Home » Author Archives: Shakiba Naderi (page 14)

Author Archives: Shakiba Naderi

ایراني پولیسو په دغه هېواد کې د ځانمرګي برید په تور یو کس نیولی

ایراني چارواکو پرون (یکشنبې، د مرغومي ۹مه) ویلي چې په دغه هېواد کې یې د ځانمرګي برید په تړاو یو کس نیولی دی. دا ځانمرګی برید وړمه ورځ د ایران هرمزګان ولایت د لنګه بندر کې وشو چې له امله یې د ایران د پولیسو د اطلاعاتو د مشر، مجتبی ...

Read More »

د امریکا پخوانی سل کلن ولسمشر «جیمي کارټر» مړ شو

د امریکا پخوانی ولسمشر «جیمي کارټر» په سل کلنۍ پرون (یکشنبې، د مرغومي ۹مه) په جورجیا ایالت کې مړ شوی دی. کارټر د ۱۹۷۷ او ۱۹۸۱ کال ترمنځ د امریکا نهه دېرشم ولسمشر ټاکل شوی و او په ۲۰۰۲ کال کې یې د نوبل د سولې جایزه هم ګټلې وه. ...

Read More »

جنوبي کوریا کې یوه مسافر وړونکې الوتکه نسکوره شوه

په جنوبي کوریا کې چارواکي وایي چې نن (یکشنبې، مرغومي ۹مه) یوه مسافر وړونکې الوتکه، چې ۱۸۱ تنه پکې سپاره وو، تر غورځېدو وروسته لږ تر لږه ۸۵ کسان پکې وژل شوي دي. د امریکا غږ د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې دا الوتکه د تایلند پایتخت بنګکاک څخه ...

Read More »

پوتین له خپل اذربایجاني سیال بښنه وغوښته

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل اذربایجاني سیال، الهام علي یف څخه د اذربایجان د هوايي شرکت د الوتکې د نسکورېدو له امله بښنه غوښتې ده. د اذربایجان هوايي شرکت یوه الوتکه چې ۶۷ مسافر په کې سپاره وو، د جمعې په ورځ له باکو څخه روسیې ته الوتنه ...

Read More »

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټېسټ لوبې په درېیمه ورځ رحمت شاه زرمتي غبرګې سلیزې پوره کړې

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړۍ ټیسټ لوبې درېیمه ورځ بشپړه شوه او افغانستان یوازې د دوه لوبغاړو په سوځېدو سره ۴۲۵ منډې جوړې کړې.د دې سیالۍ په درېیمه ورځ د افغانستان لپاره رحمت شاه زرمتي پرته له دې چې خپله ویکټه له لاسه ورکړي غبرګې سلیزې پوره کړې ...

Read More »

ا.ا: پر افغانستان د برید پلانوونکي مرکزونه مو په نښه کړي

د دفاع وزارت ویاند، عنایت‌الله خوارزمي په یوه اعلامیه کې له پاکستان سره د نښتو د تایید ترڅنګ پر افغانستان د بریدکوونکو مرکزونو په نښه کېدل غچ اخیستونکي بریدونه بللي دي. خوارزمي ویلي په دغو بريدونو کې له پاکستان سره د ډيورنډ فرضي کرښې بلې غاړې ته څو نقطې په ...

Read More »

عمران خان: د افغان کډوالو په ایستلو سره به پاکستان کې ترهګري کمه نه شي

د پاکستان پخواني لومړی وزیر عمران خان وايي، پر افغانستان د هوايي بریدونو او له پاکستان څخه د کډوالو په جبري ایستلو سره پاکستان کې ترهګري کمه نه، بلکې لا زیاته شوې ده. عمران خان پرون (جمعه) په اډیالي زندان کې له خبریالانو او مدافع وکیلانو سره په خبرو کې ...

Read More »

بشارالاسد نامعلوم ځای ته وتښتید

سوریې د پوځ دوو جګپوړو افسرانو د یکشنبې د لیندۍ ۱۸مه رویټرز خبري اژانس ته تایید کړه چې د دغه هېواد ولسمشر بشارالاسد له دمشق څخه وتلی او نامعلوم ځای ته تښتېدلی دی. د سوریې د حکومت مخالفو ډلو هم د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې بشارالاسد له هېواده ...

Read More »

مصر کې د اسراییلو او حماس ترمنځ د سولې په اړه خبرې پیل شوې

د اسراییلو او حماس چارواکو پرون (جمعه، د لیندۍ ۱۶مه) ویلي چې مصر په غزې کې د جګړې پای ته رسیدو لپاره د سولې خبرې یو ځل بیا پیل کړې دي. د امریکا غږ د راپور له مخې، د حماس د سیاسي دفتر یو غړي، بسام نعیم د اې پي ...

Read More »

جو بایډن د امریکا په معاصر تاریخ کې ناوړه ولسمشر اعلان شو

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد اوسنی ولسمشر، جو بایډن د امریکا د معاصر تاریخ تر ټولو ناوړه ولسمشر پېژندل شوی دی. د راپورونو له مخې چې د دې پایلې لامل د جو بایډن ډېر عمر، له افغانستان څخه د وتلو طریقه او مکسیکو سره د پولې ستونزو ...

Read More »