Home » Author Archives: roydad (page 81)

Author Archives: roydad

د خبريالانو ملاتړي بنسټونه: د افغان خبريالانو نيولو او شکنجې اندېښنې زياتې کړي

د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديې په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري له خبريالانو سره د اوسني چلند په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د خپل‌سرۍ پرځای بايد له خبريالانو سره هر ډول چلند د قانون په چوکاټ کې ترسره شي. دې اتحاديې نن يک‌شنبه ...

Read More »

د افغانستان بانک: اروپايي ټولنه په بانکي سکټور کې همکاريو ته لېواله ده

د افغانستان بانک پرون يک‌شنبه د (وري په ۲۸مه) د يو خبرپاڼې په خپرولو سره خبر ورکړی چې د ياد بانک مسوولانو د اروپايي ټولنې له استازو سره د متقابلو همکاريو د رامنځته کولو په موخه ليدنه کړې. په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان بانک اقتصادي سلاکار لطف‌الله نور ...

Read More »

پاپ فرانسيس؛ د ايسټر په مراسمو کې افغانانو ته د سولې او پخلاينې دوعا کړې

د نړۍ د کاتوليکانو رهبر پاپ فرانسيس پرون يک‌شنبه د (وري په ۱۷مه) د اېټاليې په روم کې، د ايسټر په مناسبت جوړو شوو مراسمو ته د وينا پرمهال د افغانستان بشري ناورين يادونه کړې ده. نوموړي ويلي، چې له خدای ج څخه د ميانمار ترڅنګ د افغانستان لپاره هم ...

Read More »

ملګري ملتونه: جګړو، وچکالۍ او اقتصادي رکود افغان ښځې او ماشومان اغيزمن کړي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف خبر ورکړی چې په افغانستان کې د موجوده اقتصادي ناورين له امله ښځې او ماشومان سخت اغېزمن شوي دي. د يونيسف د نړيوالو اړيکو او ملاتړ مشرې پالوما اسکوډيرو پرون يک‌شنبه د (وري په ۲۸مه) په يو لړ ټوېټونو کې ...

Read More »

پاکستان: له افغانستان سره د دواړو هېوادونو د امنيت په اړه همغږي لري

وروسته له هغې چې پاکستان پر خوست او کونړ هوايي بريدونه وکړل، ورسره سم نن يک‌شنبه د (وري په ۲۸مه) د پاکستان بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې پاکستان او افغانستان په خپلو کې د دواړو هېوادونو د امنيت په اړه همغږي لري. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند عاصم ...

Read More »

روسيې پر بوريس جانسن او ځينو برېتانوي چارواکو مسکو ته د سفر بنديز لګولی

روسيې په يوه تازه اقدام کې پرون شنبه د (وري په ۲۷مه) د برېتانيا لومړي وزير بوريس جانسن په شمول د دې هېواد پر يو شمېر برحاله او مخکېنيو چارواکو مسکو ته د سفر بندونه لګولي دي. د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د اعلاميې له مخې لومړی وزير بوريس ...

Read More »

نصير احمد فایق: پاکستان بايد د افغانستان ځمکنۍ بشړتيا ته درناوی وکړي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ سرپرست نصير احمد فايق پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بريدونه چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه تنه عام ولسي خلک په کې شهيدان شوي، وغندل. نوموړي بېګاه شپه د (وري په ۲۷مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره ...

Read More »

ملګرو ملتونو پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بريدونه وغندل

پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بريدونو په تړاو د غبرګونو په ترڅ کې، ملګرو ملتونو هم د يادو بريدونو په اړه غبرګون ښودلی او ياد هوايي بريدونه يې چې ملکي وګړي په کې په نښه شوي، غندلي دي. په کابل کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولۍ يا يوناما ...

Read More »

کرزی: پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي بريد جنايت او د ملي حاکميت نقض دی

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خوست او کونړ د پاکستان جېټ الوتکو بمبار غندلی او ويلي يې دي چې دا کار د بشر ضد جنايت، د افغانستان ملي حاکميت نقض او دغه راز د ټولو نړيوالو منل شوو نورمونو خلاف عمل دی. نوموړي پرون ماښام د (وري په ...

Read More »

خوست او کونړ کې د پاکستاني الوتکو بمبار له امله ملکي وګړي وژل شوي

په خوست کې ځايي سرچينو خبر ورکړی چې د دې ولايت سپېرې ولسوالۍ اړوند سيمو کې پاکستاني جېټ الوتکو بمبار کړی او د ياد بمبار په ترڅ کې عامو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د سرچينو د مالوماتو له مخې د پاکستاني الوتکو دغه بمباري د سپېرې ولسوالۍ ...

Read More »