Home » Author Archives: Shakiba Naderi (page 43)

Author Archives: Shakiba Naderi

ایران د یو افغان په ګډون ۸ کسان اعدام کړي

د ایران پر بشري حقونو د څار یو سازمان «هنګو» وایي چې په دغه هېواد کې ایراني حکومت د یوې ښځې او یو افغان په ګډون ۸ کسان د نشه‌یي توکو د قاچاق په تور په بند محکوم او اعدام کړي دي. دې ادارې په یو راپور کې ویلي چې ...

Read More »

اتل خان رحیم زوی د کانکور عمومي اول نمره شو

د ازموینو ملي ادارې اعلان کړی چې له کابل ولایت څخه اتل خان رحیم زوی د ۳۵۹.۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۴۰۳ کال د کانکور په ازموینه کې لومړی مقام خپل کړی دی. د حبیبې لېسې زده کوونکی اتل خان رحیم زوی د کابل طبي علومو پوهنځي ته ...

Read More »

بلینکن: اوکراین د امریکا له ملاتړ پرته مقاومت کولای شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د لومړي ځل لپاره د امریکا د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ټرمپ د احتمالي بریا او له اوکراین څخه د واشنګټن د ملاتړ د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړې او په عین وخت کې یې ټینګار وکړ چې اوکراین له امریکا ...

Read More »

د اسراییلو د یمن په حوثیانو برید کړی

د اسراییلو جنګي الوتکو وروسته له هغې د یمن په حدیده‌ی بند برید کړی چې په تل ابیب ښار کې د حوثیانو د یوې بې پيلوټه الوتکې په برید کې یو غیر نظامي اسراییلی ووژل شو.د اسراییلو دا برید پرون (شنبې د چنګاښ ۳۰مه) شوی دی. د فرانس پرس د ...

Read More »

ټرمپ: که ټاکنې وګټم، د اوکراین جګړه به پای ته ورسوم

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماند ډونالډ ټرمپ د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې ژمنه کړې چې د بیا ټاکل کېدو په صورت کې به د اوکراین جګړه پای ته ورسوي. ټرمپ په یوه بیان کې چې د “تروث سوشیال” په نوم په خپل ټولنیز ...

Read More »

د افغانستان په صادراتو کې څه باندې ۱۱ میلیونه کموالی راغلی

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د روان کال په غبرګولي کې د افغانستان صادرات د غویي میاشتې په پرتله ۱۱٫۳ میلیونه ډالره کم شوي دي. د دې ادارې د معلوماتو له مخې، افغانستان د غویي په میاشت کې ۹۳٫۳ میلیونه ډالره صادرات لرل، په داسې حال کې ...

Read More »

نړیواله محکمه: د اسراییلو لخوا د فلسطیني ځمکو اشغال غیرقانوني دی

په لاهه کې د عدالت نړیوالې محکمې، چې د ملګرو ملتونو تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی، په یو تاریخي حکم سره اعلان کړی چې د اسراییلو له خوا د فلسطیني ځمکو اشغال د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د دې مهمې ...

Read More »

پاکستان: بنیامین نتنیاهو یو ترهګر دی

د پاکستان حکومت جمعه د چنګاښ په ۲۹مه د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو یو ترهګر بللی او د فلسطینیانو پر وړاندې د جنګي جنایتونو په تور یې د هغه د محاکمې غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې، په سیاسي او عامه چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر، ...

Read More »

د چین په یو پلورنځي کې اورلګېدنې د ۱۶ کسانو ژوند اخیستی

چینايي رسنیو خبر ورکړی چې د سیچوان ښار په یوه لوی پلورنځي کې د اور لګېدنې له امله ۱۶ کسان مړه شوي دي. د رسنیو د راپورونو له مخې، اورلګېدنه د چنګتئ په ۲۷مه د چهارشنبې په ماښام پیل او د پنجشنبې په سهار پای ته ورسېده. تر اوسه د ...

Read More »

نیمروز کې اورلګېدنه؛ شپږ کسان ټپيان او څه باندې شپږ میليونه افغانۍ زيان اوښتى

د نيمروز په مرکز زرنج ښار کې د اکسېجن د توليد په يوه شرکت کې د اورلګېدنې له امله شپږ نيم ميليونه افغانۍ مالي زيان اوښتى او شپږ نور کسان پکې ټپيان شوي دي. ځايي سرچينو رسنيو ته ويلي، چې اورلګېدنه د چهارشنې ورځې په شپږو بجو د زرنج ښار ...

Read More »