Home » Author Archives: roydad (page 67)

Author Archives: roydad

زلينسکي: له روسيې بېرته نيول شول شوي ښارونه يوـ يو نيسو

د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي ويلي، چې په وروستۍ موده کې اوکرايني ځواکونو د روسي ځواکونو پر وړاندې په جګړه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. نوموړي ويلي چې د ماريوپول په شمول په ګڼو سيمو کې اوکرايني سرتېرو روسي سرتېري په شا تمبولي او په خبره يې د ...

Read More »

کورنيو چارو وزارت په قاچاقي لارو له هېواد څخه د ځوانانو وتل منعه کړل

کورنيو چارو وزارت د يوې تازه پرېکړې له مخې، له هېواد څخه بهر ته په قاچاقي لارو د ځوانانو وتل منعه اعلان کړي او ټولو سرحدي ولايتونو ته يې په دې اړه جدي سپارښتنې کړي دي. د نيمروز امنيه قومندان سردار محمد ايوبي ويلي، چې د کورنيو چارو وزارت له ...

Read More »

پاکستان: افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي لپاره له طالبانو سره تعامل ته اړتيا ده

پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د بشري ناورين په تړاو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، يو وار بيا له طالبانو سره د نړيوالو له لوري پر تعامل تينګار کړی دی. د پاکستان بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې دا مهال امريکا ته په سفر تللی، له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په ...

Read More »

امريکا: په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره لوړ ظرفيت لرو

د امريکا متحده ايالاتو دفاع وزارت يا پنټاګون په افغانستان کې د داعش ډلې پر موجوديت تمرکز کړی او ويلي يې دي، چې په دې هېواد کې د يادې ډلې د فعاليتونو په اړه خبر دی. د پنټاګون وياند جان کربي د تېرې سې‌شنبې په ورځ خبريالانو ته ويلي، چې ...

Read More »

حکومت ومنله چې په کابل کې د پاکستان او ټي‌ټي‌پي ترمنځ مذاکرات شوي

په داسې حال کې چې له څو ورځو راهيسې په کابل کې د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د سولې مذاکراتو د دوام په اړه راپورونه خپارېږي، تازه د افغانستان سرپرست حکومت ومنله چې ياد مذاکرات په کابل کې ترسره شوي دي. د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد ...

Read More »

برادر: پانګوال د افغانستان په هره برخه کې چې وغواړي، پانګونه کولی شي

د رئيس‌الوزرا لومړي مرستيال ملا عبدالغني برادر عربي متحده اماراتو ته د سفر پرمهال، په دې هېواد کې له مېشت افغان سوداګرو سره لېدلي او په افغانستان کې يې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې ورسره کړي دي. نوموړي د يادې لېدنې پرمهال ويلي، په افغانستان کې د اسلامي ...

Read More »

اروپايي ټولنه: د دولتي بنسټونو ملغا د بشري حقونو او پخلاينې په اړه ناسم پيغام لري

د اسلامي امارت پرېکړه پر بنسټ له دولتي تشکيلاتو د يو شمېر بنسټونو د لغوه کولو په اړه د غبرګونو په ترڅ کې، اروپايي ټولنې هم دا پرېکړه ناسمه بللې ده. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نيکلاسون نن چهارشنبه د (غويي په ۲۸مه) په دې اړه ...

Read More »

ايران او تاجکستان د ګډو هڅو له لارې په افغانستان کې پر سولې ټينګار کړی

د ايران د پوځ لوی درستز محمد باقري تاجکستان ته د خپل سفر په دويمه ورځ، نن چهارشنبه د (غويي په ۲۸مه) د دې هېواد له ولسمشر امام علي رحمان سره لېدلي او د افغانستان وضعيت په اړه يې ورسره بحث کړی. باقري ويلي، افغانستان د تاجکستان او ايران د ...

Read More »

امريکا رسما په واشنګټن کې د افغانستان سفارت د ساتنې مسووليت واخيست

د امريکا بهرنيو چارو وزارت په رسمي توګه اعلان کړه چې په واشنګټن او دوو نورو ښارونو کې يې د افغانستان د سفارت او کونسلګيريو د ساتنې مسووليت اخيستی دی. د امريکا بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ويلي، دامهال د امريکا دولت د افغانستان سفارت او کونسلګيريو ودانيو ...

Read More »

روسيه: د جګړې په ترڅ کې ۲۶۵ اوکرايني سرتېري تسليم شوي

د روسيې دفاع وزارت خبر ورکړی چې د اوکراين په ماريوپول ښار کې د روسي او اوکرايني ځواکونو ترمنځ سخته جګړه شوې او په ترڅ کې يې روسي ځواکونه د پرمختګ په کولو توانېدلي دي. د روسيې دفاع وزارت ادعا کړې چې د يادې جګړې په ترڅ کې ۲۶۵ تنه ...

Read More »