د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين اعلان کړی چې د راتلونکې جون مياشتې په ۵مه د سوېلي وزيرستان په مرکز واڼه کې د پښتون تر عنوان لاندې لويه ولسي غونډه دايېروي. نوموړي پرون سېشنبه ناوخته د (غويي په ۲۰مه) يوه وېډيويي پيغام کې ويلي، دغه غونډه کې به ...
Read More »پاکستاني طالبانو د پنځو ورځو لپاره اوربند غځولی
ځينو پاکستاني خبريالانو خبر ورکړی چې پاکستاني طالبانو يا TTP د پاکستان د پوځ او نورو امنيتي ځواکونو پر وړاندې لس ورځنی اوربند د پنځو نورو ورځو لپاره هم غځولی دی. د خبريالانو له لوري د تحريک طالبان پاکستان له ادرس يو سند په خواله رسنيو کې لاس په لاس ...
Read More »امريکا: که طالبان له وروستيو پرېکړو په شا نه شي، فشار به پرې زيات شي
په داسې حال کې چې پر افغان نجونو او ميرمنو د حجاب جبري کېدو پرېکړې په اړه نړيوال غبرګونونه دوام لري، ورسره د امريکا بهرنيو چارو وزارت هم خبر ورکړی چې طالبان بايد د بشري حقونو ضد له ورته پرېکړو په شا شي. د امريکا بهرنيو چارو وزارت وياند نېډ ...
Read More »عبداللهيان : د هلمند سيند حقابې په برخه کې د افغانستان له عمل راضي نه يوو
د ايران بهرنيو چارو وزير حسېن امير عبداللهيان د هلمند سيند په اوبو کې د ايران د حق په اړه د افغانستان له چلند شکايت کړی او ويلي يې دي، چې په دې برخه کې ايران له افغانستان څخه راضي نه دی. نوموړي دا څرګندونې نن سېشنبه د (غويي په ...
Read More »سرېلانکا کې د لومړي وزير له استعفا وروسته نظامي حکومت اعلان شوی
په سرېلانکا کې له د عامو خلکو له پراخو اعتراضونو او لاريونونو په ترڅ کې، پرون دوشنبه ناوخته د (غويي په ۱۹مه) د دې هېواد لومړی وزير ماهيندا راجاپاکسا له خپلې دندې استعفا ورکړه. سرېلانکايانو له شاوخوا يوې مياشتې را په دېخوا د خوراکي توکو کموالي، د کافي اوبو او ...
Read More »څېړنه: لږ تر لږه ۶ ميليونه افغانان د سختې لوږې له امله په بېړني حالت کې دي
د يوې نوې ترسره شوې څېړنې موندنې ښيي، چې د افغانستان د نفوس نيمايي برخه د لوږې له کرښې لاندې ژوند کوي او د خوړو له خونديتوب بې برخې دي. دغه څېړنه چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې، د خوړو نړيوال پروګرام او د ملګرو ملتونو له ...
Read More »ملاله يوسفزۍ: نړيوال دې له طالبانو سره د بشري حقونو د نقض له امله حساب وکړي
په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو او نجونو د حجاب جبري کېدو په اړه د غبرګونونو په ترڅ کې، د نجونو د زدهکړو فعالې او د نوبل نړيوالې جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ هم دا پرېکړه د بشري حقونو ښکاره نقض بللی دی. نوموړې پرون دوشنبه د ...
Read More »سېګار: روان کال افغانستان له بېسارې وچکالۍ سره مخ کېدونکی دی
د افغانستان بيارغونې لپاره د امريکا ځانګړي مفتش يا سېګار په خپل وروستي راپور کې، په افغانستان کې د بېسارې وچکالۍ خبرداری ورکړی دی. سېګار پرون دوشنبه د (غويي په ۱۹مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، دغه وچکالي ښايي تر دې حده زياته وي چې ښايي په تېرو درېيو لسيزو کې ...
Read More »شهرزاد اکبر: په افغانستان کې ناقونه شکنجه او نيونې جنګي جرم حسابېدای شي
د افغانستان بشري حقونو خپلواک کمېسيون مخکينۍ رئيسه شهرزاد اکبر ادعا کوي، چې په افغانستان کې لا هم د ملکي افغانانو ناقونه نيونې، وژل، د تورنو کسانو شکنجه کول دوام لري. نوموړې نن دوشنبه د (غويي په ۱۹مه) په يو لړ ټوېټونو کې ويلي، چې د اسلامي امارت له لوري ...
Read More »اروپايي ټولنه: طالبان د نجونو ښوونځيو د پرانيستو ژمنې تکراروي، خو د پرانيستو نښې يې نشته
اروپايي ټولنې له دې کبله چې د افغانستان سرپرست حکومت له شپږم ټولګي د پورته نجونو ښوونځيو د بيا پرانيستې په اړه کره وخت نه په ډاګه کوي، ناهيلي ښودلې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نېکولسن د پوهنې له سرپرست وزير نورالله منير سره ليدلي ...
Read More »