د پاکستان د ملي بېړنیو عملیاتو مرکز پرون (شنبې، د لړم ۱۲مه) اعلان کړی چې په دغه هېواد کې د پوليو دوې تازه پېښې ثبت شوې دي. د دغه مرکز د معلوماتو له مخې، دا پېښې په «لکي مروت او دېرهاسماعیل خان» سیمو کې ثبت شوې دي. د ویلو ده ...
Read More »د لبنان په ختیځ کې د اسراییلو په هوایي برید کې څه باندې ۵۰ کسان وژل شوي
د لبنان عامې روغتیا وزارت (جمعه، د لړم ۱۱مه) ویلي چې د دې هېواد په ختیځ کې د اسراییلو په هوایي بریدونو کې لږ تر لږه ۵۲ کسان وژل شوي دي. که څه هم چې اسراییلي پوځ ادعا کوي چې هغوی تر هوایي بریدونو وړاندې د سیمې خلکو ته خبرداری ...
Read More »ظرافت کارخونه؛ د حکاکي هنر د ترویج او ودې هڅې
پر لرګیو د سکنې د بېلابېلو شکلونو حککولو ته حکاکي ویل کېږي. د «ظرافت» په نوم د نورستاني حکاکي هغه کارخونه ده چې پکې څه کم ۳۰ ښځینه او نارینه زده کوونکي په لرګینو توکو کې د حکاکۍ هنر پر زده کولو بوخت دي او هڅه کوي چې په خپلو ...
Read More »سوریه کې امریکایي ځواکونو د داعش ۳۵ غړي ووژل
د متحدو ایالتونو د پوځ مرکزي قومندانۍ پرون (چهارشنبې، د لړم ۹مه) اعلان کړی چې په سوریه کې یې د هوایي برید له امله لږ تر لږه ۳۵ داعش جنګیالي وژلي دي. دې قومندانۍ ویلي چې د روانې اوونۍ په جریان کې یې په سوریه کې د داعش جنګیالیو یو ...
Read More »کرکټ بورډ: افغان ۱۹ کلنه لوبډله له پاکستان او متحده اماراتو سره سیالۍ کوي
د افغانستان کرکټ بورد (چهارشنبې، د لړم ۹مه) د پاکستان او متحدو عربو اماراتو د ۱۹ کلنو لوبډلو سره د درې اړخیزې لوبلړۍ لپاره د ۱۸ لوبغاړو نومونه اعلان کړل. د دریو هېوادونو د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ دا لوبې د نومبر په ۱۳مه نېټه پیلېږي او په ۲۶مه به ...
Read More »یونیسف په کابل کې د ځمکې لاندې اوبو د کمښت خبرداری ورکړی
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، که په کابل کې له ځمکې لاندې د څښاک اوبو لپاره تدابیر ونه نیول شي ښایي تر ۲۰۳۰م کال پورې وچې شي. یونیسف پرون(سه شنبې، د لړم۸مه)په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ...
Read More »د لبنان حزب الله غورځنګ «نعیم قاسم» د خپل مشر په توګه وټاکه
د لبنان حزب الله پرون (سې شنبې، د لړم ۸مه) اعلان کړی چې د خپل وژل شوي مشر، حسن نصرالله پرځای یې د دې غورځنګ مرستیال نعیم قاسم د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی. حسن نصرالله تېره میاشت پر جنوبي بیروت د اسراییلو په یو برید کې ووژل ...
Read More »د افغانستان او قطر ترمنځ د مستقیمو هوایي الوتنو هوکړه لیک لاسلیک شو
ا.ا د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت خبر ورکړی چې د افغانستان او قطر ترمنځ د دوه اړخیزو هوایي الوتنو هوکړه لیک لاسلیک شو. د یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه هوکړه لیک (دوشنبې، د لړم۷مه) په دوحه کې ا.ا حکومت د ټرانسپورت او ...
Read More »ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پيل شو
روغتیایي مسوولان وایي چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی. د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا رییس، مولوي امین الله شریف نن (دوشنبې،د لړم۶مه) د یاد کمپاین د پرانېستې پرمهال وویل، چې د دې کمپاین په ترڅ کې به ۸ ...
Read More »د مصر ولسمشر په غزه کې د دوه ورځیني اوربند وړاندیز کړی
د مصر ولسمشر، عبدالفتاح السیسي په غزه کې د دوه ورځني اوربند وړاندیز اعلان کړی دی. د رویټر خبري اژانس د راپور له مخې، السیسي دغه اعلان (یکشنبې، د لړم۶مه) کړی دی، نوموړي د خپل وړاندیز په یوه برخه کې ټینګار کړی چې یو شمېر برمته شوي اسرایلیان د له ...
Read More »