سپینې ماڼۍ پرون (د چنګاښ ۲۷مه) په یوه اعلامیه کې ویلي چې دامریکا ولسمشر، جو بایډن په کوویډ ۱۹ اخته شوی او له معایناتو وروسته یې په ناڅاپي توګه د نوادا ایالت په لاسویګاس ښار کې خپله بیانیه لغوه کړې ده. د سپینې ماڼۍ ویاند، کارن ژان پییر، په یوه ...
Read More »ملګري ملتونه په نشهیي توکو د اخته افغان ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره نوې تګلاره پیلوي
د روغتیا نړیوال سازمان او د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په افغانستان کې په نشهیي توکو د روږدو ښځو او ماشومانو د ملاتړ لپاره یو ګډ نوښت پیل کړی دی. نن (چهارشنبې د چنګاښ ۲۷مه) د دغو دوو نړیوالو سازمانونو په ګډه اعلامیه کې ویل شوي چې د ...
Read More »ننګرهار کې د ورښتونو، سېلابونو او توپان له کبله د مړو شمېر ۶۵ ته لوړ شو
د ننګرهار ځایي مسوولان وایي چې په دغه ولایت کې د وړمې ورځې د باران او تېز باد له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۶۵ ته رسېدلی دی. د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتوالي امر ادریس ساپي نن(چهارشنبه،د چنګاښ ۲۷مه) رویداد خبري اژانس ته ویلي ...
Read More »عمان کې د شیعه ګانو پر یو جومات د برید په پایله کې له ۳۰ ډېرو پاکستانیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د عمان په پلازمېنه مسقط کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د عاشورا پر مراسمو د برید له امله د دغه هېواد څلور اتباع وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان شوي دي. د فرانسې خبري اژانس ...
Read More »ایران وایي، امریکا، اروپا او اسراییلو د غزې په جګړه کې تر ټولو ډېر زیان لیدلی
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د غزې په تړانګه کې د «انروا» په ملاتړ ښوونځي باندې د اسراییلو د برید په غبرګون کې ویلي چې دغه عمل یو ځل بیا نړۍ ته د لوېدیځ تور او پټ اړخ په ډاګه کړی دی. د ایران د بهرنیو چارو د ...
Read More »ملګري ملتونه: له پاکستان څخه څه باندې ۵۷ سلنه افغان کډوال په زوره ایستل شوي
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ شمېرې ښيي چې له پاکستان څخه د ټولو راستنېدونکو افغان کډوالو له ډلې ۵۷ سلنه یې په زور او ۴۲ سلنه یې په خپله خوښه راستانه شوي دي. دې ادارې په یو راپور کې ویلي چې د جنورۍ له ...
Read More »د پنجشېر عمومي لاره د سېلابونو له امله تړل شوې
د پنجشېر ولايت په دوو ولسواليو کې نن سهار (دوشنبه، د چنګاښ ۲۵مه) سېلابونو مالي زيانونه اړولي دي. ځايي سرچينو رسنيو ته د عکسونو له رالېږلو سره لیکلي چې د پنجشېر عمومي لاره د دلان سنګ په سيمه کې د سېلاب له امله تړل شوې ده. سرچینه زیاتوي، چې دغه ...
Read More »د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته اووه میلیارده ډالره پور ورکوي
د پيسو نړيوال صندوق پرون (جمعه، د چنګاښ ۲۲مه) ویلي چې پاکستان ته يې د دريو کلونو لپاره د اووه ميليارده ډالرو پور ورکولو هوکړه کړې ده. د دې ادارې د بیانیې له مخې، دا نوی پروګرام چې باید د یاد صندوق د اجراییوي بورډ لخوا تصویب شي، پاکستان ته ...
Read More »د ۱۴۰۳ کال د کانکور وروستۍ ازموینه واخیستل شوه
د ازموینو ملي اداره وایي چې د د۱۴۰۳ کال د کانکور وروستۍ ازموینه پرون (جمعه د چنګاښ ۲۲مه) په پلازمېنه کې اخیستل شوې ده. د ازموینو ملي ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د متفرقه دواطلبانو، د ولایتونو غیرحاضران، د څوارلسم ټولګي فارغان، او د دیني مدرسو له فارغانو ...
Read More »د افغانستان په سلګونو سوداګریزې لارۍ د پاکستان پر پوله درول شوې
په پاکستان کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې د مېوو او سبزیجاتو شاوخوا ۳۰۰ لارۍ چې له افغانستان څخه پاکستان ته روانې وې، د دواړو هېوادونو ترمنځ په پوله کې بندې شوې دي. په پاکستان کې د افغانستان سفارت پرون (جمعه د چنګاښ په ٢٢مه) په یوه خبرپاڼه کې ...
Read More »