Home » Author Archives: Shakiba Naderi

Author Archives: Shakiba Naderi

د لوګر د پوهنې له ریاست سره د عامو خلکو لخوا ۵ میلیونه افغانۍ مرسته وشوه

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د روان ۱۴۰۴ ښوونیز کال له پیل څخه تر اوسه د دې ولایت اوسېدونکو د پوهنې بهیر د پیاوړتیا په موخه پنځه میلیونه افغانۍ مرستې کړې ده. د یاد ولایت د پوهنې ریاست ویاند ...

Read More »

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ د پوځي تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته، د هند حکومت اعلان وکړ چې د هېواد په ۳۲ هوايي ډګرونو کې یې د مې تر ۱۵مې پورې الوتنې ځنډول شوي دي. بلخوا، پاکستان هم اعلان وکړ چې خپل هوايي حریم یې د څو ساعتونو لپاره ( په ...

Read More »

حماس وایي د اشغالګرو ټولې هڅې به له ماتې سره مخ شي

د حماس یو لوړپوړي غړي محمود مرداوي د الجزیرې خبري شبکې سره خبرو کې د اسراییلو له لوري د غزې د نیولو لپاره هر ډول طرحه رد کړه. مرداوي ویلي، د ګواښ او یا د فلسطینیانو د ټول‌وژنې له لارې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه به د اسراییلو هر ...

Read More »

طبابت په سوداګرۍ مه بدلوئ!

محمد فهیم فهمي د غاښونو ډاکټر دی. هغه په کابل پوهنتون کې د غاښونو د طب په برخه کې تحصیل کړی او اوس یې په کابل کې د غاښونو د درملنې یو مرکز جوړ کړی دی. هغه په خپل طبي مرکز کې څو نورو کسانو ته هم د کار زمینه ...

Read More »

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي ریپورټر ریچارډ بنټ په ګډون د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ایستلو لړۍ ودروي. دغو کارپوهانو د افغان کډوالو پر جبري ستنولو اندېښنه ښودلې او ټينګار يې کړی چې پاکستان بايد د ...

Read More »

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو خبرداری ورکړی، که چیرته حماس پاتي اسراییلي برمته راخوشي نه کړي د غزې ځیني برخې به ونیسي. نتانیاهو (چهارشنبې، د وري ۶مه) د پارلمان یوې ناستې ته ویلي، ” په هره اندازه چې حماس د برمته شو یوله خوشي کېدو ډډه وکړي، په همغه کچه ...

Read More »

له دې وروسته مسافر د افغاني تذکرو په لرلو سره کولی شي د تورخم له لارې هېواد ته راستانه شي

د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو رسنیو ته ویلي چې له دې وروسته به پاکستان هغو مسافرو ته اجازه ورکړي چې د افغانستان تذکرې ولري او د تورخم پولې له لارې به بېرته هېواد ته راستانه شي. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست یوه چارواکي عرفات مهاجر، وویل چې د ...

Read More »

پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د یاد هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته لیک استولی

د ډان ورځپاڼې د خبر له مخې، په پاکستان کې مېشت افغان کډوالو د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته یو لیک استولی او له هغه څخه یې غوښتي چې ژر تر ژره د افغان اتباعو په زور د بېرته ستنولو روانه لړۍ ودروي او د ویزو په تمدید ...

Read More »

نن د هېواد په ١٥ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو اټکل شوی

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست په یوه خبرپاڼه کې د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د شدیدو واورو او بارانونو ورېدو اټکل کړی چې ورسره د سېلابونو راوتو احتمال هم شته. دغه ریاست نن (دوشنبې، د وري ۴مه) په هرات، فراه، هلمند، ارزگان، غزني، ډایکندي، ...

Read More »

په تېر یو کال کې د افغانستان د سوداګرۍ زیاتوالی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په ۱۴۰۳ هجري لمریز کال کې افغانستان د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته له ۱ میلیارډ ۷۸۵میلیون ډالرو څخه ډېر صادرات درلودل. د دې وزارت د شمېرو پر بنسټ، سږ کال د افغانستان واردات ۱۱ میلیارډ او ۱۶۴ میلیون ډالرو ته رسېدلي دي. انځیر، ...

Read More »