Home » Author Archives: Shakiba Naderi (page 4)

Author Archives: Shakiba Naderi

امریکا پر اسراییلو د ۳ میلیارد ډالرو وسلې پلوري

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت پرون (جمعه، د کب۱۰مه) په اسراییلو باندې د نږدې ۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د بمونو، تخریبي وسایلو او نورو وسلو پور منظور کړی. پنټاګون ویلي، اسراییلو ته د دې وسلو استولو چارې ښایي په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي، خو دا یې ...

Read More »

ټرمپ: زلنسکي له روسیې سره سولې ته چمتو نه دی

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره له یوې کړکېچنې کتنې وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي چې زلنسکي له روسیې سره سولې ته چمتو نه دی. ولسمشر ټرمپ په دغه اعلامیه له زلنسکي سره کتنه «ډېره معناداره» بللې او زیاته ...

Read More »

کندهار کې سېلابونو د یوشمېر کسانو ژوند اخیستی

په کندهار کې د پېښو په وړاندې د مبارزې او چمتوالي ادارې مسوولینو ویلي چې د کندهار ښار په پنځمه ناحیه کې پرون (سه‌شنبې، د کب ۶مه) د ناڅاپي سېلاب راوتلو له امله دریو نجونو ژوند له لاسه ورکړی دی. دې ادارې په یوه بله اعلامیه کې زیاته کړې، چې ...

Read More »

د امنیت شورا لخوا د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو پرېکړه‌لیک منظور شو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (دوشنبې، د کب ۶مه) د «سولې لپاره لار» تر نامه لاندې پرېکړه‌لیک منظور کړ چې د اوکراین او روسیې د جګړې بندېدو ته شرایط برابروي. دغه پرېکړه‌لیک ته امریکا، چین او روسیې مثبتې رایې ورکړې، خو بریټانیا او څلورو نورو اروپایي هېوادونو بیا ممتنع ...

Read More »

د فریدریش مرټس په مشرۍ د المان محافظه کار ګوند د دغه هېواد ټاکنې وګټلې

د المان محافظه کارانو د یکشنبې د فبروري په ۲۳مه، د هېواد عمومي ټاکنې وګټلې او ټاکل شوې چې د دوی مشر، فریدریش مرټس د هېواد راتلونکی صدراعظم شي. د المان لپاره بدیل ګوند د بې ساري پایلو سره دویم مقام خپل کړی دی. مرتس، چې په حکومتولۍ کې تجربه ...

Read More »

یونیسف وایي، په ۲۰۲۴ کال یې له څه باندې ۱۹ میلیونه افغانانو سره مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې یې د تېر ۲۰۲۴ کال په اوږدو کې له ۱۹ میلیونو څخه زیاتو کسانو ته د روغتیا، پوهنې، ماشومانو ساتنې، ټولنیزو اسانتیاوو د پروګرامونو له لارې د ژوند ژغورنې په برخو کې مرستې برابرې کړي دي. د ...

Read More »

نن د جرمني پارلماني ټاکنې کېږي

ټاکل شوې ده چې نن (یکشنبې د کب ۵مه) په جرمني کې پارلماني ټاکنې وشي. د اولاف شولڅ په مشرۍ د ایتلافي حکومت له ړنګېدو وروسته، د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر د ډسمبر په ۲۷مې د دغه هېواد پارلمان منحل کړ او د فبروري په میاشت کې یې له ...

Read More »

ایران د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام کړل

د ایران د بشري حقونو ادارې اعلان کړی چې یاد هېواد د دوو افغانانو په ګډون اته کسان اعدام کړي دي. د دې ادارې په وینا، اعدام شوي کسان په نشه‌يي توکو، جنسي تېري قصدي وژلو او دېته ورته جرمونو تورن شوي وو. ورته مهال د ایران د بشري حقونو ...

Read More »

ټرمپ له پوتین او زیلنسکي وغوښتل چې له یو بل سره خبرې وکړي

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په اوکراین کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د روسیې ولسمشر، ولادیمیر پوتین او د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي غوښتي چې له یو بل سره خبرې وکړي. ټرمپ په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، “ولسمشر پوتین او ولسمشر زیلنسکي باید له یوبل ...

Read More »

سره میاشت: هره میاشت پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوو

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وايي، هره میاشت د هېواد په روغتونونو کې پر سوري زړه د اخته شاوخوا ۳۰۰ ماشومانو درملنه کوي. د دې ټولنې مرستیال، عزیز الرحمن د یادې ټولنې د شپږ میاشتني راپور د وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي: “زموږ تر ټولو زیاته بودیجه د زړه ...

Read More »