Home » Author Archives: roydad (page 68)

Author Archives: roydad

د ISI مخکينی مشر له ټي‌ټي‌پي سره د مذاکراتو په موخه کابل ته رسېدلی

په داسې حال کې چې په کابل کې د پاکستان حکومت او د تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو په اړه راپورونه خپار شوي، اوس تازه ويل شوي چې د پاکستان استخباراتي شبکې يا ISI مخيکنی رئيس جنرال فېض حميد هم کابل ته رسېدلی دی. پاکستاني خبريالانو ويلي، په کابل ...

Read More »

يونيسف: له يو ميليون ډېر افغان ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا يونيسف په افغانستان کې د ماشومانو وضعيت اندېښمنوونکی بللی او ويلي يې دي، چې دغلته د مرګ له ګواښ سره د مخ شوو ماشومانو شمېر زيات شوی دی. دې صندوق پرون سې‌شنبه ناوخته د (غويي په ۲۷مه) خپل ټوېټر کې ويلي، ...

Read More »

اتمر: د دولتي ادارو لغوه کول د باور جوړونې هڅې زيانمنوي

د اسلامي امارت له لوري د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون، د ملي شورا دواړو خونو د دارالانشاء، د ملي پخلاينې عالي شورا او د اساسي قانون پر تطبيق د څار کمېسيون د لغوه کولو پرېکړې د مطرحو سياسونو غبرګونه راپورته کړي او دا پرېکړه يې چولټ ناسمه بللې. د ...

Read More »

د جمعي امنيت تړون غړي: په افغانستان کې موجوده ناامني منځنۍ اسيا ته خطر دی

ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې جمعي امنيتي تړون سازمان غړو هېوادونو په افغانستان کې د ناامنۍ څپه د منځنۍ اسيا او په ځانګړې توګه د يادو تړون غړو هېودونو لپاره د خطر زنګ دی. د دې تړون غړو هېوادونو د مشرانو په ناسته کې ټينګار شوی، چې له افغانستان ...

Read More »

اردوغان په ناټو کې د فنلنډ او سوېډن د غړيتوب په اړه مخالفت ښودلی

د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان يو وار بيا په ناټو سازمان کې د فنلنډ او سوېډن غړيتوب په اړه مخالفت څرګند کړی او ويلي يې دي چې ياد هېوادونه د اوس لپاره د دې سازمان غړي نه شي کېدای. نوموړي پرون دوشنبه د (غويي په ۲۶مه) په انقرې کې ...

Read More »

حکومت ځيني دولتي ادارې له تشکيلاتو څخه لغوه اعلان کړې

سرپرست حکومت په يوه تازه اقدام کې پرون دوشنبه د (غويي په ۲۶مه) پنځه ادارې له دولتي تشکيلاتو لغوه اعلان کړې او ويلي يې دي، چې له دې وروسته د حقوقي او بوديجوي واحدونو په توګه په تشکيلاتو کې ځای نه لري. په دې ادارو کې د فغانستان بشري حقونو ...

Read More »

سراج‌الدين حقاني: امريکا ته د دښمن په سترګه نه ګورو، ښې اړيکې ورسره غواړو

د کورنيو چارو سرپرست وزير سراج‌الدين حقاني وايي، د افغانستان سرپرست حکومت د امريکا په شمول له ټولې نړۍ سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی او په دې برخه کې د خپلو ټولو ژمنو عملي کولو ته ژمن دی. نوموړي بېګاه شپه د امريکا له CNN ټلوېزيون سره په مرکه ...

Read More »

شانګهای سازمان: تېرو ۹ مياشتو کې د افغانستان بشري وضعيت ډېر خراب شوی

د شانګهای همکاريو سازمان غړو هېوادونو استازي پرون دوشنبه د (غويي په ۲۶) د افغانستان وضعيت پر سر د بحث په موخه، د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې سره راټول شوي. د دې سازمان غړو هېوادونو استازو د خپلې څلور ورځنۍ غونډې د پرانيستې پرمهال، په افغانستان کې بشري ...

Read More »

پاکستان د ټي‌ټي‌پي دوه مهم غړي خوشي کړي

يو شمېر رسنيو راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو، پښتونخوا او بلوچستان کې د فعالې تحريک طالبان پاکستان ډلې دوه مهم غړي له زندان ازاد کړي دي. دې سرچينو زياته کړې، دامهال په افغانستان کې د پاکستان او تحريک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ د سولې مذاکرات دوام ...

Read More »

د سعودي پادشاه له سختې ناروغۍ وروسته له روغتون رخصت شوی

د سعودي عربستان پادشاه له څو ورځو راهيسې د سختې ناروغۍ له امله په روغتون کې بستر کړای شوی و؛ خو پرون يک‌شنبه د (غويي په ۲۵مه) له روغتون څخه رخصت شوی دی. د نوموړي د ناروغۍ پرمهال ځينو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې ګواکې د نوموړي ناروغي خورا ...

Read More »