دي. د ا.ا د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، چې پرون د غویي په ۲۲مه یو زر ۷۵۹ افغان کډوال ...

Read More »

کابل کې د قوش تپې شل اوریزه سیالیو کې تر دې دمه «بند امیر» لوبډله پایلوبې ته رسېدلې

په کابل کې د افغان کرکټ بورډ ادارې په نوښت د قوش تپې شل اوریزه سیالیو لیګ کې تر دې دمه د بند امیر لوبډلې پایلوبې ته لار موندلې ده. په دې لیګ کې پنځو لوبډلو لوبه کوله، چې په هغو کې سپین غر هغه لوبډلې ‎د ۸ لوبو په ...

Read More »

له اوکراین سره د امریکا ۴۰۰ میلیونه ډالره تازه نظامي مرسته

په داسې حال کې چې کییف د اوکراین په شمال ختیځ خارکیف کې د روسي ځواکونو د پرمختګ د مخنیوي هڅه کوي، امریکا اوکراین ته د ۴۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د تازه مرستې نوې بسته اعلان کړې ده. دا د ۹۵ ملیارد ډالرو د مرستې بستې له تصویب وروسته ...

Read More »

جان کربي: د اوکراین پر خلاف به د مسکو بریدونه زیات شي

د امریکا د ملي امنیت شورا ویاند، جان کربي وايي، مسکو به په اوکراین کې پوځي عملیاتو ته زور ورکړي، خو په عین حال کې یې ډاډ څرګند کړی چې اوکراین به د روسیې هر راز نوې حملې په شا وتمبوي او شنډې به یې کړي. جان کربي پرون واشنګټن ...

Read More »

د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د سختو سیلابونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې سختو سېلابونو خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اړولي دي. د ا.ا مسوولین وايي، د سېلابونو له کبله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي او دغه راز ګڼ شمېر کورونه او مېشت ځایونه ویجاړ شوي دي. د باختر خبري اژانس په رپوټ کې ...

Read More »