د خیبر پښتونخوا په شمالي وزیرستان کې شنبې ( د تلې ۱۴مه) له وسلهوالو سره په شخړه کې د یوه لوړ رتبه افسر په ګډون ۶ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې شپږ وسلهوال هم وژل شوي دي. په ...
Read More »هرات کې د کمپيوټر د مهارتونو د زدهکړې پروګرام ته ۴۰ نجونې استخدام شوې
په هرات کې ۴۰ نجونې د کمپيوټر د مهارتونو د وړيا روزنيز پروګرام لپاره ګمارل شوې دي. د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د معلوماتو له مخې، دغو نجونو ته به د شپږو میاشتو په موده کې د پرمختللو کمپیوټري پروګرامونو، د وېبپاڼې د جوړولو ...
Read More »ایران دوه افغانان اعدام کړل
د ایران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چې د دوو افغانانو په ګډون د یاد هېواد په قزل حصار زندان کې اته کسان اعدام شوي دي. دغه سازمان په یو راپور کې لیکلي چې چهارشنبې، د تلې ۱۱مه د دوو افغانانو په ګډون څه کم اته کسان په بېلابېلو ...
Read More »هند وایي، امنیتي ځواکونو یې ۲۸ ماویست وسلهوال وژلي
د هند امنیتي ځواکونو د جمعې په ورځ (د تلې۱۳مه) ۲۸ ماویست وسلهوال وروسته له هغه وژلي چې څو ورځې وړاندې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزیر دغو وسلهوالو ته خبرداری ورکړ، چې تسلیم شي او یا به د امنیتي ځواکونو له هر اړخیز برید سره مخامخ شي. د ...
Read More »د پاکستان له زندان څخه ۱۵ افغان بندیان خوشي شول
د کډوالو چارو وزارت اعلان کړی چې د پاکستان له زندان څخه ۱۵ افغان کډوال خوشې شوي دي. دغه وزارت د دې خبر په خپرولو سره لیکلي، چې دغه کسان پرون (چهارشنبې، د تلې ۱۱مه) افغانستان ته راستانه شول.د کډوالو چارو وزارت د تورخم د پولې د چارواکو په حواله ...
Read More »د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه سبا پیلېږي
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا وايي چې د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه غونډه به د اکټوبر په څلورمه جوړه شي. د ا.ا د بهرنيو چارو وزارت د وياند مرستيال حافظ ضياء احمد تکل هم ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست، مولوي اميرخان ...
Read More »پزشکیان: موږ د جګړې په لټه کې نه یو، اسراییل موږ ځواب ورکولو ته مجبوروي
د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان پرون (چهارشنبې، د تلې ۱۱مه) ویلي چې هېواد یې د جګړې په لټه کې نه دی، خو که اسراییل غچ اخیستونکي بریدونه وکړي، تهران به یې سخت ځواب ورکړي. پزشکیان په دوحه کې د قطر له امیر «تیم بن حمد ال ثاني» سره په ګډه ...
Read More »د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ له دندې ګوښه شو
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ټام وېسټ د افغانستان لپاره د دې هېواد د ځانګړي استازي په توګه له دندې ګوښه شو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون (سېشنبې، د تلې ۱۰مه) اعلان کړی چې ټام وېسټ د یاد وزارت د تحریمونو د همغږۍ دفتر ...
Read More »عامې روغتیا وزارت: په تېرو دریو میاشتو کې شاوخوا دوه میلیونه په تنفسي ناروغیو اخته ناروغان ثبت شوي
د عامې روغتیا وزارت چارواکو په پلازمینه کې د موسمي ناروغیو د زیاتوالي خبر ورکوي او اعلان یې کړی چې په تېرو دریو میاشتو کې له یاد وزارت سره د تنفسي ناروغیو نږدې دوه میلیونه ناروغان ثبت شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند، شرافت زمان امرخېل هم د هېواد ...
Read More »اسراییلي پوځ: د ایران برید به بېځوابه پرېنږدو
پر اسراییلو د ایران د بالستیکو توغنديو د برید په اړه د امریکايي مقاماتو له خبرداري وروسته، د اسراییل پوځ ویلي چې ایران د اسراییلو په لور توغندي توغولي دي. په راپورونو کې د اسراییلي پوځ په حواله ویل شوي” له ایران څخه د اسراییلو پر لور توغندي وتوغول شول.” ...
Read More »