Home » Author Archives: Shakiba Naderi (page 22)

Author Archives: Shakiba Naderi

د عراق له زندانونو درې افغان کډوال خوشي شول

د ا.ا د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې د عراق له زندانونو درې افغانان خوشې او خپل هېواد ته راستانه شوي دي. دا کسان په عراق کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله په شپږ میاشتې زندان محکوم شوي وو. د راپورونو له مخې، دا درې ...

Read More »

ایټالیا د لومړي ځل لپاره البانیا ته د کډوالو یوه ډله واستوله

رویټرز خبر ورکړی چې ایټالیا د لومړي ځل لپاره البانیا ته د پناه غوښتونکو یوه ډله استولې ده. دا اقدام په ۲۰۲۳ کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوي تړون برخه ده. البانیا موافقه کړې چې د دغه هېواد په شمال کې په دوو پناه ځایونو کې هر ...

Read More »

افغان ابدالیانو د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې عمان ته ماتې ورکړه

افغان الف«ابدالیانو»لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د عمان له الف لوبډلې ته د ۴۴ منډو په توپیر ماتې ورکړه. دغه شل اوریزه سیالۍ(دوشنبې، د تلې۲۳مه)ترسره شوه چې په کې افغان ابدالیانو د ۳ لوبغاړو تر سوځېدو وروسته ۲۱۱ منډې وکړې. په افغان توپ وهونکو کې لوبډلمشر دروېش ...

Read More »

ټکسي چلوونکي کابل کې د غیر رسمي ټکسیانو له بې نظمۍ شکایت کوي

په کابل کې یو شمېر ټکسي چلوونکي په ښار کې د غیری ټکسي او بې رنګه موټرو له فعالیت څخه شکایت کوي او وايي چې دغه موټرونه په ښار کې د ګډوډۍ لامل شوي دي. دغه ټکسي چلوونکي چې د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو لپاره د خپلو ټکسيانو سپین ...

Read More »

هرات کې له یو کال وروسته لا هم زلزله‌ځپلي سرپناه نه لري

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، په هرات د پروسږ کال زلزلې له امله ۲۵ زره کورنۍ لا هم د سرپناه د نه‌لرلو له ستونزو سره مخ دي. اوچا له دغه زلزله‌ځپلو سره د همکاریو او مرستو غوښتنه کړې ده. بلخوا څه موده وړاندې ملګرو ...

Read More »

د حزب‌الله له لوري پر اسراييلو د بريد له امله څه باندې ۷۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې

د اسراییل پر یوه پوځي هډه د حزب‌الله د بې‌‌پيلوټه الوتکو د یوه برید له امله څلور اسراییلي عسکر وژل شوي او ۶۷ نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې، اسراییلي پوځ نن (دوشنبې، د تلې ۲۳مه) ویلي چې برید د تل‌ابیب په شمالي سیمه کې د بنیامینه ښار ...

Read More »

منظور پښتین: د ډیورنډ پر کرښه له پاسپورټ او ویزې پرته باید ازاد تګ راتګ او سوداګري وشي

په خیبر کې د «پښتنو قامي عدالت» په نوم لویه جرګه بېګا ناوخته د یوه پرېکړه‌لیک په اعلانولو سره پای ته ورسېده. ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین د پښتنو قامي جرګې پرېکړې او غوښتنې اعلان کړې. جرګې د پاکستان پوځ او پاکستاني تا.ل.بانو ته دوې میاشتې وخت ورکړی ...

Read More »

افغان ابدالیانو کرکټ لوبډلې هانګ کانګ ته ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې «افغان ابدالیان» د درې اړخیزې لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې هانګ کانګ لوبډلې ته د ۷ وېکټو په توپير ماتې ورکړې ده. دا لوبه (یکشنبې، د تلې ۲۲مه) ترسره شوه چې پکې هانګ کانګ لومړۍ توپوهنه وکړه او افغان ابدالیانو ته یې د ۱۱۲ ...

Read More »

د پښتنو قامي جرګه به د نن ورځې ترپایه خپلې پرېکړې او غوښتنې اعلان کړي

ټاکل شوې چې د خیبر درې اړوند«رېګي للمه»سیمه کې د پښتنو قامي جرګې شاوخوا ۸۰ کمېټې خپلې پرېکړې د همدې ورځې تر پایه اعلان کړي. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین جرګې ته د وینا پرمهال ویلي، چې په خیبر پښتونخوا کې یې د جرګې د پریکړو په اړه ...

Read More »

د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو خونې او د رویداد خبري اژانس ترمنځ د همکارۍ د هوکړه‌لیک لاسلیک

رویداد خبري اژانس او ​​د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې په هېواد کې د ښځینه متشبثینو د هڅونې او هیلو غوړولو په موخه د همکارۍ یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړ.دغه هوکړه لیک رویداد خبري اژانس د استازي محمد فهیم کریمي او د افغانستان د ښځو سوداګرۍ او صنایعو ...

Read More »