Home » Author Archives: roydad (page 98)

Author Archives: roydad

داعش د ابوبکر البغدادي ورور خپل نوی مشر وټاکه

د اسلامي دولت ډلې يا داعش اعلان کړی چې ابو الحسن الهاشمی القرېشي يې د خپل نوي عمومي مشر په توګه ټاکلی دی. روېټرز خبري اژانس د دوو عراقي او يوې لوېديځې سرچينې په حواله راپور ورکړی، چې د القرېشي اصلي نوم جمعه اواد البدري دی او د يادو سرچينو ...

Read More »

نيويارک ټايمز: د حکومت له ملاتړ پرته ښايي په واشنټن کې د افغانستان سفارت وتړل شي

نيويارک ټايمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې دامهال په واشنګټن کې د افغانستان سفارت، د افغانستان نوي حکومت له لوري نه تمويلېږي او زياتوي چې د خپل هېواد له ملاتړ پرته ښايي وتړل شي. د راپور له مخې، په واشنګټن کې د افغانستان سفارت دامهال د خپلو عادي لګښتونو د پوره ...

Read More »

عمران خان؛ ملا فضل‌الرحمن ډېزلي ياد کړی؛ خو هغه يې خبرې د لوچکانو بللي

له اوونيو راهيسې د پاکستان واکمن تحريک انصاف او مخالفو سياسي ګوندونو ترمنځ لانجې دوام لري او دا لانجې دې اوج ته رسېدلي چې د لومړي وزير عمران په شمول د پاکستان سياسي مشران يوه او بل ته د سپکو او سپورو ويل پيل کړي. عمران خان پرون جمعه د ...

Read More »

امريکا: په افغانستان کې د بشري حقونو خونديتوب او ملي مشارکت لپاره زيات کار ته اړتيا ده

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وسټ وايي، د انتاليا ډيپلوماسۍ فورم د غونډه په لومړی ورځ يې د اسلامي امارت پلاوي په شمول، د ګڼو هېوادونو له استازو سره او بهرنيو چارو وزيرانو سره ليدلي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، مقابلو لورو سره ...

Read More »

تايوان: که چين بريد وکړي، په لوړه بيه به ورته تمام شي

د تايوان دفاع وزير “چيو کو چنګ” خبرداری ورکړی، چې که چين پر دغه هېواد بريد وکړي نو د دې کار لوړه بيه به پرې کړي. نوموړي دا څرګندونې نن د (کب په ۱۹مه) کړي او ويلي يې دي، چې تايوان په هېڅ صورت د جګړې غوښتونکی نه دی؛ خو ...

Read More »

قرېشي: نړيواله ټولنه دې له افغانستان سره د بشري مرستو کړې ژمنه عملي کړي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي وايي، چې نن پنج‌شنبه د (کب په ۱۹مه) يې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د عالي کمېشنرۍ له مشرې ميشل باشلې سره د افغانستان او پاکستان بشري وضعيت په اړه خبرې کړي دي. نوموړي په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، ...

Read More »

حنفي: په افغانستان کې ۵ ميليونه کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي

د رئيس‌الوزرا دويم مرستيال عبدالسلام حنفي وايي، دامهال په افغانستان کې ۵ ميليونه کسان پر نشه‌يي توکو روږدي دي او د يادو کسانو له ډلې يو ميليونه هغه يې ښځې او ماشومان دي. نوموړي دا څرګندونې پرون چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) د ژغورنې نړيوالې کميټې له مرستيالې ميدلن سيدلير ...

Read More »

زلينسکي: روسي ځواکونو په ماريوپول کې د ماشومانو روغتون بمبار کړی

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي پرون چهارشنبه د (کب په ۱۸مه) په خپل ټوېټر کې داسې وېډيو خپره کړې، چې د نوموړ د ادعا له مخې د اوکراين په سوېل ختيځ ښار ماريوپول کې د ماشومانو پر روغتون د روسي ځواکونو له بريد وروسته وضعيت ښکاره کوي. نوموړي ادعا کړې ...

Read More »

د پاکستان په پارلمان کې د عمران خان حکومت د پرځولو سياسي هڅې پيل شوي

د پاکستان په پارلمان کې د دغه هېواد د تحريک انصاف په مشرۍ د اوسني حکومت سياسي مخالفانو جبهه تشکيل کړې او هڅه کوي چې د عمران اوسنی حکومت له سياسي لارو را وپرځوي. د لومړي وزير عمراخان د حکومت په مخالفو سياسي ګوندونو کې د خلکو ګوند (پپلز پارټي) ...

Read More »

كرزی: تلپاتې سولې ته د رسېدو لپاره دې ټول افغانان په پرېکړو کې شريک شي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په افغانستان کې هر حکومت بايد ټولو افغانانو ته د منلو وړ وي او زياتوي چې د دې کار لپاره دې اسلامي امارت له خپه شوو سياسي څېرو سره مذاکره وکړي. نوموړي د (صدا وسيما) په نوم له يوه ايراني خبري اژانس سره په مرکه ...

Read More »