Home » Author Archives: roydad (page 40)

Author Archives: roydad

جرمني: د نړيوالو متحدانو ناسمې پرېکړې له امله افغانستان له سخت ناورين سره مخ دی

د جرمني بهرنيو چارو وزيرې انالينا بايربوک له ازادۍ راډيو سره په ځانګړې مرکه کې چې تازه خپره شوې، د افغانستان په اړه د امريکا او خپلو لوېديځ متحدانو پرېکړه ناسمه بللې ده. نوموړې ويلي، د يادو متحدانو ناسمه پرېکړه د دې سبب شوه، چې په افغانستان کې وضعيت خراب ...

Read More »

روسيې د افغانستان پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفه معاف کړه

د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړي استازي ضمري کابلوف خبر ورکړی، چې روسيې د ابتکار په توګه د افغانستان پر صادراتي توکو ګمرکي تعرفه معاف او صفر ته يې رسولي دي. نوموړي دا خبر د افغانستان په تړاو د تاشکند کنفرانس ته د خبرو پرمهال ورکړی او ويلي يې دي، ...

Read More »

متقي: د امريکا اقتصادي بنديزونه په افغانستان کې د لوږې اساسي لامل دی

د افغانستان سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، سره له دې چې افغانستان له يوې خوا شل کلنې جګړې ځپلی، له بلې خوا د هېواد اقتصادي نظام د امریکا د متحده ایالتونو تر اقتصادي بندیزونو لاندې هم دی. نوموړي نن سې‌شنبه د ازبکستان په کوربه‌توب د افغانستان په اړه د تاشکند ...

Read More »

کابل کې د امريکا پخواني سفير ط.البان د افغانستان په مديريت کې پاتې بللي

په کابل کې د امريکا پخواني سفير رونالډ نيومن د ط.البانو واکمنۍ ته په اشارې سره ويلي، چې دا ډله په افغانستان کې د يوه موډرن دولت د مديريت کولو وړتيا نه لري. نوموړي له امريکا غږ سره په مرکه کې چې بېګاه شپه خپره شوې ويلي، طالبان په لنډه ...

Read More »

تقي عثماني: کابل کې له ط.الب چارواکو سره پر اسلامي اقتصاد بحثونه پيل شوي

د پاکستان ديني عالمانو يو ۸ کسيز پلاوی پرون دوشنبه د (زمري په ۳مه) کابل ته راغلی او ورسره سم د باختر خبري اژانس خبر ورکړ، چې دا پلاوی به د تحريک طالبان پاکستان يا TTP له ډلې سره خبرې وکړي او دې ته به يې قانع کړي چې د ...

Read More »

امريکا: تاشکند غونډه کې د امريکايي پلاوي ګډون له افغانانو د ملاتړ په موخه دی

ټاکل شوې چې په تاشکند کې د افغانستان په اړه د سيمې او نړۍ هېوادونو کنفرانس نن سې‌شنبه د (زمري په ۴مه) د يوې ورځې په ځنډ سره پيل شي. په دې غونډه کې پر نورو هېوادونو سربېره د امريکا متحده ايالاتو هم د خپل استازي د ګډون خبر ورکړی ...

Read More »

“له ټي‌ټي‌پي سره په خبرو کې د پرمختګ لپاره د پاکستان ديني عالمانو پلاوی کابل ته راځي”

پاکستاني خبريال طاهر خان خبر ورکړی، چې ښايي په نږدې راتلونکي کې د پاکستان ديني عالمانو يو پلاوی چې په ترکيب کې يې د دې هېواد مطرح ديني عالم مفتي غلام الرحمن هم شامل دی، افغانستان ته سفر وکړي او د سفر موخه به يې دغلته د تحريک طالبان پاکستان ...

Read More »

ځينو افغان سياسونو د جمهوري غوښتونکو سياسي حرکت موجوديت اعلان کړ

ځيني افغان سياسون وايي، په افغانستان کې اوسنيو سياسي او اقتصادي شرايطو ته په پام او له دې وضعيت څخه د وتلو په موخه يې د اړتيا پر بنسټ د جمهوري غوښتونکو غير نظامي حرکت رامنځته کړی دی. د ملي دفاع وزارت پخواني مرستيال شاه محمود مياخېل په يوه خپاره ...

Read More »

افغانستان له ترکمنستان څخه لسګونه زره ټنه مايع ګاز واردوي

د افغانستان سرپرست حکومت په يوه تازه خپره کړې اعلاميه کې له ترکمنستان څخه د لسګونه زره ټنو په اړه اندازه د مايع ګاز د واردولو خبر ورکړی. ارګ نن دوشنبه د (زمري په ۳مه) د يادې اعلاميې له لارې ويلي، چې د مايع ګاز واردول او دغه راز په ...

Read More »

نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه غونډه پيلېږي

ټاکل شوې چې نن دوشنبه د (زمري په ۳مه) د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د سيمې او نړۍ شاوخوا ۲۰ هېوادونو او د ځينو نړيوالو سازمانونو استازي د افغانستان په غونډه وکړي. په دې غونډه کې د ګډون په موخه د افغانستان سرپرست بهرنيو چارو وزير اميرخان متقي په ...

Read More »