Home » Author Archives: roydad (page 8)

Author Archives: roydad

بېنيټ: افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت خرابېدو لور ته روان دی

د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بېنيټ په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د بشري حقونو له پلوه دغلته وضعيت نور هم د خرابېدو پر لور روان دی. نوموړي بېګاه شپه ...

Read More »

امريکا: د افغانيو نوو بانک نوټونو انتقال له طالبانو سره پر اړيکو مثبت اغېز نه لري

د امريکا متحده ايالات وايي، چې د افغانستان بانک ته يې له افغانانو سره د ښېګڼې په موخه د دې اجازه ورکړې، څو دې هېواد ته د افغانيو د نوو بانک نوټونو د لېږدولو په موخه پيسې انتقال کړي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ پرايس پرون سې‌شنبه د ...

Read More »

عمران خان راتلونکې جمعه د حکومت پر ضد اسلام‌اباد ته اعتراضيه تګ پيلوي

د پاکستان مخکيني لومړي وزير او د دې هېواد د تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان اعلان کړی، چې د راتلونکې جمعې په ورځ به د شهباز شريف په مشرۍ د اېتلافي حکومت پر ضد له لاهور څخه تر اسلام‌اباد پورې اعتراضيه تګ پيل کړي. نوموړي دغه اعلان بېګاه شپه ...

Read More »

نېکلاسن: لا هم باور دا دی چې په افغانستان کې ټول‌ګډونه دولت نه دی رامنځته شوی

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکلاسن وايي، د سيمې هېوادونو په شمول د نړۍ هېوادونه پر دې باوري دي، چې په افغانستان کې لا هم داسې يو حکومت نه دی رامنځته شوی چې د دې هېواد ټول اقشار په کې ځان وګوري. نوموړي دا څرګندونې د ...

Read More »

کرکټ ملي لوبډله نن د نيوزيلنډ له لوبډلې سره لوبه کوي

ټاکل شوې د کرکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د (لړم په ۴مه) د کرکټ ۲۰اووريز نړيوال جام سياليو په لړ کې د نيوزيلنډ لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي. نننۍ لوبه د روان جام د لوبو په ترڅ کې د افغانستان او نيوزيلنډ دويمه لوبه ده. د کرکټ بورډ مسوولانو ډاډ ...

Read More »

سند محکمې په يوه قضيه کې علي وزير له زندان خوشی کړ

د سند محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړي علي وزير په اړه په يوه قضيه کې له زندان څخه د نوموړي د خوشي کولو پرېکړه کړې. د علي وزير مدافع وکيل قادرخان اېډوکېټ رسنيو ته په دې اړه ويلي، چې علي وزير له خپلو ۱۱ ملګرو سره يو ځای ...

Read More »

نېکول پاشينيان: پر ګډه پوله د اذربايجان تخطۍ نور له زغم وتلي

د ارمنيا لومړي وزير نېکول پاشينيان وايي، چې اذربايجان په ناګورنو قره‌باخ سيمه کې تل د ستونزو د جوړولو هڅه کوي او له دې کار يې لاس نه دی اخيستی. نوموړي نن سې‌شنبه د (لړم په ۳مه) په يوه ټوېټ کې له وضعيت شکايت کړی او په خبره يې، اذربايجاني ...

Read More »

خوړو نړيوال پروګرام: د افغانستان اکثره وګړو ژوند ډېر سخت شوی

د خوړو نړيوالو پروګرام وايي، چې له اقتصادي پلوه په افغانستان کې د اګثره وګړو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند خورا سخت شوی دی. دې بنسټ زياته کړې، چې په افغانستان کې ياد وضعيت ته په پام سره يې د شتمنيو جوړولو او د معيشت پروګرام ...

Read More »

ملګري ملتونه په افغانستان کې ناورين ځپلو ښځو ته د همکاريو مرکز جوړوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې اعلان کړی، چې له خپلو همکارو بنسټونو سره په ګډه د افغانستان له هغو ښځو سره د همکاريو مرکز جوړوي چې د ناورين له امله اغېزمنې شوي وي. د نوموړي سازمان د ښځو برخې نن سې‌شنبه د (لړم په ۳مه) خپل ...

Read More »

رينا اميري: طالبان د افغاني ټولنې نيمايي برخې له زده‌کړو او کار کولو انکار نه شي کولی

د ښځو په چارو کې د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړې استازې رينا اميري وايي، چې د طالبانو له لوري له ښوونځيو څخه د نجونو د منعه کولو ۴سوه ورځې پوره شوې او زياتوي، پر دې سربېره داسې هڅې هم شوي چې په پوهنتونو کې هم د نجونو زده‌کړې له ...

Read More »